سرسايه

22 غبرګولی 1397 دويمه برخه...

د سرسايې او زکات تر منځ توپير :
سرسايه په نصاب کې د زکات په څېر ده چې يو تن به له کور، د کور له سامانونو، جامو، سپرلۍ، وسلې او نورو اړتياوو څخه زيات د نصاب په اندازه مال لري بيا سرسايه پرې لازميږي، خو په ځينو حکمونو کې بيا توپير ورسره لري چې په لاندې ډول دي :
1- د زکات د نصاب لپاره نغدې پيسې يا بل تجارتي مال چې په سوداګرۍ سره زياتوالی پکې راشي اړين دی او په سرسايه کې ضروري نه دي چې د نصاب په اندازه له اړتيا زيات مال دې د سوداګرۍ لپاره وي او په هغه کې دې د سوداګرۍ له لارې زياتوالی راشي.
2- د زکات پر نصاب د کال تېرېدل (حولان حول) هم ضروري دي. د کال له تېرېدو مخکې زکات نه واجبېږي او په سرسايه کې د کال تېرېدل اړين نه دي، بلکې که د کوچني اختر له سهار راختو لږ مخکې يو څوک د ټاکلي نصاب څښتن شي، سرسايه پرې لازمه ده.
3- کله چې يو څوک د نصاب په اندازه د مال څښتن شي زکات پرې واجب شو. بيا که د زکات له ورکولو مخکې هغه مال له منځه ولاړشي زکات يې هم له غاړې ساقطېږي، خو سرسايه د يو ځل واجبېدو وروسته نه ساقطېږي؛ ځکه هغه تر انسان پورې تړاو لري او هغه شته دی.
4- که يو څوک تر اوسه د نصاب څښتن نه وي او سرسايه ورکړي بيا وروسته د نصاب څښتن شو، نو همغه ورکړې سرسايه يې صحيح ده بيا يې ورکول پرې لازم نه دي؛ ځکه سبب د سرسايې چې انسان و هغه شتون لاره؛ خو زکات له نصاب مخکې نه صحيح کېږي، ځکه د زکات لپاره سبب د نصاب په اندازه مال دی او هغه د ورکړې په وخت کې شتون نه لاره.
5- زکات هندو يا بل کافر ته ورکول روا نه دي خو سرسايه (ذمي) هندو يا بل هر هغه کافر ته چې د اسلامي هېواد قوانين يې منلي وي ورکولی شو.
6- د زکات د وجوب لپاره عقل او بلوغ شرط دي، خو د سرسايې د وجوب لپاره دا دواړه شرط نه دي؛ نو که يو کوچنی يا ليونی د نصاب په اندازه مال ولري سرسايه پرې لازمه ده د هغوی له ماله به ورکول کېږي.
د سرسايې اړوند مسئلې :
مسئله: د سرسايې د وجوب وخت د کوچني اختر له سهار راختو پيل کېږي، نو که له سهار راختو مخکې د چا بچی پيدا شو، يا بېوزله و شتمن شو، يا کافر و مسلمان شو، سرسايه پرې لازمه ده او که يو څوک له سهار مخکې مړ شي او يا له سهار راختو وروسته يې بچی پيدا شي يا څوک شتمن يا مسلمان شي بيا سرسايه پرې لازمه نه ده.
مسئله: سرسايه د کوچني اختر له سهار را ختو سره واجبېږي، خو که يې څوک د کوچني اختر له سهار راختو مخکې، بلکې له روژې مخکې ورکړي هم اداکېږي.
مسئله: غوره دا ده چې سرسايه د کوچني اختر له سهار راختو وروسته او د اختر له لمانځه مخکې وايستل شي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به داسې کول او بل رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي ( اغنوهم عن المسئلة فی مثل هذ اليوم )
ژباړه: بې وزله په دغه ډول ورځ کې له غوښتلو بې پروا کړئ. خو که چا د کوچني اختر تر لمانځه پورې ونه ايستله بيا يې هم له غاړې نه ساقطېږي، له دې وروسته به يې هم وباسي ټول عمر يې د ادا کولو وخت دی.
مسئله: که يو شتمن تن د کوم شرعي عذر له مخې لکه د ډېر عمر وي يا ناروغه وي او روژه ونه شي نيولی، سرسايه بيا هم پرې لازمه ده ځکه روژه، زکات، لمونځ او سرسايه هر يو ځان ځان ته عبادتونه دي.
