پوهنتون

پنسلوانيا

19 وږی 1396
پنسلوانيا پوهنتون، چې په عام ډول په Penn يا U Penn نومونو سره هم پېژندل کېږي، د امريکا د پنسلوانيا ايالت په فلادلفيا ښار کې موقعيت لري او د ايوي ليګ غړی خصوصي پوهنتون دی. Penn د امريکايي پوهنتونونو ټولنې د ۱۴ بنسټګرو پوهنتونونو په ډله کې هم راځي.د امريکايي پوهنتونونو ټولنه د نړۍ د مخکښو څېړنيزو پوهنتونونو څخه جوړ…
کلمبيا پوهنتون د ايوي ليګ غړی څېړنيز پوهنتون دی او د نيويارک ښار په بر منهټن سيمه کې موقعيت لري.دا پوهنتون په ۱۷۵۴ زېږديز کال کې د کينګز کالج تر نامه لاندې د لويې بريټانيې د پادشاه دويم جورج د سلطنتي منشور پر اساس رامنځته شو. کلمبيا پوهنتون په نيويارک ښار کې تر ټولو لرغونی پوهنتون او د هغو نهو…
د لندن يونيورسيټي کالج دولتي څېړنيز پوهنتون او د لندن پوهنتون تر ټولو پخوانی خپلواک کالج دی. يونيورسيټي کالج د ۱۸۲۶ زېږديز کال د فبرورۍ مياشتې په ۱۱ نېټه پرانيستل شو چې تاريخ يې په اوو مختلفو دورو کې مطالعه کېږي. په اوو مختلفو دورو د دغه پوهنتون د تاريخ د وېش معيارونه يو شمېر مهمې پېښې ښوودل شوې او…
 د کلفورنيا بېرکلي پوهنتون عامه څېړنيز پوهنتون دی چې د بنسټ ډبره يې په ۱۸۶۸ زېږديز کال کې اېښودل شوې او د امريکا د کلفورنيا ايالت په بېرکلي سيمه کې موقعيت لري. بېرکلي پوهنتون د کلفورنيا د پوهنتوني سيسټم تر ټولو لرغونی او پخوانی غړی دی چې د کلفورنيا له خصوصي کالج سره د کرنې، کانونو، ميخانيک او هنر د…

يېل پوهنتون

15 زمری 1396
يېل د امريکا د متحدو ايالتونو خصوصي څېړنيز پوهنتون دی چې د بنسټ ډبره يې په ۱۷۰۱ زيږديز کال کې اېښودل شوې ده. دا پوهنتون په امريکا کې په تاريخي لحاظ درېيمه درجه لرغونی تحصيلي مرکز ګڼل کيږي.په ۱۷۱۸ زيږديز کال کې، يا هغه وخت چې د دغه تحصيلي مرکز له جوړېدو يوازې ۱۷ کلونه تېر شوي وو، د اېليهو…
جانز هاپکېنس پوهنتون چې په لنډيز سره يې JHU يا هاپکېنس پوهنتون هم بولي په ۱۸۷۶ زيږديز کال د امريکا د ميريلنډ ايالت په بالتيمور کې ودان شو.ويل کيږي دا پوهنتون د جان هاپکېنس په نامه د يو چا د ميراثي پانګې پر مټ ورغول شو، چې له همدې امله يې نوم هم د جانز هاپکينس پوهنتون کېښودل شو.جان هاپکېنس…
 شيکاګو پوهنتون خصوصي څېړنيز پوهنتون دی چې د امريکا د متحدو ايالتونو په ايلينايز ايالت کې موقعيت لري او په ۱۸۹۱ زيږديز کال کې د امريکا د باپټېسټ پوهنيزې ټولنې له خوا رامنځته شوی دی. دغه پوهنتون له پنځو څيړنيزو څانګو، شپږو مسلکي ښوونځيو او د ګراهام د لېبرال او مسلکي زده کړو له ښوونځي څخه جوړ شوی.د ساينس او…
د زوريخ د ټکنالوجۍ انسټيټيوټ (ETH) د سويس هېواد تر ټولو مخکښ پوهنتون دی چې په زوريخ ښار کې موقعيت لري.د زوريخ د ټکنالوجۍ انسټيټيوټ په ۱۸۵۴ زېږديز کال کې د سويس کنفډرېشن له خوا جوړ شو او په ۱۸۵۵ زېږديز کال کې په کې لومړۍ درسي غونډه جوړه شوه.دغه انسټيټيوټ هغه مهال له شپږو پوهنځيو څخه جوړ شوی و،…

امپریال

07 زمری 1396
امپریال یا د لندن سلطنتي کالج د لندن په زړه کې پروت ستر پوهنتون دی چې د سوداګرۍ، انجنيري، طبابت او ساينس په برخو کې محصلين روزي.امپريال کالج په پيل کې د لندن پوهنتون يوه برخه وه، خو په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې هغه مهال چې د ياد پوهنتون د جوړېدو سلمه کليزه وه، د يوه خپلواک پوهنتون په توګه…

پرينسټون

07 زمری 1396
پرينسټون پوهنتون د امريکا د نيو جرسي ايالت په پرينسټون ښار کې موقعيت لري. دغه پوهنتون د متحدو ايالتونو په کچه څلورمه درجه لرغونی پوهنتون دی چې له وياړونو او لاسته راوړنو ډک تاريخ لري. پرينسټون پوهنتون د البرټ انشټاين، جان نش او پل کروګمن په څېر د لویو پوهانو کور ګڼل کېږي. پيټر سينګر چې د معاصرو پېړيو تر…

هاروارډ

07 زمری 1396
هاروارډ پوهنتون په ۱۶۳۶ زېږديز کال کې د ماساچاست سترې محکمې د رايې پر اساس د نوي کالج يا نوي ښار د کالج تر نامه لاندې فعاليت پيل کړ. په ۱۶۳۹ زېږديز کال کې وروسته له هغه چې د پوهنتون د علمي پلاوي يوه غړي له پوهنتون سره د ۴۰۰ ټوکه کتابونو او ۷۷۹ پونډو نغدو پيسو مرسته وکړه، د…