سپما څه ډول وکړو؟

16 سلواغه 1396 ژباړه: حمیدالله حمیدي

تاسو که په هر ډول اقتصادي پوړ کې وی، که مو عواید ډېر وي او یا هم لږ، خو که په عاقلانه ډول پیسې مصرف نه کړی، لږ نه ډېر به له داسې حالت سره مخ شی، چې جېب به مو خالي او فکر به مو خراب وي. همدا راز که مو هر څومره اقتصادي حالت خراب وي کافي ده چې پوه شی مصارف او عواید مو څه ډول سره تنظیم کړی، تر څو له خپلو پیسو څخه سمه ګټه واخلی او ډېر لږ له مفلسۍ سره مخ شی. په دې لیکنه کې هم پر دې تم شوي یو چې پیسې څه ډول ولګوو او څه ډول د اضافي مصارفو مخه ونیسو، څو له احتیاجه خلاص شو، په خوښۍ کې ژوند وکړو او په څنګ کې مو ورسره د سبا غم هم خوړلی وي.
۱- له ځان سره حساب وکړئ
عواید او مصارف مو سره پرتله کړئ. اړین مصارف، د کور کرایه، د اوبو او برېښنا بېلونه هم پرې ور زيات کړئ. له اړینو مصارفو مې موخه غذایي مواد، کالي او ... دي.
که خپل لېست ته پام وکړئ نو ځینې شیان به ووينی چې ډېرې زیاتې پیسې پرې لګي. دغسې شيان بيا هم له لېسته کم کړئ او هڅه وکړئ چې پيسې يې درته سپما شي. یو څه ته مو باید پام وي چې د لګښت پیسې مو له عوایدو کمې وي تر څو وکولی شی چې سپما وکړی.
۲- د پېرلو لپاره وخت وټاکئ
د دې لپاره چې کمې پیسې ولګوئ، په هماغه ګړۍ پرېکړه مه کوئ. په کور کې په ډېرې آرمۍ او پوره دقت سره د هغه څه لېست برابر کړئ، چې غواړی ویې پېری. له پېرلو مخکې له څو بېلابېلو مغازو لیدنه وکړئ او نرخونه سره پرتله کړئ. په کور کې یې په ارامۍ سره په اړه فکر وکړئ او د منځنۍ بيې لرونکي توکي وټاکئ. که تاسو په دې پوه وی چې څه، څه اخلئ او له مخکې مو یې په اړه فکر کړی وي، په مغازه کې به مو وخت لږ تېر شوی وي او پیسې به مو هم کمې لګولې وي.
که پېرلو ته د یوې مهمې پرېکړې په توګه وګورئ، هغه ده چې عاقلانه پرېکړه هم کوئ. که جامې اخلی نو په مغازو کې يې مه په تن کوئ. ښايي ځينو توکو ته اړتيا ونه لری، خو چې پر تن يې کړی خوښېږي مو او وروسته يې په پېرلو ډېرې پیسې ورکوی. داسې مو سپمولې پيسې هم له لاسه وځي.
۳- د پېرلو لپاره ځان مه تحریکوئ
که څه ته اړتيا نه لری، نو هسې په مغازو مه ګرځئ. مالي پروګرام جوړول یو عاقلانه کار دی. مه پرېږدئ چې احساسات او خرابات مو دغه پروګرام در ګډوډ کړي.
ډېری کسان شته چې له پېرلو خوند اخلي، خو تاسو باید خپلې پیسې په غیر ضروري شیانو ونه لګوئ. کله چې بې خوبه، ناروغ او تر تاثیر لاندې وی نو سمه پرېکړه نه شی کولی. دغه راز که په غوسه وی، په لوړ غږ موزیک اوری او د سودا اخیستو لېست در سره نه وي، بیا هم هڅه مه کوئ چې کوم څه وپېری.
۴- د پېرلو لپاره یوازې ولاړ شئ
اولادونه او هغه کسان د توکو د پېرلو لپاره مه درسره بيایی چې د ډېر څه اخيستلو عادت ولري. ان ستاسو نږدې دوست، چې ټولو پرېکړو ته مو درناوی لري، کېدای شي د دې لامل شي چې تاسو يو غير ضروري توکی وپېرئ او سپمولې پيسې مو پرې ولګوی.
