د بروني سکالرشیپونه

22 سلواغه 1396 نظیم سمون

د سوېل ختیځې اسیا اسلامي هېواد بروني د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ۲۰۱۸-۲۰۱۹ تعلیمي کال لپاره افغان ځوانانو ته د ماسټرۍ او لېسانس په برخو کې د سکالرشیپونو د ورکړې اعلان کړی دی. ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد تعلیمي کال د ۲۰۱۸ کال په جولای کې پیل شي. په دې پروګرام کې بېلابېل ټولنیز او ساینسي علوم شامل دي چې د نوملیکنې پرمهال کولای شی د خپلې خوښې وړ څانګې ته نوملیکنه وکړی.
شرایط:
- هغه کسان چې سکالرشیپ ته نوملیکنه کوي، باید د یوه اسیايي او یا کامن وېلټ هېوادونو تبعه وي؛
- د سکالرشیپ لپاره کسان باید د حکومت له لوري معرفي شي. افغانان لومړی باید آنلاین نوملیکنه وکړي او بیا دې د نورو اسنادو ترلاسه کولو لپاره د روان لمریز کال د سلواغې تر ۲۶ مې نېټې پورې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي بورسونو ریاست ته مراجعه وکړي او خپل اسناد دې بېرته د همدې میاشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې د دغه وزارت د تحصیلي بورسونو ریاست ته وسپاري.
- د سکالرشیپ کاندید باید کومه ناروغي و نه لري او د جسمي او ذهني اړخه د زده کړو پر مخ بېولو جوګه وي. تاسو د خپلې روغتیا د تصدیق لپاره باید د یوې روغتیايي مرجع سرټیفیکېټ ولرئ.
- د لېسانس لپاره عمر د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ ټاکل شوی او د ماسټرۍ لپاره عمر باید له ۳۵ کلونو پورته نه وي؛
ګټې او اسانتیاوې:
- داخله وړیا ده. د ازموینې، راجسترېشن او نورو پروسو هېڅ راز فیس نه شته.
- د تګ راتګ لګښت، حتی له اعلان سره لیکل شوي چې د الوتکې په ایکانومي یا اقتصادي کلاس کې به ورته ټکټ بوک کېږي.
- ۵۰۰ بروني ډالره میاشتنی جیب خرڅ ( چې یو بروني ډالر شاوخوا ۵۰ افغانۍ کېږي)
- د ډوډۍ لپاره هره میاشت ۱۵۰ بروني ډالره
- د کتابونو او قرطاسیې لپاره د کال ۶۰۰ بروني ډالره
- د پوهنتون د ننه لیلیه
- روغتیايي بېمه

د اړتیا وړ اسناد:
۱ـ د اپلېکېشن فورم ډکول؛
۲ـ د لېسانس لپاره د شهادتنامې او د ماسټرۍ لپاره د ډیپلوم یا ټرانسکرېپټ لرل؛
۳ـ د تابعیت تذکره یا پاسپورټ؛
۴ـ همدارنګه د فورمې د ډکولو پر مهال د نورو اړتیا وړ اسنادو د غوښتنې مطابق د اسنادو چمتو کول.
په شرایطو پوره ټول نوماندان کولی شي چې له لاندې پتو څخه مالومات تر لاسه کړي.
پوهنتونونه:
د دارالسلام بروني پوهنتونونه www.ubd.edu.bn
د سلطان شریف علي اسلامي پوهنتون www.unissa.edu.bn
د بروني د ټکنالوژۍ پوهنتون www.utb.edu.bn
پولي تخنیک پوهنتون www.pb.edu.bn
نوملیکنه:
د سکالرشیپ لپاره نوملیکنه ساده ده. لومړی دې وېب پاڼې https://apply.ubd.edu.bn/orbeon/uis-welcome/ ته ورشئ. د لېسانس لپاره په Graduate degree لېنک او د ماسټرۍ لپاره پر undergraduate لېنک کلېک وکړئ. هلته تاسو ته یوه انلاین فورمه مخې ته راځي چې په ترتیب سره یې خپله ډکه کړئ.
همدارنګه د بروني د سکالرشیپونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت وېب پاڼې ته د دغه لینک له لارې ورشئ http://mofat.gov.bn/pages/bdscholarship2.aspx . تاسو کولای شی چې دلته د سکالرشیپ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.