یو کمربند، یوه لاره او یوه لویه سیالي

17 سلواغه 1396 (دویمه برخه) جاوید کوټوال

د زېربنا جوړولو سیالي نه یوازې د هېوادونو تر منځ ډیپلوماتیکې اندېښنې پیدا کوي، بلکې ښایي غیر منطقي او غیر ضروري پروژې په پلان کې ونیول شي.
که په اصل کې موضوعات او مسايل سیاسي وي، نو ډېر پام دې ته کېږي چې قېمته پروژې وکارول شي، خو تجارتي مفهوم به یې خورا لږ وي. د مثال په ډول، سپوږمۍ ته د انسان ختلو ډېره کمه مستقیمه ګټه درلوده، خو د پرستېژ او اعتبار لوړولو په موخه د دې کار لپاره میلیاردونه ډالره ولګول شول.
په نړیواله کچه د زيربناوو جوړولو او د لویو وچو په کچه د اړتیاوو او لومړیتوبونو مسئله، ډېره د بحث وړ موضوع ده. خو موږ په یوه داسې نړۍ کې ژوند کوو چې پرېمانه او په لویه کچه سرمایې پکې د دوران په حال کې دي او په دې منظور کارول کېږي چې نورې ګټې هم راوړي، خو په مېلیونونو انسانان په خورا غربت کې ژوند کوي.
د زيربناوو تشه په دې خاطر موجوده نه ده چې سرمایه غواړي، بلکې د هوساینې او ګټو لپاره ساختماني جوړښتونه غواړي. نړیوال کارپوهان په دې اند دي چې د زيربناوو د اړتیا او د خصوصي سکتور د فرصتونو تر منځ د صفر تر کچې اړیکې وجود لري، په دې مانا چې د خصوصي سکتور د خپلو شته فرصتونو او د نورو انسانانو د اړتیاوو تر منځ ډېر واټن موجود دی او دوی په دې لټه کې دي، څو له بېلا بېلو لارو د سرمایو پر مټ ګټې تر لاسه کړي.
د غټو او سرمایه دارو هېوادونو لپاره په لوی شمېر او د اوږدمهال لپاره د زيربناوو رغول مهمه مسئله نه ده، خو ضروري ده چې د زيربناوو رغولو لپاره د لوړې کچې اقتصادي امکانات وجود ولري. ویل کېږي، چینایي چارواکي په دې اند دي چې چین به په منځنۍ اسیا کې خپله ۳۰ سلنه او په پاکستان کې تر ۸۰ سلنې پورې سرمایه وبایلي. په مطلق ډول د سوداګریزو اهدافو نه شتون ددې لامل شوی چې د بیجېنګ د ستراتېژیکو موخو پر وړاندې د خطر زنګونه پورته شي.
د خطر دا زنګونه په ځانګړي ډول له هنده را اوچتېږي. دغه هېواد په دې اند دی چې چین غواړي په پاکستان کې د بندر رغولو په واسطه هند د چین له خوا په کړۍ کې را ایسار شي.
هند د چین- پاکستان له اقتصادي دهلېز سره چې د کشمیر له لانجمنې سیمې تېریږي، مشخصه ستونزه لري. په دې اساس د هند غبرګون او نظر د یو کمربند، یوې لارې پروژې پر وړاندې ډېر سوړ دی.
جاپان دا غږ اوچت کړی چې د چین له نوښت سره به همکاري کوي، خو دا ښکاره خبره ده چې د دوی تګلاره او پالیسي به د همکاریو په نسبت د سیالیو لورته زیاته وي.
جاپان او هند په ګډه د پلونو (اتصالاتو) لپاره لویه ستراتېژیکه ملګرتیا پیل کړې ده. په نظامي برخه کې یې په ګډه نظامي تمرینونه کړي دي. د زيربناوو په برخه کې لومړي وزيران نرېندرا مودي او شینزو ابې، د ورېښمو لارې د بدیل په توګه د اسیا- افریقا د ودې دهلېز رهبري کوي.
هند په جنوب ختیځه اسیا او ایران کې پانګونه کوي، خو له چین سره په لویه کچه سیالي نه شي کولای او نوی ډيلی چې کله د زيربناوو رغولو ته را دانګي، خپلې کورنۍ ستونزې لري. په دې اساس په اسیا کې له چین سره د سیالۍ لپاره یوازې جاپان پاتې کېږي.
جاپان له لسیزو راهیسې په اسیا کې د زيربناوو په رغولو بوخت دی او د اسیا د پراختیایي بانک او د جاپان د بین المللي همکاریو ادارې له لارې په سیمه کې خپلو تمویلوونکو مرستو او پروګرامونو ته پراختیا ورکوي.
له هغه وخت راهیسې چې بیجېنګ د یو کمربند، یوې لارې د نوښت اعلان کړی، جاپان هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې او د ولسمشر شي جین پېنګ په څېر، لومړي وزير شينزو ابې هم په اسيا کې خپلو هڅو ته پراختیا ورکړې ده.
د چین د «پور کړه او جوړ کړه» ستراتېژۍ پر وړاندې جاپان «د با کیفیته زيربناوو لپاره مشارکت» حرکت اعلان کړ. لکه چې له نومه یې څرګندېږي، جاپان په دې هڅه کې دی چې د لوړ کیفیت جاپانۍ زيربنا له لارې نه یوازې دا چې د خپل هېواد ګټې پیاوړې کړي، بلکې د “Made in China” د نوم له مسئلې سره مقابله، چې اوسمهال ډېره عامه شوې ده، هم په فکر کې لري.
نور بیا....

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.