یو کمربند، یوه لاره او یوه لویه سیالي

24 سلواغه 1396 (درېیمه برخه) جاوید کوټوال

د زېربناوو په برخه کې د جاپان او چین اوسنۍ مهمه سیالي د چټکو رېل ګاډو په کار اچول دي. په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جاپان هغه مزایده چین ته وبایلله، د کومې له مخې چې په اندونیزیا کې له جاکارتا تر باندونګ پورې چټکه رېل کرښه جوړېده. هغه مهال د توکیو ځواب دا و چې دوی د خپل هېواد د ملي اعتبار د ساتلو په منظور او له دې کبله چې د یادې کرښې سوداګریز مفهوم بې رنګه و، په قصدي ډول په مزایده کې شاته پاتې شول.
د کارپوهانو په باور، که د هېوادونو او په ځانګړي ډول د جاپان او چین سیالي د ښو اهدافو او اقتصادي پرمختګ لپاره وي، نو ډېر غوره کار دی او کولای شي د وروسته پاتې هېوادونو لپاره ګټوره تمامه شي؛ خو داسې نه برېښي. په بله معنا د اسیا-اروپا د سیالیو لیدلوري د دې لامل کېږي چې سرچینې له لاسه ووځي او له پولو بهر د زېربناوو معیارونه را ټیټ شي.
د یو کمربند، یوې لارې پروژې پر وړاندې د جاپان او هند دواړو سیالي په دې موخه زور اخلي چې دوی غواړي په اسیا کې د چین د مخ پر ودې نفوذ مخه ونیسي، خو د جاپان او چین د سیالیو لیدلوري بیا بل ډول دي. جاپان ته پوښتنه دا ده چې بیجېنګ د اسیا په بیا نښلولو کې څه ډول رول لوبول غواړي؟
د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو اتحاد د خپلو لسو غړو هېوادونو د نښلولو لپاره خپل لیدلوری لري، خو د یادو هېوادونو بېلوالی او اندازه او دا چې ډېری یې د چین مرستو او پیسو ته اړ دي؛ کولای شي د اسیایي اتصال نوعیت بدل کړي. د اسیا په لویه لوبه کې دوی باید د تعادل سخت کار تر سره کړي او د هغو پیسو په اړه چې د سیاسي اهدافو او یا سوداګریزو موخو لپاره دي، توپیر وکړای شي.
د منځنۍ اسیا جمهوریتونه هم د ورته تعادل ساتلو له ستونزې سره مخامخ دي. دا ځل د دوی د روسي او چینایي ګاونډیانو خبره ده. د دغو دوو قدرتونو لیدلوري له یو بل سره ډېر توپیر لري، خو په خپلو منځونو کې هم عجیبې او غریبې همکارۍ لري.
په حقیقت کې د یو کمربند، یوې لارې پروژې د نوښت پر وړاندې د روسیې نظر د مخالفت تر کچې دی. کله چې په لومړیو کې د یاد نوښت اعلان وشو، د روسیې یوه چارواکي، الکساندر ګوبیو وویل چې د چین نوښت په دې موخه دی تر څو منځنۍ اسیا له موږ ونیسي. د ده په وینا چې پوتین او شي جین پینګ نږدې شخصي اړیکې لري، خو له دې ها خوا روسیه د یو ملګري هېواد په توګه چین ته ډېره اړتیا لري.
د چین او روسیې اړیکې هغه مهال ډېرې سره نږدې شوې چې کله اروپا او د امریکا متحدو ایالتونو پر روسیې بندیزونه ولګول، روسیې د مجبوریت له مخې د چین د نوښت هرکلی وکړ او چین ته یې په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړ.
پورته څرګندونو ته په کتو سره معلومېږي چې د اسیا - اروپا د نښلولو او په یادو لویو وچو کې د زېربناوو پراخو اړتیاوو او سرچینو ته سیال قدرتونو هم کم نه دي. که په سیمه کې د امریکا حضور بېخي له پامه وغورځول شي نو چین، جاپان، هند او روسیه پر ځای او فعال لوی قدرتونه دي چې بېلابېل اهداف لري او په نورو هېوادونو کې د خپل نفوذ په فکر کې دي.
د اسیا پر څلورو لویو قدرتونو سربېره، په اروپا کې هم لوی هېوادونه موجود دي چې له پخوا نه یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د استعمار سلطې خپرې وې او اوس هم ځانونه د نړیوالو مسايلو په برخه کې د پرېکړو حقدار بولي.
په اسیا کې د پیل شوې لوبې او پر دې سربېره د چین له خوا له اروپا سره د اتصال رامنځ ته شوې فرضیه، هغه مسايل دي چې د قدرتونو کشمکش یې را منځ ته کړی او شاته پاتې هېوادونو ته یې ډول ډول ستونزې پېښې کړې دي.
وروسته پاتې هېوادونو ته پکار ده چې د نړیوالو ربړو په نظر کې نیولو سره د اړیکو په توازن ساتلو کې د خپلو هېوادونو جغرافیې او تاریخونه په نظر کې ونیسي او د راتلونکو نسلونو لپاره هغه څه په میراث پرېږدي چې د دوی د سوکالۍ او پر ځان بسياینې وسیلې وګرځي.
نور بیا....

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.