د یو کمربند، یوې لارې پر وړاندې نوې ستونزه

07 غبرګولی 1397 جاوید کوټوال

 لوبه نوی رنګ اخلي. دا ځل د چین اصلي سیالان د عمل ډګر ته راوځي. د جاپان صدراعظم د ستراتیژیکو چارو یوه مهم سلاکار سونورا کېنتارو، تېره اونۍ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د «هندو - پاسفیک ستراتیژۍ» په اډانه کې د څلورو هېوادونو؛ جاپان، هند، استرالیا او امریکا متحدو ایالتونو له خوا د یوه غښتلي اتحاد وړاندیز شوی دی. 

له دې وړاندې راپورونه خپاره شول چې یاد څلور هېوادونه د زېربنا جوړولو په یوه داسې نوښت فکر کوي تر څو د یوه کمربند، یوې لارې چینایي نوښت پر وړاندې رامنځته شي. یاد جاپاني چارواکي دا هم ویلي چې د چین په نوښت یوه کمربند یوې، لارې کې ‎د برخې اخیستو لپاره هم فرصتونه شته، خو لومړی پکار ده چې چین باید د جاپان او نورو دویمي هېوادونو شرطونه ومني، تر څو دا یقیني شي چې د دوی ګټې هم خوندي کېږي.
د جاپان صدراعظم هم د خپل سلاکار له خبرو سره جوخت د یوه کمربند،یوې لارې له نوښت سره د خپل هېواد د یو ځای کېدو په اړه څرګندونې وکړې چې ښایي د شرایطو په پوره کېدو سره د جاپان مشروطه لېوالتیا زیاته کړي.
د جاپاني چارواکو په وینا، د چین په نوښت کې د برخه اخیستو لپاره د جاپان پر نورو شرطونو سربېره یو دا دی چې چین باید خپلو مارکېټونو ته پوره ازادي ورکړي تر څو په یاد نوښت کې د برخه اخیستلو په صورت کې د جاپان اقتصاد ته ګټه ورسېږي.
داسې هم ویل کېږي چې د اقتصادي ښېرازیو او په سیمه کې د ثبات په منظور، چین ته هم په «هندو-پاسفیک ستراتیژۍ» کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. دا تر اوسه معلومه نه ده چې بیجېنګ دې بلنې ته څه ځواب ویلی، خو ښایي د هغوی ځواب ډېر له احتیاط نه ډک او د دیپلوماتیکو الفاظو له مخې مثبت غبرګون وي او دا چې په عمل کې به کوم رنګ لري، راتلونکې یې روښانولی شي.
د ډېرو شنونکو په باور، د جنوب ختیځې اسیا ډېر شمېر هېوادونه د چین په جنوبي سمندر کې د ځمکنۍ بشپړتیا پر سر ستونزې لري او ډېره تمه کېږي، چې دوی له «هندو-پاسفیک ستراتیژۍ» سره ملګري شي.
یو شمېر نور کارپوهان په دې اند دي چې د «هندو-پاسفیک ستراتیژي» په جنوب ختیځه اسیا او په هند کې د امریکا د متحدو ایالتونو په مشرۍ د چین د یو کمربند، یوې لارې پر وړاندې رامنځته شوی نوښت دی. جاپان په بحر کې د ایسار هېواد په توګه په دې لټه کې دی چې د هوا نوردۍ او په سیمه کې د بحري ازادو کرښو په واسطه د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو او دغه راز له هند سره خپلې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.
د راپورونو له مخې، هند لومړنی هېواد و چې د یو کمربند، یوې لارې له نوښت سره یو ځای کېدل یې رد کړل، ځکه یاد هېواد له چین سره د ارضي تمامیت ستونزه درلوده او دغه راز په پاکستان کې د یوه کمربند، یوې لارې په اډانه کې د لوی اقتصادي دهلېز رغونه د دې لامل شوه چې هند انکار وکړي. د هند لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اقتصادي مشارکت بدیل، یوه اسانه او غوره لاره ده.
له څلورو هېوادونو څخه چې د یوه قوي اتحاد په لټه کې دي، د استرالیا هېواد به یې د ژمنتیا له اړخه تر ټولو کمزوری وي، ځکه چې د استرالیا اقتصاد د چین او امریکا په مساوي مشارکت او ملګرتیا ولاړ دی.
د راپورونو له مخې، د روانې میلادي میاشتې په ۲۳ مه د استرالیا د صدراعظم او ولسمشر ټرمپ تر منځ په کتنه کې په دې ټینګار وشو چې استرالیا به د چین په جنوبي سمندر کې د هوانوردۍ د ازادۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او مرستې یقیني کوي.
شنونکي په دې باور دي، چې د «هندو-پاسفیک ستراتیژۍ» په رامنځ ته کولو او پر مخ بېولو کې د امریکا د متحدو ایالاتو لېوالتیا د دریو نورو هېوادونو په نسبت ډېره زیاته ده. پکار خو دا وه، چې هند او جاپان باید له امریکا وړاندې وای، ځکه دوی له چین سره تاریخي ستونزې لري، خو له دوی دواړو امریکا مخکې ده. د امریکا د متحدو ایالاتو ډېره لېوالتیا د چین د هغه پراخېدونکي نفوذ له وجې ده کوم چې په سیمه کې په زیاتېدو دی.
نور بیا...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.