یو کمربند، یوه لاره؛ د چین، هند او نیپال مثلث

18 غويی 1397 جاوید کوټوال

کله چې د روانې مېلادي میاشتې په لومړیو کې د نیپال د بهرنیو چارو وزیر په چین کې و، د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ يي پر هند غږ وکړ، چې په نیپال کې د نويو پروژو د عملي کولو لپاره یوه برخه وګرځي.
وانګ يي وویل، دا مهمه نه ده چې هند یا چین به دا کار کوي، خو دا پکار ده چې دواړه هېوادونه خوشاله وي، تر څو له سیاسي انتقال وروسته د نیپال نوی پرمختګ وویني.
چین غواړي په نیپال کې په لویو زېربنایي او دغه راز اتصالاتي پروژو کې لویې پانګونې وکړي، خو دا غوره بولي چې په دې کار کې خپل لوی اسیايي سیال (هند) ور ګډ کړي. ځینې چینایي او نیپالي پوهان او د چارو شنونکي د هند، چین او نیپال د درې اړخیزو همکاریو لپاره دا یو فرصت بولي، خو هندي پاليسي جوړوونکي له دې مسئلې سره ډېره لېوالتیا نه ښیي.
چین په ډېرې چټکۍ سره د همکاریو په بېلا بېلو بڼو لکه د یو کمربند، یوې لارې نوښت په مرسته، نیپال ته ننوځي؛ خو هند بيا د دوی دغه کار اندېښمن کړی دی. هندي چارواکي په دې اند دي چې نیپال به د تېر په څېر د دوی د نفوذ حوزه وي. خو دا چې چین اوس دا کار کوي، دوی ناراحته شوي، له همدې کبله یې د درې اړخیزو همکاریو وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې دا نظر د چینایي چارواکو په اشاره او ملاتړ د نیپالي سیاسي مشرانو او شنونکو له خوا مطرح شوی دی.
د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې د هند په ګوا ایالت کې د برېکس د سرمشریزې په څنډه کې د نیپال د لومړي وزير پوشپا کمال ډال، د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي او د چین د جمهور رییس شي جين پېنګ تر منځ یو نا پلان شوی مجلس جوړ شو. کله چې د نوموړې درې اړخیزې ناستې په اړه خبرونه خپاره شول او وویل شول چې دا د دریو هېوادونو تر منځ د همکاریو ناسته وه، نو سمدستي د هند د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وښود او ویې ویل چې دا د همکاریو درې اړخیزه ناسته نه وه او ډېره ښکاره ده چې هند له داسې درې اړخیزو همکاریو سره لېوالتیا نه لري.
کله چې د نیپال اوسني صدراعظم کې پي شرما اولي له هند سره اړیکې لږ ورغولې، له هغه وروسته اوس خپل وخت او انرژي په دې لګوي چې څرنګه له چین سره خپلې اړیکې او همکارۍ ژورې کړي.
په ۲۰۱۵ زېږدیز کال او د لومړي وزير اولي په پخواني حکومت کې، له هند سره د نيپال اړیکې سختې خړې پړې شوې. اوس چې بیا اولي نوی لومړی وزير شوی دی، نو یې د روان کال د اپرېل په لومړیو کې هند ته رسمي سفر وکړ او له را ګرځېدو وروسته یې وویل چې له خپل جنوبي او تاریخي ګاونډي سره يې اړیکې عادي شوې او موجود سوء تفاهم له منځه تللی دی.
لومړي وزير اولي لا له وړاندې څرګنده کړې چې د هند او چین د اړیکو تر منځ تعادل او دغه راز له نورو هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړې نږدې اړیکې یې د بهرنۍ پالیسۍ اساسي کرښې دي او په دې برخه کې یې اقتصادي ډیپلوماسي د سیاست لومړیتوب دی.
شنونکي په دې اند دي چې د نيپال صدراعظم غواړي خپل هېواد د هند له اتکا را وباسي او پر ځای یې له چین سره د لویې کچې تړونونه رامنځ ته کړي.
لومړی وزير اولي په داسې حال کې چې له هند سره ښې اړیکې ساتي، خو دا پلانونه هم لري چې له چین سره د یو ځای کېدو لپاره بېلا بېلې ساحې وټاکي. چین هم په دې لټه کې دی چې له هند سره له مخامخ کېدو پرته په نیپال کې خپل اقتصادي، نظامي او ستراتیژیک اغېز زیات کړي.
د چین لومړنی لومړیتوب دا دی چې د نیپال، هند او چین د همکاریو درې اړخیزه اډانه برابره کړي، خو لا تر اوسه هند خپله علاقه نه ده ښودلې. که درې اړخیزې همکارۍ ممکنې نه وي، چین به د هند له خوښې پرته او په تدریجي ډول په نیپال کې خپل حضور پیاوړی کړي، لکه چې دا کار یې د جنوب ختیځې اسیا په ځینو هېوادونو کې کړی دی.
له پخوانیو تجربو نه په زده کړې او دا چې اوس ښاغلی اولي د نیپال لومړی وزير دی، چین په دې اند دی چې اوسمهال په نیپال کې د خپلو رېښو د غځولو لپاره ډېر ښه طلایي چانس لري.
نور بیا....

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.