ننګرهار پوهنتون

30 غويی 1397 حميدالله حميدي

ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دويم لوی پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې د ۱۳۴۲ لمريز کال د تلې په ۱۷ مه د اعلیحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل له خوا د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې کېښودل شوه. په دغه پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د طب پوهنځي په کار پیل وکړ، چې پنځو امريکايي او دریو افغان استادانو پکې ٤٨ تنو محصلینو ته تدريس کاوه. د وخت په تېرېدو په دغه پوهنتون کې د انجنيرۍ، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنرۍ، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم، عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي رامنځته شول. اوسمهال ننګرهار پوهنتون ۱۳ پوهنځي لري چې په ۷۴ څانګو کې يې د ۱۵۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین په زده کړو بوخت دي او د ۵۰۰ تنو استادانو له خوا يې د تدريس چارې پرمخ بیول کېږي.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهندوی ببرک میاخېل وایي اوسمهال د دغه پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو د محصلینو شمېر ۱۵۰۰۰ ته رسېږي، چې له دې ډلې یې ۲۰۰۰ نجونې دي.
د ننګرهار پوهنتون اوسمهال ټولټال ۱۳ پوهنځي لري چې په دې ډول دي: ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کرنې پوهنځی، اقتصاد پوهنځی، طب پوهنځی، انجنیرۍ پوهنځی، شرعیاتو پوهنځی، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، کمپیوټر ساینس پوهنځی، ښوونې او روزنې پوهنځی، ساینس پوهنځی، ټولنیزو اړیکو او ژورنالېزم پوهنځی، عامه ادارې پوهنځی او د وترنرۍ پوهنځی.
ژبو او ادبياتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې له پرمختيايي پلان سره سم په ۱۳۶۳ لمریز کال کې په رسمي ډول په کار پیل کړی دی. هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) درلودل چې د استادانو شمېر يې ۶ تنو ته رسېده. ورپسې د روسي ژبې او ادبياتو څانګه هم پکې فعاله شوه. د وخت د غوښتنو او اړتياوو سره سم پکې نورې څانګې لکه: د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۷۱ لمریز کال کې فعاله شوه. په ۱۳۷۲ لمریز کال د عربي ژبې او ادبياتو څانګه پکې تاسيس شوه. د يادونې وړده چې د پښتو څانګې په اډانه کې د شپې پوهنځی هم تاسيس شو چې دوه کاله يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې فعاليت درلود، خو په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اداري تشکيل ته انتقال شو. له ۱۳۷۱ لمریز کال را په دې خوا د پوهنځي په تېره بيا د پښتو څانګې په درسي نصاب کې ادلون بدلون راغی؛ د روسي ژبې او ادبیاتو، علمي ټولنپوهنې او سياسي اقتصاد مضمونونو پر ځاى پکې د انګليسي ژبې او اسلامي ثقافت مضمونونو تدريس پیل شو. دغه راز د دري ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۲ لمریز کال کې فعاله شوه او دا ډېر کلونه کېږي چې د لېسانس په کچه فارغان ورکوي. د هندي ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۸۵ لمریز کال کې پرانيستل شوه. د جرمني ژبې او ادبياتو څانګه په ۱۳۹۳ لمریز کال پرانیستل شوه او لومړنۍ دوره يې اوس تر څلورم ټولګي پورې رسېدلې او تدريس له معمول سره سم جريان لري. په پښتو څانګه کې د ماسټرۍ پروګرام په ۱۳۹۳ لمریز کال تاسيس شو چې تر اوسه یې دوې دورې فارغان ورکړي دي.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د خپل فعاليت په بهير کې تر دې مهاله ۳۰۳۰ مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.
اوسمهال د دغه پوهنځي د محصلینو شمېر ۱۵۰۰ تنه دی چې ۱۳۰۰ تنه يې نارينه او ۲۰۰ تنه يې نجونې دي. د محصلينو د علمي سويې د لوړولو په موخه کتابتون، کمپيوټر لېب او د انټرنېټ اسانتياوې هم لري. د تشکيل له مخې دغه شمېر محصلینو ته په علمي کادر کې شامل ۵۵ تنه استادان په تدريس بوخت دي.
