د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون

23 غويی 1397 حميدالله حميدي

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې یو با ارزښته بنسټ دی چې د ښوونې او روزنې د مؤسساتو، د ښوونکو د روزنې بنسټونو او د پوهنې د ثانوي دورو لپاره د ښوونکو د روزنې په موخه جوړ شوی دی. د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د (ښوونکو د روزنې اکاډمي) په نوم او د مسلکي ښوونکو د روزنې په موخه کېښودل شوه چې د دوولسمو ټولګیو فارغین یې د څوارلسم پاس په کچه روزل. د (ښوونکو د روزنې اکاډمي) نوم په ۱۳۶۱ کال کې د (کابل پېداګوژۍ انستیتیوت) ته واوښت. دغه مهال یې درې (د ژبو او ادبیاتو، طبیعي علومو او اجتماتي علومو) پوهنځي، چې د ښوونکو په روزنه کې بنسټیز رول لري، درلودل. د بدني روزنې انستیتیوت په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د پېداګوژۍ انستیتیوت لپاره د څلورم پوهنځي او د روښان دارالمعلمین یې د پنځم پوهنځي په توګه په اډانه کې ور زیات شول. د کابل پېداګوژۍ انستیتیوت له ۱۳۶۳ نه تر ۱۳۶۸ پورې د لېسانس پروګرامونو تر څنګ د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړ. په ۱۳۷۴ کال کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې د پلازمېنې او ولایتونو د پېداګوژۍ انستیتیوتونه په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شول. په ۱۳۸۱ کال کې هغه مهال چې موقتي اداره رامنځته شوه، د کابل پېداګوژۍ انستیتیوت، د اجتماعي علومو د انستیتیوت ودانۍ ته چې په افشارو کې یې موقعیت درلود ولېږدول شو. وروسته د دغه انستیتیوت د رهبرۍ او استادانو په ځانګړو هلو ځلو، دغه اکاډمیک بنسټ د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په میاشت کې د (کابل پېداګوژۍ انستیتیوت) څخه (د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون) ته ارتقا وکړه.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیکي اړخه په ډېره تنګه او محدوده ساحه کې ځای پر ځای شوی دی، چې له یوې خوا د محصلینو لپاره په کافي اندازه ټولګي نه لري او له بل پلوه د ګرځېدو راګرځېدو لپاره هم مناسب چاپېریال نه لري، خو له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په دغه پوهنتون کې یوه ۱۰۰ خونې لرونکې ودانۍ جوړه شوه چې اوس یې په درسي خونو کې یو څه زیاتوالی راغلی دی.
د ښوونې او روزنې پوهنتون په اکاډمیکه برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړې دي او اوسمهال د (ژبو او ادبیاتو، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، روزنیزو علومو، بدني روزنې، اختصاصي زده کړو، اسلامي زده کړو، ارواپوهنې، د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمپیوټر زده کړو) نهه پوهنځي لري. یاد پوهنتون په موجودو نهو پوهنځیو کې (۳۱) دیپارتمنټونه لري.‎
د ادبیاتو پوهنځی، د ژبو او ادبیاتو د دیپارتمنټ په نوم د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۳ کال کې د ښوونې اوروزنې د اکاډمۍ په چوکاټ کې را منځته شو. په ۱۳۶۱ کال کې هغه وخت چې د ښوونې او روزنې اکاډمۍ انستیتیوت ته ارتقا وکړه او د پېداګوژۍ انستیتیوت په نوم یې فعالیت پیل کړ، دغه ديپارتمنټ د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته لوړ شو چې پښتو، دري، انګلیسي او روسي څانګې پکې رامنځته شوې. عربي دیپارتمنټ په ۱۳۷۴ کال او ترکي دیپارتمنټ په ۱۳۹۳کال په دغه پوهنځي کې ور زیات شول. اوسمهال د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د مخکېني پلان سره سم ۲۲۳۸ تنو محصلینو ته د ۷۲ ښوونکو له لوري تدریس کېږي.
د طبعي علومو پوهنځی د ښوونې او روزنې پوهنتون له کلیدي پوهنځیو څخه شمېرل کېږي چې په ۱۳۶۱ کال کې جوړ شوی دی او اوسمهال پنځه دیپارتمنټونه لري.
کمپیوټر ساینس پوهنځی په ۱۳۸۵کال کې د طبعي علومو په چوکاټ کې رامنځته شو. دغه دیپارتمنټ په ۱۳۹۳ کال کې د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ پوهنځي ته ارتقا وکړه چې اوس د (ډېټا منجمنټ او شبکې) په نومونو دوه دیپارتمنټونه لري. اوسمهال په دغه پوهنځي کې ۳۵۰ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي. د یادونې وړه ده چې په تېرو لسو کلونو کې له دغه پوهنځي څخه ۷۰۰ محصیلن فارغ شوي چې په لوړو او نیمه لوړو تعلیمي موسسو کې د استادانو په توګه دندې تر سره کوي. همدا راز له دغه پوهنځي څخه فارغ شوي ځوانان د کار په بازار کې هم خدمتونه تر سره کوي.
