د کاروبار مفهوم

19 غويی 1397 اتمه برخه د بهرنۍ سوداګـرۍ د رامنځته کېدو عوامل لیکنه: ګلاب بهار

د هېوادونو تر منځ اړيکې خورا اړینې دي. هر هېواد اړ دی چې له نورو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې اړیکې ولري، یو له بل سره اجناس او خدمتونه تبادله کړي او یا دا چې د کار، ځمکې او سرمایې په څېر د تولید عوامل له یوه اقتصاد څخه بل اقتصاد ته ولېږدوي تر څو د ژوند له غوره معیار څخه برخمن شي.
خو پوښتنه دا ده چې هغه کوم عوامل دي چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ايجاد سبب شوي دي؟
د پوښتنې په ځواب کې ویلی شو چې مختلف عوامل شته چې د هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د ایجاد سبب ګرځي، په دې لړ کې په اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې راکړه ورکړه د هېوادونو د اړیکو په موضوع کې تر بحث لاندې نيول کېږي.
د بهرنۍ سوداګرۍ د منځته راتګ علتونه په لاندې توګه بیانوو:
1. متفاوت اقتصادي جوړښتونه: ښکاره خبره ده چې د تولید عوامل په هر ځای او هر هېواد کې په مساوي توګه نه دي وېشل شوي، بلکې په مختلفو ځایونو او هېوادونو کې د تولید عوامل د جنسیت، کمیت او کیفیت له مخې توپیر لري. دا وېش د دې لامل کېږي چې مختلف هېوادونه بېلابېل او متفاوت اجناس تولید او تبادله کړي.
2. د ترانسپورټ په برخه کې نوي کشفیات او پرمختګونه: دویم عامل چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا سبب شوی، د ترانسپورټ په برخه کې نوي کشفیات او پرمختګونه دي. دا نوي کشفیات د دې لامل شوي چې نوې سیمې کشف او له هغو سره اقتصادي اړیکې غښتلې شي.
3. د نفوس زیاتوالی: د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا درېیم عامل د نفوسو زیاتوالی دی.
له صنعتي انقلاب وروسته، کله چې د طب په برخه کې پرمختګونه وشول، نو د نړۍ نفوس په چټکۍ سره زیات شو او دغه د نفوسو زیاتوالی د زیاتې تقاضا د ایجاد لامل شو؛ نو څرنګه چې ځینې هېوادونو د نفوسو دغه تقاضاوې د هېواد په د ننه کې نه شوی پوره کولی، نو دوی مجبور شول چې د نورو هېوادونو څخه د وارداتو له لارې دغه خلا ډکه کړي.
4. د قېمتي فلزاتو زیاتوالی: د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا څلورم عامل د قېمتي فلزاتو زیاتوالی او د هغو رول دی. جغرافیايي مطالعات، څېړنې او اکتشافات، زیاتو اروپایي هېوادونو ته د طلا او نقرې د ورود لامل شول، څنګه چې طلا او نقرې د مروجو پیسو نقش درلود، ځکه خو د طلا او نقرې بیې ورځ تر بلې لوړې شوې. د قېمتونو لوړوالی د استخدام له حالت سره جوخت د تولیداتو د تشویق سبب شو او د تولیداتو لپاره بازار موندنه او همدا راز د داخلي تولید لپاره د خامو توکو برابرول د دې سبب شول چې هېوادونه استعماري فعاليتونو ته وهڅوي.
5. د متشبثې طبقې رامنځته کېدل: هغه عوامل چې پورته مو ذکر کړل، د دې لامل شول چې متشبثه طبقه رامنځته شي او د خپلو ګټو لپاره له لرې او ارزانه سرچینو څخه د استفادې هلې ځلې پيل کړي. نوي نوي اجناس یې په خپل کاروبار کې اضافه او پېرودونکو ته يې معرفي کړل چې د مفاد د انګېزې دغه پایله د دې لامل شوه چې متشبثین د خپلو اجناسو د پلور لپاره د بازار د پراختیا هڅې پیل کړي او له بهرنيو هېوادنو سره خپل سوداګریز روابط تنظيم کړي.