د ننګرهار پوهنتون رییس وایي، پوهنتون یې د هېواد د ګڼ شمېر پوهنتونونو تر څنګ د امریکا، جرمني، پاکستان او ایران له یو شمېر پوهنتونونو سره پارټنرشیپونه لري.
انجنيرۍ پوهنځى په ۱۳۵۷ لمريز کال کې تاسيس شوی دی. هغه مهال يې د صنعتي او رهايشـي ودانيو جوړونې، اوبو رسونې او کانالېزاسيون څانګې درلودې. په نوموړو څانګو کې يې زيات شمېر کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. په ۱۳۷۱ لمریز کال کې دا درې څانګې د سیول په نامه په يوه څانګه کې مدغم شوې. انجينري پوهنځي د لا پرمختګ لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د سنټياګو له پوهنتون سره په ۲۰۰۸ کال کې د همکارۍ يو تړون لاسليک کړ چې په هغه کې د پوهنځي درسي کريکولم جوړول، استادانو ته د ماسټرۍ په کچه د لوړو‌زده ‌کړو زمينه برابرول، د لابراتوارونو د سامانونو برابرول او نصبول او د کتابونو تهيه کول شامل وو. د دغه تړون له مخې د علمي کادر شپږ تنه غړي د سيول انجنیري په برخه کې د ماسټرۍ په موخه د امريکا متحدو ايالتونو او پولنډ ته ولېږل شول او د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته را ستانه شول. د سيول څانګې لپاره درسي کريکولم جوړ شو، کتابونه او لکچرنوټونه برابر او تر يوه بريده د کانکريټونه، ساختماني مواد، قير، لابراتواري وسايل او سامان الات برابر او نصب شول.
ننګرهار پوهنتون تر اوسه پورې له شلو زرو زیات محصلین په بېلا بېلو برخو کې فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي دي. د میاخېل په وینا، یوازې تېر کال لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازموینې له لارې ۵۰۰۰ کسان د لوړو زده کړو لپاره دوی ته ور پېژندلي دي. دی وایي هر کال لږ تر لږه د ۳۵۰۰ په شاوخوا کې محصلین د دغه پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه فارغېږي او د پنځو زرو په شاوخوا کې نوي هغه یې جذبېږي.
ننګرهار پوهنتون د دوولسمو ټولګيو د هغو فارغانو لپاره چې داخل خدمت دي او په رسمي وخت کې لوړو زده کړو ته لاسرسى نه شي کولى، په لاندې برخو کې د شپې پوهنځيو برنامو ته جذبېږي:
ښوونې او روزنې پوهنځى، شرعياتو پوهنځى، ژبو او ادبياتو پوهنځى، حقوقو او سياسي علومو پوهنځى او اقتصاد پوهنځى، چې په نوموړو پوهنځيو کې ۲۵۹۷ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۱۷۷ تنه یې نجونې دي.
ننګرهار پوهنتون کې د ماسټرۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په ١٣٩١ لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو. اوسمهال د دغه پوهنتون په څلورو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پنځه پروګرامونه فعال دي چې په دې ډول دي:
شرعياتو پوهنځى: د فقهې او قانون څانګې د ماسټرۍ پروګرام او د اسلامي تعليماتو څانګې د ماسټرۍ پروګرام.
حقوقو او سياسي علومو پوهنځى: د قضا او څارنوالۍ څانګې د ماسټرۍ پروګرام.
ژبو او ادبياتو پوهنځى: پښتو ژبې او ادبیاتو څانګې د ماسټرۍ پروګرام.
اقتصاد پوهنځى: دBBA څانګې د ماسټرۍ پروګرام.
د ماسټرۍ دورې په دغو څلورو څانګو کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون۲۸۷ تنه په زده کړو بوخت دي او ۲۳۰ تنه يې د شرعياتو، حقوقو او ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ په کچه فارغ او ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.
د لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام رامنځته شو، چې د دغه پروګرام پرانيسته د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۶مه د وخت د لوړو زده کړو د وزير پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد له خوا په ننګرهار پوهنتون کې وشوه. اوسمهال په ياد پروګرام کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو ۲۱ تنه علمي کادرونه په زده کړو بوخت دي.
