سرسايه

21 غبرګولی 1397 لومړۍ برخه

سرسايه واجب ده او له زکات مخکې، د هجرت په دويم کال د شعبان په مياشت کې، هغه مهال چې روژه فرض شوه، نو سرسايه هم واجب شوه.
د سرسايې وجوب له يو شمېر احاديثو څخه ثابت دی چې ځينې يې په لاندې ډول دي:
1- عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : صَدَقَةُ الْفِطْرِ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ صَغِيرٍ أَوْ كَبِيرٍ ، حُرٍّ أَوْ عَبْدٍ ، ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى صَاعٌ مِنْ تَمْرٍ أَوْ صَاعٌ مِنْ شَعِيرٍ.
ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر مسلمان کوچني، لوی، ازاد، مريي، نارينه او ښځينه، واجب ده .
په پورتني حديث کې د «على» توری راغلی چې د وجوب او لزوم لپاره کارول کېږي او په بل حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم سرسايې ته واجب او حق ويلي دي چې دا د وجوب او لزوم يو بشپړ څرګند دليل دی. ابن عباس رضی الله عنهما وايي:
2- أن رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر صارخا ببطن مكة ينادي أن صدقة الفطر حق واجب على كل مسلم صغير أو كبير ذكر أو أنثى حر أو مملوك حاضر أو باد صاع من شعير أو تمر.
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه کې يو اواز کوونکي ته د اواز کولو امر وکړ چې له وربشو او خرماوو يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، نارينه، ښځينه ، ازاد، مرېيه، ښاري او سارايي مسلمان حق او واجب ده .
3- عن الحسن أن بن عباس خطب بالبصرة فقال أدوا زكاة صومكم فجعل الناس ينظر بعضهم إلى بعض فقال من ها هنا من أهل المدينة قوموا إلى إخوانكم فعلموهم فإنهم لا يعلمون أن رسول الله صلى الله عليه و سلم فرض صدقة الفطر على الصغير والكبير والحر والعبد والذكر والأنثى نصف صاع من بر أو صاعا من تمر أو شعير.
ژباړه: له حسن رحمه الله څخه روايت دی چې ابن عباس رضی الله عنهما په بصره کې د وينا په ترڅ کې وويل: د خپلو روژو زکات ادا کړئ؛ نو خلکو يو بل ته وکتل؛ بيا يې وويل: دلته د مدينې له خلکو څوک شته؟ ولاړ شئ خپلو وروڼو ته وروښاياست ځکه هغوی نه دي خبر، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له غنمو څخه نيم صاع او له خرما او وربشو څخه يو صاع سرسايه پر هر کوچني، لوی، ازاد، مرېيي، نارينه او ښځينه، فرض کړې ده .
د سرسايې شرطونه:
1- د سرسايې لومړی شرط اسلام دی. په کافر سرسايه نشته ځکه دا يو ډول عبادت دی، له همدې امله، له نيت پرته نه اداکېږي او کافر د عبادت وړتيا نه لري.
2- دويم شرط يې ازادي ده، په مرېيي سرسايه واجبه نه ده، ځکه مرېيی له ازادۍ مخکې د څه شي څښتن نه وي، هر څه چې ورسره وي هغه يې د بادار وي.
3- د سرسايې لپاره نصاب هم شرط دی، ځکه د ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: لاَ صَدَقَةَ إِلاَّ عَنْ ظَهْرِ غِنًى ، وَالْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى ، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ.
ژباړه: (وجوبي) صدقه يوازې د شتمنۍ په حالت کې لازمه ده، ورکوونکی لاس، تر اخيستونکي لاس غوره دی او له خپلوانو يې پيل کړه .
د سرسايې د وجوب لپاره نصاب شرط دی خو بلوغ او عقل نه دي شرط؛ نو ځکه پر هر ازاد مسلمان کوچنی وي او که لوی، نارينه وي او که ښځينه، هوښيار وي او که لېونی سرسايه واجب ده په دې شرط چې د نصاب په اندازه مال ولري او له هر ډول اړتياوو لکه ځای، جامو، د کور سامانونو، سپرلۍ، سلاح او اولاد څخه زيات وي.
د کومو کسانو له خوا سرسايه ورکول اړين دي؟
کله چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن شي؛ نو د لاندېنيو کسانو سرسايه پرې لازمېږي :
الف- د خپل ځان او نابالغو اولادونو سرسايه؛
ب: د داسې بالغ لېوني اولاد چې هغه د نصاب په اندازه مال ونه لري؛
ج- پر نيکه د هغو نابالغو يتيمانو سرسايه چې د نصاب په اندازه مال ونه لري؛
د- همدارنګه د بې وزله لېوني پلار سرسايه پر شتمن اولاد لازمه ده.
د کومو کسانو سرسايه پر بل چا لازمه نه ده؟
سره له دې چې يو تن د نصاب په اندازه د مال څښتن وي؛ خو د لاندېنيو خلکو سرسايه پرې لازمه نه ده :
الف- پر شتمن اولاد د روغ مور او پلار سرسايه نه ده لازمه، که څه هم د هغوی لګښت يې پرغاړه وي ؛
ب- د بالغو اولادونو سرسايه پر پلار لازمه نه ده؛
ج- پر تره د ورېرونو او نورو خپلوانو سرسايه لازمه نه ده، که څه هم هغوی بی وزله او نابالغه وي؛
د- پر مېړه د خپلې مېرمنې سرسايه لازمه نه ده؛
که چېرې نوموړي کسان شتمن وو خپله سرسايه به په خپله ورکوي او که بې وزله وو نو له سره سرسايه پرې نشته. که له دې هر څه سره سره بيا هم يو شتمن کس د نوموړو کسانو له امر پرته له خپله ځانه د هغوی سرسايه اداکړي، اداکېږي.
دوام لري...

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.