خاوند او مېرمن په مالي مسایلو کې د یو بل غوره ملاتړي!

06 غبرګولی 1397 ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بریالي خاوند د بریا راز د ځيرکې مېرمنې درلودل دي. خاوند او مېرمن په مالي مسایلو کې د یو او بل د بازو په څېر دي. ډېری مالي ستونزې د ناڅاپي او هغه څه د پېرلو له کبله رامنځته کېږي چې له وړاندې یې په اړه بحث او خبرې نه وي شوې. پیسې زموږ له احساساتو سره تړلې دي. کېدای شي تاسو هم یو وخت د دې لپاره پیسې مصرف کړې وي، څو د یو چا زړه ته لار ومومی او یا هم ور سره سیالي وکړی، بې له دې چې پایلو ته مو یې پام کړی وي. خاوند یا مېرمن په خپل ګډ ژوند کې کېدای شي بې له دې چې خپل راتلونکي ته پام وکړي، ګټلې پیسې د باد په خوله کې ورکړي، څه چې ګټي ټولې څټي او یا دا چې که یوه ګټي؛ دوې مصرفوي. خو که دواړه بیا دا ډول عادت ولري، نو پوه شئ چې د ژوند بېړۍ یې ډوبه ده.
ارواپوهانو هغه لارې چارې په ګوته کړې، چې په مرسته یې خاوند او مېرمن د نړۍ د نورو جوړو په پرتله د پیسو د ښه مدیریت له کبله ښه او خوښ ژوند لرلی شي. بریالۍ جوړې تر ډېره په خپلو کې په دې اړه مشورې کوي چې کوم څه د دوی لپاره ډېر اړین دي چې ویې پېري. د هر څه لپاره ځانګړی پروګرام جوړوي او په داسې ډول مخ ته ځي چې د ناڅاپي ستونزو د پیدا کېدو څخه په اسانۍ ځان وژغوري. دا چې غوره جوړې نورې کومې غوره مالي ځانګړنې لري، په دې لیکنه کې ورته اشاره کوو:
۱- د پیسو په اړه له یو بل سره سلا کوي
کېدای شي ډېری جوړې داسې هم وي چې په خپل ژوند کې د مالي مسایلو پر ځای نورو هغو ته ډېر ارزښت ورکوي او په دې اړه یې تر منځ هېڅ راز خبرې نه تبادله کېږي. په ذهن کې یې هماغه د مجردۍ د دورې فکرونه وي؛ تر ډېره داسې فکر کوي چې یوازې د خپل ځان د لګښت مسوولیت ور په غاړه دی، په داسې حال کې چې داسې نه ده. کله چې ګډ ژوند پیلېږي هر څه بدلون کوي، په تېره بیا زموږ په ټولنه کې د خاوند پر اوږو یو دروند بار اېښودل کېږي چې ترې لاندې تلل ځانګړو لارو چارو او مهارت ته اړتیا لري.
۲- له مالي اړخه یو بل ښه درک کوي
غوره جوړې په دې پوهېږي چې خپلې پیسې په څه ډول مدیریت کړي. دغه ډول کسان خپل مقابل اړخ په پوره توګه پېژني چې د ژوند ملګری یې څه ډول کس دی؟ بې پروا دی او که د راتلونکي غم هم ور سره دی؟ هغوی له یو بل سره مرسته کوي چې څنګه وکولی شي له اقتصادي ستونزو ځان وباسي او د حل لارې چارې ورته پیدا کړي.
۳- ګټلې پیسې په دوو برخو وېشي
د غوره جوړو شریک بانکي حساب دواړه سره نږدې ساتي او یو پر بل یې د باور کچه لوړوي. دغه ډول شریک بانکي حساب د دوی لپاره اړین دی؛ ځکه چې کولی شي د خپل ورځني ژوند هغه پیسې چې دوی یې باید له خپل حسابه ورکړي، لکه د برېښنا بېل، د خوراکي توکو لګښت او نورې ورځنۍ اړتیاوې له همدغه بانکي حسابه خلاصې کړي. دغه راز دوی هره میاشت خپلې ګټلې او د لګښت پیسې سره محاسبه کوي، څو خپلو موخو ته په اسانۍ ورسېږي او له کومې جدي ستونزې سره مخ نه شي. مهمه نه ده چې د پیسو ساتلو لپاره هرو مرو په بانک کې حساب ولري، بلکې کولی شي په خپل کور کې هم ګټلې پیسې په دوو برخو ووېشي، یوه برخه یې سپما او بله برخه یې د ورځنيو چارو د پر مخ بېولو لپاره ځانګړې کړي؛ ځکه زموږ په ټولنه کې تر اوسه د کورنۍ د هر غړي لپاره د بانکي حساب جوړول نه دي دود شوي.
