هندو- پاسفیک ستراتېژي؛ د یو کمربند، یوې لارې پر وړاندې نوې ننگونه

15 کب 1396 جاوید کوټوال

د جاپان د لومړي وزير د ستراتېژیکو چارو یوه مهم سلاکار سونورا کېنتارو، څه موده مخکې په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د «هندو-پاسفیک ستراتېژۍ» په اډانه کې د څلورو هېوادونو (جاپان، هند، استرالیا او امریکا) له خوا د یوه غښتلي اتحاد وړاندیز شوی دی. 

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې یاد څلور هېوادونه د زېربنا د جوړولو په یوه داسې نوښت فکر کوي چې د یو کمربند، یوې لارې نوښت پر وړاندې ودرېږي. د جاپان یاد چارواکي دا هم ویلي چې د چین په نوښت کې د جاپان د ورګډېدو او برخې اخیستو لپاره هم فرصتونه شته، خو لومړی پکار ده چې چین باید د جاپان او نورو دويمي هېوادونو شرطونه ومني، څو دا یقیني شي چې د دوی ګټې هم خوندي کېږي.
د جاپان لومړي وزير هم د خپل سلاکار له خبرو سره جوخت، د یو کمربند يوې لارې له نوښت سره د خپل هېواد د ورګډېدو په اړه څرګندونې وکړې، چې ښایي د شرایطو په پوره کېدو سره د جاپان مشروطه لېوالتیا زیاته کړي.
د جاپاني چارواکو په وینا، د چین په نوښت کې د برخې اخیستو لپاره د جاپان پر نورو شرطونو سربېره یو شرط دا دی چې چین باید خپلو مارکېټونو ته پوره ازادي ورکړي، څو په یاد نوښت کې د برخې اخیستلو په صورت کې د جاپان اقتصاد ته ګټه ورسېږي.
داسې هم ویل کېږي چې د اقتصادي ښېرازیو او په سیمه کې د ثبات په منظور، چین ته هم په «هندو-پاسفیک ستراتېژۍ» کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. دا تر اوسه معلومه نه ده چې دې بلنې ته بیجېنګ څه ځواب ویلی، خو ښایي د هغوی ځواب ډېر له احتیاطه ډک او د ډیپلوماتیکو الفاظو له مخې مثبت غبرګون وي، خو دا چې په عمل کې به کوم رنګ ولري، په راتلونکې کې به جوته شي.
د ډېرو شنونکو په باور، د سوېل ختیځې اسیا ډېر شمېر هېوادونه د چین په جنوبي سمندر کې د ځمکنۍ بشپړتيا پر سر ستونزې لري او ډېره تمه کېږي چې دوی له «هندو-پاسفیک ستراتېژۍ» سره ملګري شي.
یو شمېر نور کارپوهان په دې اند دي چې د «هندو-پاسفیک ستراتېژي» په سوېل ختیځه اسیا او هند کې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د چین د یو کمربند، یوې لارې پر وړاندې یو رامنځ ته شوی نوښت دی. جاپان په سمندر کې د ایسار هېواد په توګه، په دې لټه کې دی چې د هوانوردۍ او په سیمه کې د بحري ازادو کرښو په واسطه د سوېل ختیځې اسیا له هېوادونو او دغه راز له هند سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د راپورونو له مخې، هند لومړنی هېواد و چې د یو کمربند، یوې لارې له نوښت سره ګډون یې رد کړ، ځکه یاد هېواد له چین سره د ځمکو لانجه لري. دغه راز په پاکستان کې د یو کمربند، یوې لارې په اډانه کې د لوی اقتصادي دهلېز رغونه د دې لامل شوې چې هند انکار وکړي. د هند لپاره د امریکا له متحده ایالاتو سره د اقتصادي مشارکت بدیل، یوه اسانه او غوره لاره ده.
د څلورو هېوادونه له ډلې چې د یوه قوي اتحاد په لټه کې دي، د استرالیا هېواد ښايي د دريځ او ژمنتيا له پلوه تر ټولو کمزوری وي، دا ځکه چې د استرالیا اقتصاد د چین او امریکا له دواړو هېوادونو سره په مساوي مشارکت او ملګرتیا ولاړ دی.
د راپورونو له مخې، د تېرې مېلادي میاشتې په ۲۳مه د استرالیا د لومړي وزير او ولسمشر ټرمپ تر منځ په کتنه کې په دې ټینګار وشو چې استرالیا به د چین په جنوبي سمندر کې د هوانوردۍ د ازادۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او مرستې یقیني کوي.
شنونکي په دې باور دي چې د «هندو-پاسفیک ستراتېژۍ» په رامنځ ته کولو او پر مخ بېولو کې د امریکا د متحده ایالاتو لېوالتیا د دریو نورو هېوادونو په نسبت ډېره زیاته ده. پکار خو دا وه چې هند او جاپان باید له امریکا وړاندې وای، ځکه دوی له چین سره تاریخي ستونزې لري، خو له دوی دواړو امریکا مخکې ده. د امریکا د متحده ایالاتو ډېره لېوالتیا په سيمه کې د چين د پراخېدونکي نفوذ له وجې ده.
نور بیا...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.