کـاروبـاري دوران

20 چنګاښ 1397 لیکنه: ګلاب بهار

کاروباري دوران یا (Business Cycle) چې معمولاً د سوداګريز دوران (Trade Cycle) او اقتصادي دوران (Economic Cycle) په نوم هم ياديږي، په لومړي ځل په ۱۹۷۴ کال کې د اسټرالیايي اقتصاد پوه فرېډرېچ له خوا په علمي او تیوریکي ډول وپېژندل شو، چې بیا د همدې څېړنې پر اساس ورته د نوبل جايزه هم ورکړل شوه.
کاروباري دوران په ناخالص داخلي تولید یا (Gross Domestic Product) کې دوامداره پراختیا او يا کموالی رامنځته کېدل په ګوته کوي. یو بشپړ کاروباري دوران يا جریان معمولاً له دریو کلونو څخه تر پنځو کلونو پورې وخت نیسي، خو ځینې وختونه شاید له دوو کلونو څخه تر لسو او یا د څلور کلونو څخه تر اتو کلونو پورې وخت ونیسي. دا بیا د هېوادونو په اقتصاد او له نورو هېوادونو سره يې په اقتصادي وابستګۍ او تړلتیا پورې اړه لري.
په پرمختللو هېوادونو کې دولتونه هڅه کوي چې کاروباري دوران تر ډېره حده د اقتصادي رونق په مرحله کې وساتي او د زوړتیا مرحله يې تر ممکنه حده ټيټه وساتي، خو په وروسته پاتې هېوادونو کې برعکس دولتونه نه شي کولی چې خپل کاروباري دوران تر ډېره د اقتصادي رونق په مرحله کې وساتي او یا هم کله چې د دغو هېوادونو اقتصاد د زوړتیا مرحلې ته ورسيږي، نو د زوړتیا له مرحلې څخه د وتلو لپاره کافي وسایل په لاس کې نه لري، تر څو بېرته د اقتصادي رونق مرحلې ته ننوزي. دا حالت ډېری وخت په وروسته پاتې او بېوزلو هېوادونو کې تر سترګو کېږي. ددې لپاره بیا دغه هېوادونه اړ دي څو د پرمختللو هېوادونو څخه مرستې وغواړي او ځان د اقتصادي زوړتیا له مرحلې څخه د اقتصادي رونق مرحلې ته داخل کړي.
د کاروباري دوران مرحلې
د کاروباري دوران مرحلې او پړاوونه معمولاً په څلورو برخو وېشل کېږي چې عبارت دي له:
۱- د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق مرحله (Expansion)
۲- څوکه (Peak)
۳- د کساد یا زوړتیا مرحله (Contraction)
۴- د لېږد مرحله (Trough)
۱- د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق مرحله (Expansion): د اقتصادي پرمختګ يا اقتصادي رونق په مرحله کې د اقتصادي فعالیتونو سطحه لوړه، د بېکارۍ کچه په کمېدو، عاید، پانګه او اقتصادي وده د زیاتېدو په حال کې وي‎. په پایله کې د خلکو په غوښتنه او تولید باندې مثبت تاثیرات لري او ویلی شو چې په دغه مرحله کې اقتصاد په ټوله کې د ودې او پرمختګ په حال کې وي. یا په لنډ ډول د اقتصادي رونق مرحله هغه مرحله ده، چې پکې اقتصادي فعالیتونه د ډېرېدو، د وزګارتیا کچه په کمېدو او اقتصادي وده د ډېرېدو په حال کې وي.
۲-څوکه (Peak): د کاروباري دوران د پرمختګ او اقتصادي هوساينې مرحلې څخه د کساد او اقتصادي رکود اوښتون مرحلې ته د څوکې مرحله ويل کېږي، چې ځينې وختونه ورته د بوم (Boom) اصطلاح هم کارول کېږي.