د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ارواپوهنې پوهنځی له ۱۳۸۳ نه تر ۱۳۹۲ کلونو پورې د یوه واحد په توګه د مسلکي تعلیماتو په پوهنځي کې فعالیت پیل کړ، خو له اړتیا سره سم په ۱۳۹۳ کال کې دغه پوهنځی په رسمي ډول د مسلکي تعلیماتو له پوهنځي بېل شو او د یوه نوي پوهنځي (ارواپوهنې) په نوم يې پر کار پیل وکړ. اوسمهال دغه پوهنځی په دوو دیپارتمنټونو (د عمومي ارواپوهنې، مشاورې او لارښوونې) په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د ټولنيزو علومو پوهنځی په ۱۳۶۲ زېږديز کال کې د وخت د پېداګوژۍ د انستيتیوت په چوکاټ کې رامنځته شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رييس دکتور ذبیح الله اسدي وایي، په دغه پوهنتون کې اوسمهال ۹۰۰۰ محصلین پر زده کړو بوخت دي چې ۶۳ سلنه یې ښځینه دي. دی وایي محصلین په دریو ټایمونو کې د زده کړو لپاره دغه پوهنتون ته ورځي چې د شپې پوهنځي هم پکې شامل دي.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هر کال کابو ۲۵۰۰ کسان نوي محصلین په بېلابېلو پوهنځیو کې جذبوي چې د نارینه وو په پرتله یې د ښځو ونډه زیاته وي. تر څنګ یې د لوړو زده کړو په چوکاټ کې ځانګړې او اختصاصي ازموینه هم اخلي، چې څوارلسم پاس محصلین یعنې هغه محصلین چې په اړونده برخه کې د پلازمېنې او ولایتونو له درالمعلمینو څخه فارغ شوي وي، د لوړو زده کړو لپاره جذبوي.
اسدي وایي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته د ۲۸۸ استادانو له خوا تدریس کېږي، چې له دې ډلې یې ۳۸ سلنه ښځې دي. دغه راز د دغه پوهنتون په ترکي، عربي او انګلیسي ديپارتمنټونو کې ځینې بهرني استادن هم شته، چې په افتخاري ډول د تدریس چارې مخ ته وړي.
په دغه پوهنتون کې د ماسټرۍ لومړنی پروګرام په ۱۳۸۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د (HEP) پروژې او د ماساچوسټ پوهنتون په مرسته د (ښوونې او روزنې) په برخه کې پیل شو چې تر دې مهاله یې څو دورې فارغین ټولنې ته وړاندې کړي دي، چې یو زیات شمېر یې د پوهنتونونو د ښوونې او روزنې په پوهنځیو او دارالمعلمینونو کې استادان دي.
په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ دویم پروګرام په ۱۳۹۱ کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په مالي مرسته او د انډیانا پوهنتون په همکارۍ د(TESOL) تر عنوان لاندې پيل شو، چې تر دې مهاله یې ۳ دورې فارغین ورکړي دي.
د ۱۳۹۳ کال په سلواغه کې د لوړو زده کړ وزارت او USWDP تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې یې په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د (ښوونې او روزنې مدیریت او رهبرۍ) تر عنوان لاندې ماسټري پیل شوه. د ماسټرۍ پروګرامونو په لړ کې دا د ماسټرۍ درېیم پروګرام دی چې په دغه پوهنتون کې پیلېږي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تر اوسه پورې په بېلابېلو برخو کې ۳۹ دورې فارغین ورکړي دي، چې مشرتابه یې د فارغ شویو محصلینو د شمېر په اړه معلومات نه لري، ځکه په لومړي سر کې دغه پوهنتون یوازې د یوه انستیتیوت په چوکاټ کې فعالیت درلود. دغه پوهنتون له دې کبله چې فزیکي ساحه یې کمه ده، د ننه د نجونو او هلکانو لپاره لیلیه نه لري، بلکې د هلکانو لیلیه یې له پوليتخنیک پوهنتون او د نجونو لیلیه یې د کابل له مرکزي پوهنتون سره شریکه ده.
له بده مرغه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون داسې کتابتون نه لري، چې په اړه یې بحث او خبرې وشي. د دغه پوهنتون رییس وایي، موږ یوازې یو ټولګی د کتابتون لپاره ځانګړی کړی دی، چې پر یوه وخت یوازې ۵۰ کسان پکې مطالعه کولی شي. دی وایي هڅې مو ډېرې کړې چې د کتابتون لپاره ډونر پیدا کړو، دغه راز مو د لوړو زده کړو وزارت ته هم په ځلونو وړاندیزونه کړي دي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه لاسته راوړنه نه لرو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په دې هڅه کې دی، چې د تدریس، څېړنې، مدیریتي وړتیاوو، پېداګوژیکي قابلیتونو، ژمنتیا او رښتینولۍ په برخه کې صلاحیت لرونکي رهبران، فعال محصلین چې له هر ډول ژبني، قومي او مذهبي تعصب څخه پاک وي او موخه یې یوازې هېواد ته خدمت کول وي ټولنې ته وړاندې کړي.
د پوهنتون په ټولو ښوونیزو برخو کې د وخت له اړتیا سره سم د عصري کریکولم پلي کول او پېژندل، محصلینو ته د مأخذونو او لکچرنوټونو برابرول، په هر دیپارتمنټ کې د محصلینو د لارښوونې لپاره د علمي کادرونو ګومارل او د محصلینو لپاره د مجهزو لابراتوارونو چمتو کول د دغه پوهنتون اصلي مو خې بلل کېږي.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د کتابتون د ودانۍ او په ټوله کې د درسي خونو له کمښت سره مخ دی. که څه هم په دې وروستیو کې په دغه پوهنتون کې د ۱۰۰ درسي او اداري خونو درلودونکې یوه ودانۍ جوړه شوه چې تر ډېره یې شته ستونزې حل کړې، خو لا هم په دې برخه کې ستونزې موجودې دي. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کابل د څلورګونو پوهنتونونو په ډله کې راځي، چې هر کال یو زیات شمېر کسان چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل دي، ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.