څه چې په ليکلو پيغامونو کې د استولو نه دي!

05 چنګاښ 1397 ژباړه: حامد مشواڼی ياران. کام

ايا تاسو ته تر اوسه داسې کوم پيغام راغلی چې تاسو يې خپه، غوسه او يا هم پرېشانه کړي وی؟
ليکلي پيغامونه ډېری وخت د اړيکو د خرابېدو لامل کېږي. هڅه وکړئ چې په ليکلو پيغامونو کې د هغو مواردو له استولو ډډه وکړئ چې ستاسو اړيکې زيانمنوي. دلته د هغو مواردو يادونه کوو چې که د ليکلو پيغامونو د استولو پر مهال ورسره بې پروايي وکړئ نو ښايي اړيکې مو زيانمنې شي.
لومړی- شکايت
که غواړی چې اړيکې يا کارونه مو سم کړی، مخامخ وګورئ، خپلې غلطۍ ومنئ او په راتلونکي کې د هغو تېروتنو د تکرار د مخنيوي هڅه وکړئ چې اړيکې مو زيانمنوي. ليکلي پيغامونه د دې لپاره نه دي چې موږ او تاسو پکې يو بل ته شکايتونه وکړو او يا سر وټکوو. ليکلي پيغامونه د لنډو محاورو لپاره اسانه لاره ده، نه د شکايتونو او اوږدو بحثونو لپاره. له همدې وجې په ليکلو پيغامونو کې له شکايت کولو ځان وساتئ.
دويم- سپکاوی
په ليکلو پيغامونو کې شکايتونه او سپکاوی د مخامخ خبرو په پرتله ډېر بد تاثير لري او ستاسې د اړيکو د زيانمنېدو سبب ګرځي؛ ځکه ستاسې پيغام شايد د مطلوب شخص څخه پرته نور کسان هم وګوري. کوښښ وکړئ د پيغام ليکلو پر مهال احساساتي ونه اوسئ او داسې څه ونه ليکئ چې وروسته پرې پښېمانه شی. په عمومي ډول بايد په ليکلو پيغامونو کې د منفي کلماتو له ليکلو څخه ډډه وشي.
درېيم- بښنه او توضيحات
«زه ډېر ناارامه وم، فکر مې هم ګډوډ و، فکر مې کاوه چې تاسو به په وختي ټکټ اخېستو خوښ شی». په ليکلو پيغامونو کې دغه ډول توضيحات پېچلي برېښي. د دې پر ځای چې دومره توضيحات ورکړی، لنډ وليکئ: «زه بښنه غواړم، نن شپه درسره ګورم». کله چې سره مخامخ شوی نو په سړو مغزو او پوره جزياتو سره خپلې خبرې مطرح کړئ.
څلورم – د مړينې خبر
د مرګ د خبر اورېدل په هېڅ حالت کې ښه نه لګي، خو په ليکلي پيغام کې بيا ځکه ډېر بد تاثير کوي چې تاسې نه پوهېږی، ملګری مو د پيغام لوستلو پر مهال په کوم وضعيت کې دی. لومړی بايد په وضعيت ځان پوه کړی او بيا په ډېر حکمت سره د يو چا د مړينې خبر داسې ورکړی چې په احساساتو يې ناوړه اغېزه ونه کړي.
پنځم- لوی موضوعات
«چاپېريال ساتنه زموږ په هېواد کې لويه ستونزه ده». «پارلماني ټاکنو ته هم کم وخت پاتې دی». د ليکلي پيغام اسانتيا د دې لپاره نه ده رامنځته شوې چې تاسې پرې دغه ډول بحثونه وکړی. د دغه ډول بحثونو لپاره مخامخ سره کېنئ او تفصيلي بحثونه وکړئ.
شپږم- شخصي معلومات
د بانک د کرېډېت کارټ شمېره، پاسورډونه، شخصي انځورونه او ټول هغه شيان چې نه غواړی پر خواله رسنيو خپاره شي، په ليکلو پيغامونو کې مه استوئ. هېکران په هر ځای کې شته او کولی شي ستا له خبرولو او اجازې پرته ستاسې شخصي معلومات تر لاسه کړي. په ليکلي پيغام کې هېچا ته هم شخصي معلومات مه لېږئ، اګر که ستاسې ډېر نږدې ملګری هم وي، ځکه ښايي ستاسو د ملګري موبايل بل څوک را واخلي، ستاسې شخصي معلومات وګوري او ستاسې په خلاف ترې ګټه واخلي.
اووم- رازونه
په ليکلو پيغامونو کې هېڅکله خپل ملګري ته رازونه مه وايئ، ځکه نه پوهېږئ چې ستاسو د ملګري موبايل ته نور څوک څوک لاسرسی لري. ښايي ستاسو مهم راز له همدې لارې داسې يو چا ته ورسېږي چې تاسو نه غواړی خبر شي. له همدې کبله ټينګار کوو چې ډېر احتياط کوئ!
اتم- د اوازو خپرول
په ليکلو پيغامونو کې هېڅکله داسې خبر مه لېږئ چې پر حقيقت يې ډاډمن نه ياست. ښايي ستاسو همدا خبر سکرين شاټ شي او ډېرو کسانو ته واستول شي. که خبر ناسم وي، نو شخصيت به مو پر ځمکه ولګي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.