په دې مرحله کې تقريباً وزګارتیا د بشپړ استخدام یا (Full employment) په حالت کې وي او د توکو او خدماتو پېر او پلور په لوړه کچه وي. همدا شان د خلکو د تولید، عاید، بيو، پانګې او نورو متحولینو کچه زیاته وي، چې له همدې امله پيسې هم په انفلاسیوني حالت کې قرار لري؛ ځکه په دې مرحله کې د خلکو عاید او تقاضا پراختیا مومي او د پېر ځواک يې د پخوا په پرتله زیاتېږي، چې په دې سره تولیدوونکي هم د خپلې عرضې په کچه کې زیاتوالی راولي. وروسته بیا د عرضې د زیاتېدو په نتيجه کې قېمتونه په خپل وار سره ښکته خواته میلان کوي او د انفلاسیون باعث کېږي.
۳- د کساد یا زوړتیا مرحله (Contraction): د کساد مرحله د کاروباري دوران له هغې مرحلې څخه عبارت ده چې د اقتصادي فعالیتونو کچه په کمېدو، د بېکارۍ کچه په زياتېدو او اقتصادي وده د کمېدو په حال کې وي. يا ویلی شو چې په دې مرحله کې د تولید، عاید، روزګار، قېمتونو، پانګې او یو لړ نورو عواملو په کچه کې کمښت رامنځته کېږي او وګړي په تدریجي ډول له استخدام لوېږي او بالاخره په دې مرحله کې د اقتصادي سرچینو څخه هم په اعظمي ډول استفاده صورت نه نیسي او اقتصاد د لېږد مرحلې ته میلان کوي. یا په لنډ ډول هغه مرحله چې اقتصادي فعالیتونه په کې د کمېدو، د وزګارتیا کچه پکې په لوړېدو او اقتصادي وده د کمېدو په حال کې وي، د کساد يا زوړتیا مرحلې په نوم ياديږي.
۴- د لېږد مرحله (Trough): د لېږد په مرحله کې کاروباري دوران د کساد مرحلې څخه د اقتصادي هوساینې او اقتصادي رونق مرحلې ته ننوزي چې د اقتصادي بیا رغښت مرحلې په نوم هم یاديږي. په دې مرحله کې د اقتصادي فعالیتونو کچه زیاتوالی پیداکوي او اقتصادي متحولین هم زیاتوالی کوي.
د يادولو وړ ده چې ځينې ځایونو کې د اقتصادي رونق یا (Expansion) مرحله د بیارغېدنې (Recovery) او غوړېدا (Prosperity) په نوم هم ياديږي او د کساد (Contraction) مرحلې څخه د لېږد (Trough) مرحلې ته د اقتصاد لېږد د اقتصادي رکود (Depression) په نوم یاديږي. خو د کساد (Contraction) مرحلې ته ځينې وختونه د (Recessing) او یا هم د (Decline) اصطلاحات هم کارول شوي دي.
د کاروباري دوران شاخص
د کاروباري دوران شاخص د اقتصادي احصائیو يا د مټرېکس څېړنه ده، چې د کاروباري دوران يا دايرې د انبساط (Expansion) او انقباظ (Contraction) د مرحلو په اړه ګټور معلومات وړاندې کوي او یا هم د کاروباري بنسټونو او سوداګريزو فعالیتونو د رفتار او تحرک په اړه وړاندوېینه کوي، چې ددې دوران يا دایرې د اندازه کولو لپاره تر ټولو غوره او منل شوې اندازه ګيرۍ د واقعي نا خالص داخلي تولید د ودې سطحه، د وزګارتیا سطحه او د انفلاسیون سطحې څخه عبارت دي.