مسئله: په سرسايه کې د زکات غوندې تمليک اړين دی چې يو څوک به يې څښتن جوړوې، نو د جومات په جوړولو، د مړي په کفن يا يې پور خلاصولو او يا هم د مرېيه په ازادولو کې د سرسايې ورکول صحيح نه دي، خو که يو مسکين ته ورکړل شي بيا امر ورته وشي چې له نوموړو څلورو شيانو څخه يې په يوه کې ولګوي، دا روا ده. همدا رنګه په هر خيريه کار کې چې تمليک نه وي، د سرسايې ورکول روا نه دي لکه د لارې، پول، ويالې، څاه او داسې نورو شيانو جوړول يا په چا روژه ماتی خوړل.
مسئله: په زکات، سرسايه او نذرونو کې تر ټولو غوره دا ده چې لومړی يې خپلو بې وسو وروڼو، خويندو ته ورکړې، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا کاکاګانو او عمه ګانو ته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا ماماګانو او خاله ګانوته، بيا د هغوی اولادونو ته، بيا نورو خپلوانو ته، بيا ګاونډيانو ته، بيا خپلو هممسلکو ته، له دې وروسته د خپل کلي يا ښار خلکو ته.
مسئله: د سرسايې اندازه په وربشو اوخرماوو يو صاع، په غنمو، اوړو، او مميزو نيم صاع ده يا د نوموړو شيانو د ټاکلې اندازې قېمت ورکول دي.
مسئله: کوم شيان چې په احاديثو کې نه دي راغلي لکه: جوار، وريجې او داسې نور، په هغو کې د غنمو، وربشو يا خرماوو قېمت د اعتبار وړ دی چې دومره اندازه به ورکوي چې د يو صاع وربشو ياخرماوو قېمت ته ورسيږي اويا د نيم صاع غنمو يا مميزو د قېمت برابر وي.
مسئله: که څوک د پورته نوموړو شيانو قېمت ورکوي، نو د ورکړې د ورځو د هغه ښار قېمت د اعتبار وړ دی په کوم ښار کې چې سرسايه ورکوي. که صحرا وه بيا هغې ته د څېرمه ښار قېمت د اعتبار وړ دی.
مسئله: د صاع په اندازه کې علماء په يوه خوله نه دي، ځينو څلور کيلو، ځينو زيات او ځينو کم ښودلی دی. رشيد احمد رحمه الله په احسن الفتاوی کې نصف صاع دوه کيلو او پنځه ويشت ګرامه او د احتياط لپاره دوه کيلو او دوه دېرش ګرامه ښوولی دی چې يو صاع څلور کيلو څلور شپېته ګرامه کېږي او غوره دا ده چې په احتياط عمل وشي، تر ټولو لوړ وزن ورکړل شي تر څو د بې وزلو هم چاره پکې وشي.
مسئله: په سرسايه کې تر نوموړو شيانو يې قېمت ورکول غوره دي؛ ځکه په دې سره بې وزله د خپلې اړتيا سره سم خپلې موخې ته ژر رسېدلی شي.
مسئله: د يو تن سرسايه يوه مسکين او څو مسکينانو ته ورکول روا دي، همدا رنګه د څو تنو سرسايه يوه مسکين ته ورکول روا دي.
مسئله: سرسايه همدا رنګه ټولې واجبي صدقې خپلو اصولو (مور، پلار، انا، نيکه د مور له لوري وي او که د پلار له لوري که څه هم لوړ وي) او فروعو (زامنو، لورانو، لمسيانو ته که څه هم ښکته وي) نه شي ورکولی او نه يې مېړه او ښځه يو بل ته ورکولی شي.
مسئله: سرسايه لېوني او داسې نابالغ ته چې نه پوهيږي ورکول روا نه دي، خو که د هغوی کوم سرپرست يې د هغوی لپاره واخلي بيا روا ده.
مسئله: سرسايه، عشر، زکات، نذر، کفاره، د روژې يا لمانځه فديه او داسې نورې وجوبي صدقې بايد مسکين او بې وزله ته پرته له کومې بدلې څخه ورکړل شي. که چېرې مسکين نه وي يا مسکين وي خو د کوم کار په بدل کې ورکړل شي؛ نو نوموړې صدقې نه اداکېږي بيا يې ورکول پرې لازم دي.
يادونه: که د جومات امام صاحب مسکين نه وي يا مسکين وي، خو سرسايه د اجرت په توګه ورکول کېږي، نو نه د خلکو سرسايه ادا کېږي او نه يې امام ته اخيستل روا دي .
يادونه: که چا ته الله جل جلاله ښه شتمني ورکړې وي هغه لره پکار دي چې په سرسايه کې تر ټولو د لوړ قېمت شی يا د هغه د قېمت برابرې پيسې ورکړي تر څو د مسکينانو چاره هم وشي او دی هم ډېر ثواب تر لاسه کړي .
پای

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.