د اسلامي پراختیايي بانک سکالرشیپونه

15 سلواغه 1396 نظیم سمون

اسلامي پراختیايي بانک (IDB) د خپلو غړو، مخ پر ودې هېوادونو لپاره د یو شمېر سکالرشیپونو د تمویل پروګرام اعلان کړی دی. دغه سکالرشیپونه د ماسټرۍ، دوکتورا او د پوسټ دوکتورال (تر دوکتورا لوړو زده کړو) په برخو کې دي. د اسلامي پراختیايي بانک له لوري د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ افغانستان، بنین، بورکینا فاسو، چاد، کوموروس، ډیجیپوټي، ګامبیا، ګینا، ګیناباسو، مالدیف، مالي، موریتانیا، موزمبیق، نایجير، فلسطین، سیریلیون، سومالیا، توګو، یوګندا او یمن هغه هېوادونه دي چې کولای شي له دغه بورسونو برخمن شي.
د دغو سکالرشیپونو موخه په غړو هېوادونو کې د بشري سرچینو د تخنیکي ظرفیتونو لوړول ښودل شوي دي. د دې پروګرام په چوکاټ کې د دوکتورا او ماسټرۍ محصلینو ته به لازم امکانات برابر شي تر څو د روغتیا/طب، کرنې/ د خوړو د تولید، د اوبو سرچینو، انرژۍ/ د زېربنا پراختیا او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې څېړنې او سپړنې وکړي.
د ماسټرۍ لپاره یو کال، د دوکتورا لپاره درې کاله او د پوسټ دوکتورال پروګرام لپاره شپږ میاشتې وخت ټاکل شوی دی. په پوسټ ډوکټورال کې د ملاریا، کولرا، اېبولا، د خوړو تولید، د اوبو مدیریت او انرژۍ په برخو کې څېړنې شاملې دي.
۱. د دوکتورا پروګرام ځانګړتیاوې او شرایط:
- د دوکتورا لپاره د متقاضي عمر باید تر ۳۵ کلونو زیات نه وي او د پوسټ دوکتورال لپاره ۴۰ کاله عمر په پام کې نیول شوی دی.
- په خپل اړونده هېواد کې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې له داسې مرکز سره تړاو ولري چې څېړنیزې، اکاډمیکې او پراختیايي چارې پر مخ وړي
- متقاضي کس باید په اړونده برخه کې اکاډمیک شالید ولري، د مطالعې او څېړنې له وړتیا برخمن اوسي.
- دڅېړنې پروپوزل یې باید علمي او ټکنالوژیک بنسټ ولري او جوته شي چې د خپل هېواد لومړیتوبونه پکې منعکس شوي دي.
- پر انګلیسي ژبه پوه وي.
پوهنتونونه
اسلامي پراختیايي بانک تاسو ته اختیار درکوي چې په نړۍ کې هر پوهنتون انتخابوئ، ازاد یاست. حتی تاسو کولای شی چې په امریکا کې د هاروارډ او کولمبیا په څېر پوهنتونونه چې په نړیواله درجه بندۍ کې لومړي مقامونه لري، هم انتخاب کړی؛ خو لومړیتوب هغو انتخابونو ته ورکول کېږي چې بانک ورسره دوه اړخیز تړونونه لري. د اسلامي پراختیايي بانک له دغو پوهنتونونو سره تړون لري: د برېټانیا کېمبرېج پوهنتون، د نوټینګام پوهنتون، د لندن پوهنتون کالج او امپریال کالج، د متحدو ایالتونو پرېنسټن پوهنتون او په سعودي عرب کې د ملک عبدالله پوهنتون.
امکانات
په دې پروګرام کې لاندې اسانتیاوې شته:
- ټول اکاډمیک لګښتونه
- د اوسېدو لګښتونه
- روغتیايي بیمه
- د تګ راتګ لګښتونه
- کنفرانسونو کې د ګډون لګښتونه
- دڅېړنې لپاره لګښتونه
۲. د ماسټرۍ پروګرام لپاره ځانګړتیاوې او شرایط
د ماسټرۍ دواطلبان باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
- د غړو هېوادونو تبعه اوسي
- عمر يې تر ۳۰ کلونو پورته نه وي
- د ساینس/ټکنالوژۍ فارغ التحصیل اوسي
- د خپل هېواد د یوه اکاډمیک مرکز له لوري معرفي شوی وي
- تر زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستون شي
- کوم بل سکالرشیپ یې نه وي ترلاسه کړی
- روحي او جسمي سلامتیا ولري
د زده کړو ساحې:
ساینس، انجنیري، ټکنالوژي، طب، احصائیه، ډیموګرافي، عملیاتي څېړنه او نورې اړونده برخې.
نوملکینه:
د دې سکالرشیپونو لپاره هم د نورو په څېر په عادي ډول نوملیکنه کېږي. د اسلامي پراختیايي بانک رسمي وېب پاڼې https://www.isdb-pilot.org ته لاړ شئ او هلته د سکالرشیپ کړکۍ پرانېزئ. هلته د ماسټرۍ، دوکتورا او پوسټ دوکتورال لپاره بېلې فورمې شته، هغه ډکې او بیا له لارښوونې سره سم یې د سکالرشیپ ادارې ته واستوئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.