د ننګرهار پوهنتون له علمي بهير څخه ۵۴ کاله تېريږي، چې د دې نيمې پېړۍ هلو ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د ۲۳۰۰۵ تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي.
ننګرهار پوهنتون له خپلو علمي فعاليتونو څخه د خلکو د پوهاوي لپاره يوه وېبپاڼه، يوه فېسبوک پاڼه، درې علمي مجلې او يو شمېر جريدې او اخبارونه لري چې په دې ډول دي:
ننګرهار پوهنتون وېبپاڼه: چې د (www.nu.edu.af) پتې په لرلو سره پکې د ننګرهار پوهنتون په اړه معلومات، څېړنيزې ليکنې او د پوهنتون خبرونه او خبرتياوې خپرېږي.
ننګرهار پوهنتون فېسبوک پاڼه: د( ننګرهار پوهنتون Nangarhar University ) پتې په لرلو سره پکې د پوهنتون اړوند خبرونه او خبرتياوې خپرېږي.
پوهه علمي مجله: د ننګرهار پوهنتون مرکزي علمي او څېړنيزه خپرونه ده، چې په هرو دریو مياشتو کې يو ځل ٥٠٠ ټوکه چاپېږي چې د پوهنتون د استادانو علمي او څېړنيز اثار خپروي.
طبي پوهه علمي مجله: د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي او څېړنيزه مهالنۍ خپرونه ده، چې د نوموړي پوهنځي د استادانو فرعي علمي اثار او څېړنې خپروي.
حق علمي مجله: د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي علمي او حقوقي ژورنال دى، چې په هرو دريو مياشتو کې يوځل د ۵۰۰ ټوکو په شمېر کې چاپېږي او د نوموړي پوهنځي د استادانو علمي اثار او ليکنې خپروي.
د ننګرهار پوهنتون د يو شمېر پوهنځيو د محصلینو له خوا په بېلابېلو نومونو مجلې، جريدې او اخبارونه هم خپرېږي.
ننګرهار پوهنتون د ديارلس ګونو پوهنځيو پر کتابتونونو سربېره يو مرکزي کتابتون هم لري چې د بېلابېلو مسلکونو ٤٤٠٠٠ ټوکه کتابونه پکې د محصلینو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي. د ننګرهار پوهنتون رییس پوهندوی ببرک میاخېل وایي، کتابتون یې د محصلینو په واک کې دی او خپله مطالعه او څېړنه په کې کوي. دی وایي چې د پوهنتون د چاپېریال د لا ښکلا لپاره یې ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندنې نیولي دي.
د انګليسي ژبې، کمپيوټر او انټرنېټ مرکز: په ننګرهار پوهنتون د(ELC) په نوم د انګليسي ژبې، کمپيوټر زده کړې او انټرنېټ مرکز شتون لري چې د پوهنتون ټولو پوهنځيو ته د نېټ د ورکړې ترڅنګ په پرله پسې توګه محصلینو ته د انګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې کورسونه هم جوړوي. د نوموړي مرکز ترڅنګ يو شمېر پوهنځي ځانګړي انټرنېټ مرکزونه لري چې محصلین او استادان ترې ګټه اخلي.
ليليه: ننګرهار پوهنتون د لرې پرتو سيمو او نورو ولايتونو محصلینو لپاره چې په شرايطو برابر وي، د ليليې اسانتيا هم لري چې همدا اوس د دغه پوهنتون په مرکزي، طبي، ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځيو په ليليو کې ٢٥٠٠ تنه اوسېږي او ۶۸۰۰ تنو ته یې بدل اعاشه ورکول کېږي.
د ننګرهار پوهنتون رییس وایي، د پوهنتون شاوخوا خورا ډېره ځمکه شتون لري، چې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال یې ډېره برخه د پوهنتون په اډانه کې شامله شوې وه او اصلي څښتنانو ته یې په بدل کې نورې ځمکې او یا هم د ځمکې بیه ورکړل شوې وه، خو هغه کسان چې له هجرت څخه خپل هېواد ته را ستانه شوي دي، یو ځل بیا یې پر دې ځمکو ډډه اچولې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.