په مجازي نړۍ کې د شخصي حريم خونديتوب

18 غويی 1397 شفيع وردګ لومړيتوب.کام

افغانستان ته د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره د خلکو په ژوند کې ډېرې اسانتیاوې راغلې، خلک انټرنېټ او مجازي نړۍ ته ننوتل، خو له دې ټولو سره سره له یو لړ ننګونو سره هم مخ شول.
د نوې ټکنالوژۍ د چټک پرمختګ او د خلکو تر منځ یې د ناسمې کارونې له کبله د خلکو شخصي حریم تهدید شو.
د ټکنالوژۍ دې ناسمې کارونې، د اسلامي، قانوني او اخلاقي اصولو نه مراعاتولو؛ زموږ ټولنه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.
دا خبره ډېره کېږي چې «هېواد ته ټکنالوژي راغله، خو فرهنګ یې رانغى». د خلکو د ودونو، محفلونو او شخصي مجلسونو زیاتې ویډیوګانې پر انټرنېټ خپرېږي چې په ځینو حالاتو کې دا کار د کورنیو شخړو، طلاق او حتا وژنو د پېښېدو سبب کېږي.
۱۸کلن ځوان د خپل مور، پلار او وروڼو په مخ کې پر یوټیوب یوه ویډیو ګوري، دا ویډیو د کوم چا د واده ده. شاید تاسو به هم د ځینو خلکو په موبایلونو کې د پردیو ودونو او شخصي مجلسونو ویډیوګانې لیدلي وي.
دا ډېره ځوروونکې ده چې موږ اکثرو ته د نورو خلکو د خصوصي عکسونو او فلمونو کتل په یوې پټې نشې بدل شوي دي. خو کله مو فکر کړی که همداسې یوه چاره له موږ سره وشي، احساس به مو څه وي؟
طبیعي ده چې غبرګون به مو ډېر توند وي، خو خپله پوهېږی چې یو ځل مو شخصي معلومات مجازي نړۍ ته ووتل بیا یې کنټرولول او لرې کول تقریباً ناممکن دي. نو دا زموږ او تاسو ګډ مسوولیت دی چې یو د بل شخصي حریم په خوندي ساتلو کې مرسته وکړو او تهدید یې نه کړو.
که مو د کوم خپلوان یا ملګري واده یا کوم خصوصي مجلس وي، ښايي دا اندېښنه به حتمي درسره وي چې خدای مه کړه کومه ویډیو يا تصویر يې پر انټرنېټ خپور نه شي. دا اندېښنه ان د دې سبب شوې چې په شخصي مجلسونو کې اوس هغه پخوانی صمیمت او باور له منځه وړلاړ شي، ځکه خلک وېره لري چې څوک يې عکسونه وانخلي، غږ يې ثبت نه کړي او پر انټرنېټ يې خپاره نه کړي. که موږ خپله یو شخصي مجلس یا واده ولرو، نو دا هڅه باید وکړو چې له خپلو مېلمنو او د کورنۍ له غړو وغواړو چې عکس، ویډیو او فلم وانخلي.
د امکان تر حده پورې خپل مجلس ته ټول هغه موبایلونه او وسایل مه پرېږدئ چې د عکس، فلم او ویډیو اخيستلو اسانتیا ولري. ښايي په دې سره به ځینې دوستان درځنې خپه شي، خو دا خپګان ستاسو د شخصي حریم تر ساتنې ډېر ارزښت نه لري. په دې سره به مو هم د خپل ځان او هم د خپلو مېلمنو د شخصي حریم ساتنه کړې وي.
که په ښاري هوټلونو کې کوم واده وي، هلته خو لومړى د هوټل د ادارې له خوا په بلنلیکونو کې خلکو ته دا وریادوي چې له فيلم، ویډیو او عکس اخیستلو څخه بښنه غواړو؛ خو د کوربه په توګه به مو دا مسوولیت وي چې د خپلو مېلمنو د هرکلي تر څنګ هغوی ته دا خبره بیا هم وریاده کړو. ښايي دا به یو ستونزمن کار وي، خو بیا هم وایو چې دا زموږ او د مېلمه د شخصي حریم په خوندي کولو کې ستره مرسته کولای شي، په دې سره کولای شو چې د مغرضو خلکو مخه ونیسو.
