په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې پرتې ستونزې او فرصتونه

13 چنګاښ 1397 لیکنه: حکمت الله نظري لومړيتوب وېبپاڼه

مخکې له دې چې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې د پرتو خنډونو او فرصتونو په اړه خبرې وکړو؛ غوره ګڼم چې د پانګونې مفهوم روښانه کړم.
پانګونه څه ده؟
په عامه ژبه، هره هغه سوداګریزه کړنه چې وکولی شي لږې پيسې او امکانات په داسی ډول وکاروي، چې ډېره ګټه پرې ترلاسه شي پانګونه بلل کېږي.
اوس نو دې موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې کړنلارې، اصول او ستراتیژۍ لرو، چی پر مټ یې کولی شو بریالۍ پانګونه وکړو. لکه : د تولیدي شرکتونو پرانیستل، سوداګري، د شرکتونو سهم، د عامه خدمتونو وړاندې کول او داسې نور.
په هر هېواد کې پانګونه خپل خاص او بېلابېل اصول او شرایط لري. امنیت، د قرضونو د ورکړې سیسټم، په بازار کې سالم رقابت، انرژي، ځمکه، ترانسپورت، ټکنالوژي او داسې نور د پانګونې لپاره اړین ګڼل کېږي.
د يو چینايي متل (ستا ستونزه زما بزنېس دی) پر اساس ویلی شو: څومره چې ستونزې زیاتې وي، هومره به د پانګونې لپاره فرصتونه هم زیات وي؛ ځکه هره ستونزه یو نوی فرصت زېږوي. افغانستان هم څومره چې د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې لري، هومره زیات فرصتونه هم لري.
په افغانستان کې د پانګونې شرایط څه دي؟ په افغانستان کې د پانګونې اړوند ستونزې او فرصتونه کوم دي؟ دې او دې ته ورته پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره لیکنه تر پایه ولولئ.
۱- امنیت
د امنیت نه شتون او جګړه یوه له هغو ستونزو او ننګونو څخه ده چې هر څه له تباهۍ سره مخ کوي. څو لسیزې تپل شوې کورنۍ جګړې او نا امنۍ د نورو سکټورونو ورهاخوا د افغانستان پر سوداګرۍ او پانګونې بد اغېز کړی، چې له مخې یې ګڼ شمېر پانګه والو خپل کاروبارونه تړلي او یا یې هم خپله پانګه بهرنیو ملکونو ته لېږدولې ده. پایله يې هم په هېواد کې د تولیدي کچې د ټیټوالي لامل شوې او د هېواد اقتصادي سیسټم ته یې ملاماتوونکی ورانی پېښ کړی دی. همدارنګه د ګڼ شمېر هېوادوالو د وزګارتیا او بېوزلۍ لامل هم ګرځېدلی.
دې ستونزي ته په کتو سره دولت اړ دی څو په هېواد کې پانګه وال پانګونې ته وهڅوي او د امنیت او ساتنې لپاره یی اړین ګامونه پورته کړي.
۲- د افغانستان په سوداګریز او تولیدي نظام کې د بهرنیو ملکونو ښکاره لاسوهنه
په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د بهرنیو هېوادونو د سیاسي، ټولنیزې او جغرافیایې لاسوهنې ورهاخوا په کور د ننه د بهرنیو ملکونو د اقتصادي او سوداګریزو ښکاره لاسوهنو ښکار دی. اوسمهال د افغانستان تولیدي او سوداګریز مارکېټ د بهرنیو بازارونو تر پراخ اغېز لاندې دی. د بهرنیو تولیداتو شتون ددې سبب شوی، څو د داخلي تولیداتو د تولید کچه را ټیټه شي چې دا بیا په صادراتو او وارداتو باندې مستقیمه اغېزه لري او د هېواد د صادراتو د ټیټوالي او وارداتو د ډېروالي سبب کرځي. په پایله کې سوداګر شته ستونزو ته په کتو د پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي.
۳- په هېواد کې د ننه د ټکنالوژۍ او پروسس ماشینونو نه شتون
په هېواد کې د ننه د ټکنالوژۍ او پروسس ماشینونو نه شتون ددې سبب شوی، څو د پانګونې کچه را ټیټه شي. ټکنالوژي او د پروسس ماشینونه یو له هغو مرستندویه وسایلو څخه دي چي پر مټ یې کولی شو تولیداتي کړنلارې په لږ وخت، ټیټه بیه او لوړ کیفیت ترسره کړو. خو نه شتون یې د تولیداتي کمپنیو کړنې له خنډونو سره مخ کوي.
۴- د انرژۍ او برېښنا کموالی
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېرې اوبه او لوړغرونه لري. په دغو سیندونو باندې د برېښنا د بندونو په رغولو سره کولی شو د برېښنا او انرژۍ د کمښت ستونزه په هېواد کې د ننه پای ته ورسوو او ګاونډیو ملکونو ته یې هم ولېږدوو او د هېواد د عایداتو لپاره نوې کړکۍ پرانیزو. په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د نوموړو امکاناتو او طبیعي نعمتونو له شتون سره سره زموږ هېواد د تولیداتي انرژۍ له کمښت سره لاس او ګرېوان دی چې له مخې یې د تولیداتي کمپنیو او پانګه والو لپاره ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي.
۵- په کورنیو تولیداتو د خلکو بې باوري
په هېواد کې د ننه د بهرنیو تولیداتو شتون د دې سبب شوی، څو داخلي تولیدات ورځ تر بلې کمزوري شي د کمزورتیا یو لامل یې د بهرنیو تولیداتو شتون دی. بهرني تولیدات د خراب کیفیت له وجې په ټیته بیه پلورل کېږي او د لوړ مارکېټېنګ له مخې پوره مارکېټ په واک کې لري. په داسې حال کې چې کورنيو تولیداتو د یو منظم پلان او بازار موندنې د نه شتون له کبله خپل ارزښت له لاسه ورکړی او ان دا چې خلک د کورني تولید د پېرلو لپاره هم زړه نه ښه کوي.
۶- پانګونې او پانګه والو ته د دولت نه پاملرنه
د یو منظم میکانېزم او پلان نه شتون، د پانګه والو ستونزو ته نه پاملرنه، لوړ دولتي مالیات او داسې نور هغه لاملونه دي چې پانګونه یې ستونزمنه کړې ده.
۷- د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو نه شتون
د تخنیکي او ماهرو کارکوونکو نه شتون، نامنظم سوداګریز سیسټم او د مسلکي کاري ټیم نه شتون ددې لامل شوی، چې په هېواد کې د ننه پانګونه ټکنۍ او ستونزمنه کړي. دولت اړ دی چې په تولیدي او صنعتي برخه کې په کار پوه او مسلکي کسان وروزي او وګوماري تر څو وکولی شي په راتلونکي کې د صنعت په ډګر کې ګټور تمام شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.