۴- پیسو ته د وسیلې په توګه ګوري
غوره جوړې په دې پوهېږي چې پیسې یوازې د دوی لپاره یوه وسیله ده. دوی دا په ښه توګه درک کوي چې د پیسو په وسیله یوازې کولی شي خپلو موخو ته ورسېږي او خپلې ورځنۍ چارې پرې په اسانۍ سره مخ ته بوځي. دوی هېڅکله هم دا فکر نه کوي چې پیسې دې دوی ته خوښي راوړي، بلکې مادیات یوازې د ژوند د پر مخ بېولو یوه وسیله ګڼي.
ښکاره ده چې پیسې هېڅکله هم چا ته خوښي نه شي وربښلی، ډېری داسې کسان شته چې له مالي اړخه ښه پر ځان بسیا دي، خو له خپل ژونده خوند نه شي اخیستلی، تل یې ژوند له کړاوونو او ستونزو ډک وي، خوښي په پیسو کې نه موندل کېږي، ډېرې نورې اسانه لارې چارې شته چې په عملي کولو سره یې کولی شی له خوښیو ډګ ژوند ولری.
۵- د تفریح او چکر لپاره پیسې بېلوي
که غواړی چې تاسو هم د دغه ډول جوړو په څېر شی، باید د ژوند یوه برخه مو مېلې، چکر وهلو، پارک ته تللو او نورو تفرېحي پروګرامونو ته ځانګړې کړئ چې تاسو ته خوښي در بښلی شي. که تاسو له روحي اړخه ارامه وی، کولای شی په ډېرې اسانۍ خپلو مالي ستونزو ته د حل لاره پیدا او لا پرمختګ وکړی. تر څنګ یې د ورځې یو ځانګړی وخت د ورزش لپاره هم ځانګړی کړئ او که وخت نه لری، بسنه کوي لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلي وګرځی.
۶- سپما یې عادت وي
له سپما څخه موخه دا ده چې له پیسو په سمه توګه ګټه واخيستل شي؛ تاسو پوهېږی چې کوم شی باید څه وخت وپېری. سخي و اوسئ خو له خپلو پیسو سره بې باکي مه کوئ، د نورو خلکو په غوښتنه مو د ځان لپاره شی مه اخلئ، کله مو چې ورته اړتیا پیدا شي، هغه وخت بیا کولی شی د خپلې خوښې وړ شیان وپېری، نه د احساساتو او سیالۍ له مخې.
یادونه:
که غواړی راتلونکې مو تضمین کړی، له بې پروګرامه او ناڅاپي پېرلو څخه ډډه وکړئ. اعتباري کارتونه او ډېرې پیسې له ځان سره مه ګرځوئ. بې له دې چې د پېرلو پر مهال مو د زړه خبرې ته غوږ کېږدی، ځان ته وخت ورکړی او په اړه یې فکر وکړئ. خاوند او مېرمن دواړه باید پر خپلو لګښتونو محدودیت وضع کړي. دغه څه بیا هم تر ډېره ستاسو په عوایدو پورې اړه لري. د کور د اړینو توکو د اخیستو لپاره میاشتنی پروګرام جوړ کړئ، تر څو له ورځني پېرلو څخه خلاص شی؛ ځکه که تاسو هره ورځ د سودا اخیستو لپاره بازار ته ځی، هرو مرو یې په څنګ کې د هغه څه اخیستو ته هم مجبورېږی چې په لېست کې مو یې نوم نشته. له مېرمنې سره مو په اونۍ کې یو ځل د مالي مسایلو په اړه خبرو کولو ته وخت ځانګړی کړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.