موبایل، کمره او همدارنګه نور وسایل مو د ماشومانو یا هغو کسانو په لاس کې مه ورکوئ چې د دې وسایلو په سم کارولو باندې نه پوهېږي، ځکه په زیاتو حالاتو کې په موبایل، کمره او کمپیوټرونو کې شته مواد د همدې ماشومانو په لاس کې د ورکړې له امله مجازي نړۍ ته وتلي دي.
زموږ پلرونه او د کورنۍ مشران خپلو بچیانو ته دا نه ور زده کوي چې سایبري نړۍ کې باید خصوصي معلومات خپاره نه کړي.
یو وخت مې پر فېسبوک د یوې ښځې کیسه ولوسته؛ هغې ويل: «یوه ورځ مې د کور کمپیوټر خراب شو، د جوړولو لپاره مې بازار ته یووړ، څو ورځې وروسته مې یو خپلوان په سخته غوسه کور ته راغی او د ځینو عکسونو په اړه یې راته وویل، چې په پلانکۍ وېبپاڼه كې خپاره شوي، له بده مرغه دا عکسونه ما په خپل کمپیوټر کې ساتلي وو او په دې عکسونو کې د هغه د کورنۍ د ښځو عکسونه هم وو. لومړى مې په دې خبره باور ونه کړ، خو وروسته مې ولیدل، چې رښتیا هم زموږ شخصي عکسونه خپاره شوي وو. لاړم، له کمپیوټر جوړوونکي څخه مې شکایت وکړ، خو هغه منکر شو او هېڅ مې ونه شو کولای».
یوه اونۍ مخکې مې پر فېسبوک یوه ملګري یو لېنک را واستاوه، هغه د یو سندرغاړي د شخصي مجلس یو ویډیو کلېپ و.
ملګري مې زیاته کړه، ځينې داسې كسان شته چې د خلکو د شخصي او خصوصي محفلونو فلمونه پیدا کوي او بیا یې بېرته په مربوطو کورنیو په لوړه بیه پلوري او که پیسې ورنه کړي، نو د خپرولو ګواښ يې ورته کوي.
کله مو چې یو نوی کمپیوټر، موبایل یا نور وسایل اخیستل، تر هر څه لومړى یې پر امنیت فکر وکړئ چې څنګه کولای شی خپل کمپیوټر، موبایل او یا ټبلېټ خوندي وساتی. په دې سره کولای شی چې خپل شخصي حریم خوندي کړی.
مثلاً که تاسو د ورډ یو مهم فایل ولری، نو هغه ته پسورډ ورکړئ. په خپل موبایل او کمپیوټر کې پرتې ډېټا د ساتنې لپاره له اېنکرېپشن سافټویرونو څخه ګټه واخلئ.
هېڅکله مو مهم اسناد او فایلونه په هغو وسایلو کې چې نور کسان یې هم کاروي یا له انټرنېټ سره وصل وي مه ساتئ. خپل ځینې مهم او شخصي فایلونه په سيډي یا ډيويډي کې رایټ کړئ او د خپل کور یا اطاق په یوه خوندي ځای کې یې کېږدئ.
د شخصي حریم خوندیتوب د هر کس یو بشري حق دی.
متأسفانه په افغانستان کې سایبري جرمونو ته ډېر مؤثر قانون نه دى جوړ شوى او په ځينو شته قوانينو كې دې جرايمو ته د ټاكل شوې كمزورې او ناڅرګندې سزا نه پلي کېدل د دې سبب شوي چې د خلکو د خصوصي معلوماتو په خپراوي اخته کسان، په یو ډول ځان خوندي وګڼي.
یو ځل بیا غواړم یاده کړم چې د شخصي حریم په ساتنه کې خلک او دولت په ګډه مسوول دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.