کـاروباري پلان جوړونه

13 چنګاښ 1397 لیکنه: ګلاب بهار

په اوسني ازاد بازار کې د سیالۍ، رقابت او همدارنګه د خپل کاروبار د پایښت لپاره اړینه ده چې هر سوداګر یو کاروباري پلان او فرصت رامنځته کړي؛ ځکه کله چې کاروباري پلان موجود وي؛ نو کولی شو چې د خپل کاروبار نتیجه ووینو او د کاروبار د پیلولو او چلولو لارې چارې زده کړو. که چېرې کاروباري پلان ونه لرو، له مختلفو ستونزو او مشکلاتو سره به مخ شو. د بېلګې په ډول، که موږ کاروباري پلان ونه لرو، زموږ تر ټولو قوي پېرودونکي به له موږ څخه بې خبره وي؛ ځکه موږ د اعلاناتو لپاره کوم ځانګړی پلان نه دی جوړ کړی، یا هم زموږ تولیدي لګښتونه به ډېر زیات وي؛ ځکه چې موږ د تولید یا صنعت پروسه په سمه توګه نه ده ترتیب کړې او داسې نور ډېر مشکلات.
کاروباري پلان يوه سنجول شوې رسمي تګلاره ده چې درښيي، کوم کاروبار وکړی او څنګه يې ترسره کړی؟
کاروباري پلان یوه متشبث او سوداګر ته د احتمالي خطر سنجولو په اړه ښه معلومات ورکولی شي او د کاروبار د ليدلوري سره سم يو متشبث ته راتلونکې موخې او دندې بیانوي، چې له دې لارې کولی شي ښه تصمیم ونیسي او همدارنګه کاروباري پلان په خپله يو جامع او هر اړخيزه سند دی چې د شرکت کاروباري موخې او هدفونه په ښکاره ډول بيانوي او لاندې مهم ټکي لري:
۱- د سوداګریزو موخو د ترلاسه کولو لپاره به کومو سرچینو (بشري، اقتصادي او نورو) ته اړتيا وي؟
۲- دا سرچینې به له کومه ځايه ترلاسه شي؟
۳- دا سرچینې به څرنګه په کار واچول شي؟
کاروباري پلان د بريا لپاره يوه نقشه يا لارښود دی چې موږ ته لاره ښيي او د کاروبار د پراخولو، ودې او هرې ورځې مخکې وړلو لپاره ترې استفاده کولی شو، خو مخکې له دې چې کاروباري پلان جوړ او طرحه کړو؛ اړینه ده چې لاندې ټکي په نظر کې ونیول شي:
۱- کوم اجناس او خدمات باید ارائيه کړو؟
۲- ټاکل شوي اجناس باید په کوم ځای کې خرڅ کړو؟
۳- ولې به پېرودونکي زموږ تولیدات او خدمات خوښ کړي؟
۴- څه ډول به وکولی شو هغو پېرودونکو ته چې زموږ تولیدات او خدمات خوښوي رسیده ګي وکړو؟
۵- ایا ددي امکان شته چه خام مواد په اسانۍ سره په لاس راوړو او کار تمام مواد پېرودونکو ته په اسانۍ ورسوو؟ که امکان ولري نو د کومو چینلونو له لارې؟
۶- که څه هم سوداګریز پلان ښکاره تاوان نه لري، خو که چېرې د دغه پلان په جوړولو زیات وخت تېر شي، نو ددې امکان شته چه له یوې خوا مدیران خپل زیات وخت ضایع کړي او له بلې خوا په وخت د پلان نه موجودیت له کبله تصدي له نورو مربوطه لاسته راوړنو محرومه شي.
د کاروباري پلان جوړونې اهمیت
مخکې له دې چه عملاً په یوه کاروباري پلان باندې کار وکړو او یا یې په لارو چارو وغږیږو چې څرنګه کاروباري پلان لیکل کېږي، نو لومړی باید د کاروباري پلان د جوړولو په اهمیت پوه شو.