6. اقتصادي ذهنيت: شپږم څه چې د بهرنۍ سوداګرۍ د ایجاد او پراختیا لامل شو، اقتصادي ذهنیت او عقیده وه. اقتصادي ذهنیت او عقیده داسې وه چې اقتصاد په خپله په تجارت کې د غوره کفایت او مؤلدیت لرونکی دی او یا هره منطقه په تولید کې تخصص موندلی شي، چې د طبیعي او تخنیکي شرایطو له مخې تر ټولو ښه مؤلدیت منځته راوړي؛ نو د اشخاصو او ملتونو تر منځ تبادله د دې باعث ګرځي چې ټول خلک د ژوند له غوره سطحې څخه برخمن شي.
د کورنۍ او بهرنۍ سوداګريو توپير
د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ ترمنځ توپیرونه په لاندې ډول دي:
1. په پيسو کې توپير: په کورنۍ سوداګرۍ کې له ملي پيسو څخه استفاده کېږي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې برعکس، د هغه هېواد له پيسو څخه استفاده کېږي، له کوم سره چې سوداګري صورت نیسي.
2. له سوداګریزو چارو ناخبري: په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګر له خپل داخلي مارکېټ څخه پوره معلومات لري او د مارکېټ له حالت څخه خبر وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې سوداګر د مارکېټ معلومات په مشکله پيداکوي او له هغې څخه نه خبرېږي.
3. سوداګریز خنډونه: په کورنۍ سوداګرۍ کې سوداګریز خنډونه نه وي او که وي ډېر کم وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې زیات سوداګریز خنډونه موجود وي. لکه لوړ مالیات، جوازنامې او داسې نور.
4. سوداګریز خطرات: په کورنۍ سوداګرۍ کې د توکو او اجناسو لپاره ډېر کم خطر موجود وي، بر عکس په بهرنۍ سوداګرۍ کې خطرات زیات وي.
5. سرحدات: کورنۍ سوداګري د یو هېواد د سرحد په داخل کې صورت نیسي خو بهرنۍ سوداګري د هېواد د سرحداتو څخه د باندې صورت نیسي.
6. د ترانسپورټ مصارف: په کورنۍ سوداګرۍ کې د ترانسپورټ مصارف کم وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ترانسپورټ مصارف زیات وي.
7. تصدیق پاڼه: په کورنۍ سوداګرۍ کې تصدیق پاڼې ته اړتیا نه وي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې د تصديق پاڼې شتون اړين وي.
8. بيمه: په کورنۍ سوداګرۍ کې د بيمې خدماتو څخه ډېره کمه يا بېخي استفاده نه کېږي، خو په بهرنۍ سوداګرۍ کې بيمې ته شدیده اړتیا وي.
په بهرنۍ سوداګرۍ کې د قېمت ډولونه
ځېنې وختونه په بهرنۍ سوداګرۍ کې د توکو او اجناسو د قېمت د تعینولو په وخت کې په توکو او اجناسو باندې د قیمت مختلف ډولونه هم علاوه کېږي. صادروونکي او واردوونکي د اجناسو د اندازې او کیفیت له تعینولو وروسته پر دې هم موافقه کوي چې صادروونکی به په کوم قیمت او کوم ځای کې مالونه واردوونکي ته سپاري. د دغو شرایطو په پام کې نيولو سره قېمتونه هم په مختلفو ډولونو وېشل شوي چې دلته یې يادونه کوو:
الف- د F.A.S قیمت: دغه قیمت چې د Free Along Side ship څخه اخيستل شوی دی، د هغه قېمت څخه عبارت دی چې په هغه کې د اجناسو پر اصلي قیمت سربېره ټول هغه مصارف شامل وي چې پر اجناسو د لېږد را لېږد پر مهال راځي.
ب- د F.O.B قېمت: دا د Free on Board لفظ څخه اخيستل شوې اصطلاح ده چې پر بېړۍ یا د بېړۍ له لارې د ازادې سوداګرۍ مانا لري. کله چې پر F.A.S قېمت هغه مصارف هم ور جمع شي چې کښتۍ ته د اجناسو په پورته کولو راځي، نو F.O.B قېمت يې بولي.
ج- Ex –Ship قېمت: کله چې د اجناسو پر اصلي قېمت د کښتۍ کرايه هم ور جمعه شي نو EX. Ship قېمت يې بولي.
د- In Bondقېمت: In Bond له هغه قېمت څخه عبارت دی چې د جنس پر اصلي بيې، د توليد له ځايه تر ګودامه د اجناسو پر لېږدولو راځي. یا کله چې له Ex-Ship قېمت سره د واردوونکي د ګودام مصارف هم يو ځای شي نو In Bond قېمت يې بولي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.