په ټولنيزو چارو کې د ماشومانو ګډون او پر هغوی يې اغېزې

18 چنګاښ 1397 ساحل منګل

د انسان ژوند داسې تنظيم شوی چې بغير له ټولنيزو کارونو څخه ناممکن او يا هم له ډېرو کړاوونو سره مخامخ کېږي. همدا ټولنيز ژوند دی چې د انسانانو اړتياوې پوره کوي، د خونديتوب احساس کوي او په ټولو چارو کې راکړه ورکړه کوي.
ټولنيزې چارې نه يوازې دا چې پورته اړتياوې پوره کوي، بلکې د انسان په اروا، شخصيت، راتلونکې او نورو اړخونو باندې هم مثبتې يا منفي اغېزې کوي. په دې ليکنه کې په ټولنيزو کارونو کې د ماشومانو په ونډې او د هغوی پر اروايي برخو او شخصيت باندې رڼا اچوو.
په دې مطلب کې له ټولنيزو کارونو او پرګرامونو څخه هدف هغه کارونه دي، چې د ماشومانو له کچې او روحياتو سره سم وي. لکه د لوبو سيالۍ، له بې وزله خلکو سره د مرستې کمپاين، د ښار پاکوالی، له بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته او خواخوږي، د ملي ورځو نمانځل او ځينې نور.
په عمده ډول په ټولنيزو کارونو کې د ماشومانو ورګډول لاندې ګټې لري.
1- ټولنيزوالی زده کوي
کله چې ماشوم په ټولنيزو پروګرامونو او کارونو کې ګډون کوي، په راتلونکې کې دا زده کوي چې ټولنيز کارونه څومره ګټه لري او په کوم ډول بايد ترسره شي. له دې سره سره ماشوم په راتلونکې کې دا هم کولای شي چې په ټولنيزو کارونو کې د نورو خلکو مشري وکړي، ځکه چې له يوې خوا يې دا چارې زده کړې او له بلې خوا پر خپل ځان باور لري، چې دا چارې په سم ډول ترسره کولای شي.
2- عاطفه يې قوي کېږي
هر انسان چې الله ج نړۍ ته رالېږي نو په طبيعي ډول په ده کې عاطفه موجوده وي، خو د وخت په تېرېدو او د کورنۍ د تربيې او چاپېريال د عواملو په اساس يې عاطفه يا قوي کېږي او يا هم له منځه ځي.
ځينې کورنۍ د ماشومانو پر وړاندې داسې له تاوتريخوالي ډکې کړنې ترسره کوي چې ماشوم ورسره عادي کېږي او د بل وخت لپاره ورته عاطفه بې معنی ښکاري. خو ټولنيزې چارې، په ځانګړې توګه له بې وزلو سره مرسته د ماشومانو پر عاطفې مثبته اغېزه کوي، ماشوم په دې باندې پوهېږي چې نور خلک مرستې ته اړتيا لري او په پايله کې له نورو کسانو سره د مرستې کولو فکر کوي.
3- پر نفس يې باور زياتېږي
ډېر داسې کسان به مو ليدلي وي چې ځوان وي او ښه جسم لري خو له نورو خلکو سره نه اړيکې لري او نه هم په دې باور لري چې راتلونکې به يې ښه کېږي. دا هغه کسان دي چې په ماشومتوب کې نه ورسره مينه شوې او نه هم له کوره بهر پرېښودل شوي چې په ټولنيزو چارو کې برخه واخلي.
کله چې ماشوم ټولنيزې اړيکې ولري او ټولنيز کارونه ترسره کوي، پر خپل نفس يې اعتماد زياتېږي او په راتلونکې کې په لويو لویو چارو کې هم بريالي کېږي.
4- ټولنيز اضطراب يې له منځه ځي
ټولنيز اضطراب يا ټولنيزه وېره هغه څه دي چې زيات شمېر ماشومان او ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. ټولنيز اضطراب په دې معنی چې يو ځوان پر خپل ځان بې باوره وي او په ټولنيزو کارونو کې برخه نه شي اخيستی.
هغه ځوانان چې ټولنيز اضطراب لري، دوی د شرم احساس کوي، له چاپېريال او له اشخاصو څخه ډارېږي، کوچني کارونه ورته لوی او د هغوی ترسره کول ورته د غره چپه کول ښکاري، له مسوليت څخه تښتې، په ښوونځي کې له ښوونکوڅخه وېريږي، د خلکو د خوښيو په مراسمو کې ګډون نه کوي او ځينې نور.
پورته ستونزې چې يو ماشوم يا ځوان يې ولري، نو د ټول عمر لپاره یې لوی لوی هدفونه له خاورو سره خاورې کېږي او داسې يو کس ترې جوړېږي چې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي.
نو که چېرې خپل ماشومان په ټولنيزو چارو کې ورګډ کړو دا ستونزې يې له منځه ځي او په راتلونکې کې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو جوګه ګرځي.
5- پر شخصيت يې مثبته اغېزه کوي
کله چې ماشوم لوی شي د خلکو له خوا د توصيف او ستاينې وړ ګرځي او خلک وايي، چې فلاني سړي په ماشومتوب کې هم ټولنيز کارونه کول. د ماشوم د ټولنيزو چارو له برکته تياره شخصيت سازي شوې وي، خپل اعتبار يې پوخ کړی وي او يوازې دې ته جوړ وي چې پر مخ ولاړشي.
پايله: که چېرې غواړو خپل اولادونه د ځان او ټولنې لپاره د خير وسيله وګرځو، نو په کار ده چې په ټولنيزو چارو کې يې را شريک کړو او ونډه ورکړو. که چېرې په داسې وختونو کې چې هلته ونه شو کولای ماشومان په فزيکي ډول په ټولنيزو چارو کې ګډون وکړي، نو مونږ کولای شو ماشومانو ته د هغو ټولنيزو کړنو کيسې وکړو چې مونږ ترسره کړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.