د کاروباري پلان جوړولو لپاره تصدۍ دوه ډوله دلایل وړاندې کوي:
لومړی: کاروباري پلان د یو کاروبار لپاره د یو لارښود او نقشې په مانا دی. مثلاً کله چې موږ سفر کوو، نو د خپل منزل په هکله معلومات به له موږ سره ډېره مرسته وکړي. دا به لا غوره وي چې که چېرته کوم څوک موږ ته داسې نقشه ترسیم کړي چې نږدې او بې خطره لار پکې په نښه شوې وي.
دویم: د اړتیا په صورت کې تصدۍ کولی شي چې د کاروباري پلان په ښودلو سره د پانګې ورکوونکي څخه پیسي په لاس راوړي. یعنې پانګه وال غواړي چې لومړی د کاروبار ډول او بڼه وپېژني او بیا پیسي ورکړي، نو که چېرې تصدۍ یو تفصیلي کاروباري پلان ولري، ددې امکانات زیاتیږي چې پر هماغه اندازه زیاتې پیسې د خپل کاروبار لپاره په لاس راوړي.
په کاروباري پلان کې باید ټول معلومات واضح او هر اړخیز وي، ترڅو لوستونکي د هغو په ویلو سره د کاروبار ډول، مدیریت، مالي کارکردګي او د بازار موندنې له فعالیتونو سره پوره اشنایي پیدا کړي. د تجارت، مالیې، بازار موندنې، عملیاتي، د توزیع او مدیریت اړخونه باید په Why, How, Where, Who, When, سره ځواب شي. کامل او بشپړ کاروباري پلان د کاروبار د کامیابۍ ضمانت کوي.
کاروباري پلان جوړونه د سوداګر لپاره د لارې نقشه ده چې کاروبار د کامیابۍ لور ته رسوي. یعنې کاروباري پلان یو لیکلی سند دی چې د تولیداتو او خدماتو نظریه تشرېح کوي، په دې مانا چې دغه نظریه به په څه ډول مالي لاسته راوړنې ولري.
ولې کاروباري پلان ته اړتيا لرو؟
د یوه سوداګر په توګه د لاندې لاملونو له امله کاروباري پلان ته اړتيا لرو:
۱- څو د هغو نغدو پيسو جريان معلوم کړو چې موږ يې توقع لرو او يا يې په کاروبار کې لاسته راوړو.
۲- دا معلوم کړو چې کوم کارونه ترسره کوو او د دغو کارونو د ترسره لپاره څومره پیسې لګوو.
۳- تمويلي او قرض ورکوونکو ادارو ته دا وښیو چې زموږ شرکت څومره ارزښت لري او په راتلونکي کې به دا چارې څومره په ښه ډول ترسره کړو.
۴- د شرکت د چانس د ارزونې او د کار د پيلولو څخه د مخه د اړینو اصلاحاتو رامنځته کول، ترڅو د بريا امکانات لا زيات کړي.
۵- د داسي پلان په جوړولو سره د احتمالي خطرونو کمول چې دغه پلان به زموږ د شرکت عملي لارښوونه وکړي او له موږ سره به د تل پاتې مرجع په توګه مرسته وکړي.
۶- د شرکت د پرمختيا او هغې ته د بازار موندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړو.
۷- کاروباري پلان موږ ته دا لارښوونه کوي، چې څنګه خپلې تجارتي موخې ترلاسه کړو.
د کاروباري پلان جوړونې ګټې
• د کاروباري پلان له لارې ستراتیژۍ پېشبيني یا ملاتړ یې کېږي.
• د کاروباري پلان له لارې اهداف مشخص او مسوولیتونه کنټرولېږي.
• د کاروباري پلان له لارې له سوداګریزو سرچینو څخه منظمه استفاده صورت نیسي.
• د کاروباري پلان له لارې د نیمګړتیا او کمزورتیا ټکو ته ښه متوجه کېږو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.