د پلورونکي خبرو ته غوږ مه ږدئ. که پوښتنه لرئ، ځواب ته یې په پوره دقت غوږ کېږدئ، که نه نو د پلورونکي پر اضافي خبرو غوږونه کاڼه کړئ. که یې یوازې نه پرېښودی، ښه ده چې مغازه پرېږدی او بلې ته ولاړ شی.
د بانکي کارتونو له لارې څه مه پېرئ. دا چې د کارت په کارولو سره پیسې په فزیکي ډول ښکته او پورته نه کېږي او نه پوهېږی چې څومره پيسې مو لګولې دي، نو ښايي ډېر لګښت وکړی او سپما کړې پيسې مو له لاسه ووځي.
له اړتیا ډېرې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ، ځکه که اصافي پیسې ونه لرئ، نو په لګښتونو کې به له خورا احتياطه کار واخلی. د توکو د پېرلو لپاره بيا بيا بازار ته مه ځی او هڅه وکړئ چې بازار ته په يو ځل تللو سره د خپلې اړتيا وړ ډېر توکي وپېرئ.
۵- پر سوداګریزو اعلانونو باور مه کوئ
چاپېريال زموږ پر ورځنیو لګښتونو نېغ اغېز لري. هوښیار اوسئ او په دقت سره فکر وکړئ، چې ولې يو جنس پېری؟ د سوداګریزو اعلانونو له مخې توکي مه اخلئ. د دغسې اعلانونو پر رښتينولۍ شک ولرئ، ځکه هغه داسې جوړ شوي چې تاسو د ډېرو پيسو لګولو ته مجبور کړي. د هغوی همدا دنده ده چې د محصول خیالي بڼه تاسو ته در ښکاره کړي، نه هغه څه چې رښتیا دي.
جنس یوازې د دې لپاره مه اخلئ چې ارزانه دی. که غواړی کالي واخلئ، ښه ده چې په بازار کې له شته تخفیفونو څخه ګټه واخلئ؛ سره له دې هم که اړتيا نه لری او کالی اخلی، نو مانا يې دا ده چې سپما نه کوئ.
په بازار کې به مو ډېر ۹۹۹، ۴۹۹، ۱۹۹ او دې ته ورته شمېرو ته پام شوی وي. پام مو وي چې په دې شمېرو دوکه نه شی، ځکه دا په اصل کې هماغه ۱۰۰۰، ۵۰۰ او ۲۰۰ پوره پیسې دي. کېدای شي پلورونکی باغونه درته شنه کړي او د داسې څه اخیستو ته مو مجبور کړي چې هېڅ اړتیا ورته نه لری. دې هر څه ته باید هوښیار وی.
۶- تخفیفونو ته په تمه شئ
په ډېری هېوادونو کې د کال په یوه ټاکلي وخت کې د کالیو، بوټانو او نورو اړینو وسایلو په بيو کې تخفیف اعلانېږي. که سمدستي د کوم جنس لپاره اړتیا نه وي او په راتلونکې کې یې د پېرلو اراده لری، بیا ښه ده چې د تخفيف د اعلانېدو ورځې ته په تمه شی. ډېری داسې جنسونه شته چې خپل وخت او بازار لري. د کال په بل فصل کې یې بیا دومره پېرودونکي نه وي. د بېلګې په توګه د ژمي لپاره په اوړي کې ښه کالي پیدا کېدای شي.
۷- پلټنه وکړئ
له پېرلو مخکې د قېمتي شیانو په اړه په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ تر څو مناسب جنس پیدا کړی. داسې یو محصول پیدا کړئ چې له بودجې سره مو مناسب وي، اوږد عمر ولري او له غوښتنو سره مو برابر وي.
په بودجه کې باید د تفریح لپاره هم پیسې ولری. تفرېح ته د ځان او کورنۍ لپاره د یوې ډالۍ په سترګه وګورئ او پیسې داسې مصرف کړئ چې فکر وکړئ بېځایه مو نه دي لګولې. که پوهېدی چې تفریح درته ګرانه پرېوځي، ارزانه لار یې پیدا کړئ. د بېلګې په توګه په قېمتي هوټل کې د ډوډۍ خوړلو پر ځای په کور کې د خپلې خوښې خواړه پاخه کړئ او سینما ته د تلو پر ځای په کور کې فلم وګورئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.