د نشه یي توکو پنځه ستر نړيوال قاچاقچیان

10 چنګاښ 1397

کېدای شي تر اوسه پورې مو د سترو قاچاقچیانو په اړه ډېرې کیسې او خبرونه اورېدلي وي، خو دلته په لنډه توګه د نړۍ پنځه ستر قاچاقچیان در پېژنو:
لومړی- کورتیس فرانسیس وارن
کورتیس فرانسیس وارن، په ۱۹۶۳ کال کې زیږېدلی دی. نوموړی د مافیا غړی او په نړۍ کې د نشه یي توکو ستر قاچاقبر دی. وارن څو کاله د انټرپول تر څار لاندې و او د نیولو هڅه یې کېده. فرانسیس د لاتینې امریکا اوسېدونکی او د پلار دویم زوی دی. پلار یې ډېر وخت په سیندونو کې په څېړنو تېر کړی دی. وارن له خپل مشر ورور رامون او خپلې خور ماریا سره د لېورپول په بندر کې لوی شوی دی. نوموړی چې د ۱۰۰ ټنه نشه یي توکو په قاچاق تورن دی په ۲۰۰۹ کال کې د پولیسو له لوري ونیول شو چې اوس په زندان کې شپې او ورځې تېروي. په زړه پورې خو دا ده چې له نوموړي څخه له زندانه د خوشي کېدو په بدل کې پيسو غوښتنه وشوه، خو ده دا غوښتنه رد کړه او په زندان کې اوسېدل یې غوره بلل.
دويم- امادو فوینټس
امادو فوینټس په مکسیکو کې زيږېدلی دی، خو د نشه یي توکو د قاچاق ټول فعالیتونه یې په کولمبیا کې سرته رسولي دي. نوموړي تر ډېره نشه یي توکي د هوا له لارې قاچاق کړي دي. فوینټس په نړۍ کې د نشه یي توکو د قاچاق له کبله اوس د یوه شتمن کس په توګه پېژندل کېږي. ویل کېږي چې د نوموړي ټوله شتمني ۲۵ میلیارده ډالره وه. په ۱۹۹۵ کال کې له کافي مدارکو وروسته د امریکا د پولیسو او انټرپول تر تعقیب لاندې شو تر هغه چې د همدې کال په جولای میاشت کې داسې مهال پولیسو محاصره کړ، چې غوښتل یې په یوه روغتون کې د مخ جراحي عملیات تر سره کړي، خو له روغتون څخه ژوندی را ونه وت. ډېری بیا وایي چې فوینټس ژوندی دی او په بدله څېره د نړۍ په کوم کونج کې ژوند کوي.
درېيم- موریا مورنوته
موریا مورنوته د نړۍ مشهوره قاچاقبره او د کارتل«لس زتاس» د ډلې غړې ده. موریا مخکې له دې چې د کارتل له بانډ سره یو ځای شي د پولیسو افسره وه، خو له پولیسو تر بېلېدو وروسته وتوانېده چې د نشه یي توکو د قاچاق د یوه ستر بانډ تر ریاسته ځان ورسوي. نوموړې په ۲۰۱۱ کال کې د پولیسو له خوا داسې مهال ونیول شوه، چې د نشه یي توکو سترې بستې یې ځای پر ځای کولې. هغه اوس د قتل او قاچاق په تور زنداني ده.
څلورم- داود ابراهیم
داود ابراهیم اوس په نړۍ کې د نشه یي توکو د یوه ستر قاچاقچي په توګه پېژندل کېږي چې د لږ تر لږه پنځو زرو کسانو مشري کوي. ابراهیم له القاعده ډلې سره په مالي مرستې او همکارۍ هم تورن دی. د داود ابراهیم پلار د ممبی د پولیسو افسر و. داود ابراهیم لوړې زده کړې لري. نوموړی د نشه یي توکو پر قاچاق سربېره ترهګرو ډلو ته د پیسو پر سپينولو هم تورن دی. ابراهیم اوس هم د انټرپول تر تعقیب لاندې دی، خو د اوسېدو اوسنی ځای یې روښانه نه دی. داسې ویل کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمو کې ژوند کوي او کله کله دوبۍ ته په جعلي هویت هم سفرونه کوي.
پنځم- فابیو اوچوا واسکوز
فابیو اوچوا واسکوز په نړۍ کې د کوکایینو د پاچا لقب خپل کړی دی، چې له شلو کلونو راهیسې زنداني دی. ویل کېږي فابیو د نړۍ ۹۰ سلنه کوکایین برابرول او پانګه یې تر ۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوې ده. په ۱۹۹۵ کال کې تر یو څه مودې لادرکۍ وروسته د پولیسو له خوا ونیول شو. فابیو اوس د امریکا په فدرال زندان کې په یوه نامعلومه کوټه کې د بند شپې او ورځې تېروي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.