د کاروباري دوران د شاخص معلومولو لپاره دلته له دریو کلیدي شاخصونو یادونه کوو چې په لاندې ډول دي:
۱-لارښوونکی اقتصادي شاخص یا (Leading Economic Indicator)
۲-نتيجوي اقتصادي شاخص یا (Lagging Economic Indicator)
۳-منطبق اقتصادي شاخص یا (Coincident Economic Indicator)
۱-لارښوونکی اقتصادي شاخص یا (Leading Economic Indicator): له هغه اقتصادي شاخص څخه عبارت دی چې په اقتصاد کې د اجتماعي نوساناتو څخه وړاندې اقتصادي شاخصونه په ګوته کوي او د لنډې مودې لپاره د اقتصادي حالت د وړاندوېینې لپاره يو غوره او اړین شاخص بلل کېږي. لازمه نه ده چې دغه شاخص تل د ټولنیزو نوساناتو څخه وړاندې اقتصادي شاخصونه په ګوته کړي. شاید ځینې وختونه نوموړی شاخص د معکوس حالت وړاندوېینه هم وکړي.
۲-نتيجوي اقتصادي شاخص یا (Lagging Economic Indicator): نتیجوي یا تاخیري اقتصادي شاخص له هغه شاخص څخه عبارت دی، چې نوسانات يې په یو بل او یا هم په اصلي شاخص کې د رامنځته شویو نوساناتو تابع وي. د بېلګې په توګه، که اقتصاد د رونق په حالت کې وي نو د استخدام، پانګونې او اقتصادي ودې کچه هم د لوړېدا په حال کې وي او برعکس بیا استخدام، پانګونه او اقتصادي وده د کمېدو په حال کې وي.
۳-منطبق اقتصادي شاخص یا (Coincident Economic Indicator): همزمان اقتصادي شاخص د هغه شاخص څخه عبارت دی، چې د اقتصادي نوساناتو سره جوخت او په یوه وخت کې تغیر کوي. د بېلګې په توګه، کله چې اقتصاد د اقتصادي رونق په مرحله کې وي، نو د وګړیو عاید او نا خالص داخلي تولید کچه به هم لوړه وي او برعکس یعنې د کساد په مرحله کې به د وګړیو د عاید او نا خالص داخلي تولید کچه نزول کوي.
په کاروباري دوران اغېز لرونکي عوامل
هغه عوامل چې کاروباري دوران تر تاثیر لاندې راولي په لاندې ډول دي:
• پانګونه: کورنۍ او بهرنۍ پانګونې کاروباري دوران مستقيماً تر اغېزې لاندې راولي. په دې معنا، هغه هېوادونه چې د پانګونې لپاره په کافي اندازه امکانات لري او د زياتې پانګونې په جریان کې وي، اقتصاد يې په چټکۍ سره وده کوي، خو برعکس هغه هېوادونه چې هلته د پانګونې لپاره کافي امکانات وجود ونه لري، اقتصاد يې د زوړتیا په لور نور هم میل کوي.
• بهرنۍ سوداګري: بهرنۍ سوداګري هم په کاروباري دوران باندې مستقيماً مثبت او منفي تاثيرات اچوي. په داسې حال کې چې هغه هېوادونه چې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره زیات تمايل ولري او ځواکمنه بهرنۍ سوداګري هلته صورت ونیسي او په ځانګړي ډول يې د صادراتو ارزښت د وارداتو په پرتله ډېر وي، اقتصاد يې د ودې او پرمختیا په لور سوق کېږي، خو برعکس هغه هېوادونه چې د صادراتو ارزښت يې د وارداتو په پرتله کم وي، اقتصاد يې نه شي کولی چې د رونق مرحلې ته ورسيږي.
• سیاسي حالت: د سیاسي حالت څخه موخه امنیت او سياسي ثبات دی. هغه هېوادونه چې باثباته سیاسي حالت لري، اقتصادي دوران يې د اقتصادي رونق او یا هم د څوکې په مرحله کې قرار لري؛ خو برعکس بیا هغه هېوادونه چې سیاسي حالت يې ثبات ونه لري، اقتصادي وده او کاروباري دوران يې په ډېره ټيټه کچه کې وي او یا دا چې دغه هېوادونه په ډېرې سختۍ سره د اقتصادي رونق مرحلې ننوزي.
• مالي او پولي سیاستونه: هغه هېوادونه چې د خپلو اقتصادي شرایطو، وسایلو او اسانتیاو په پام کې نېولو سره مالي او پولي سیاستونه جوړوي او په دې ډول غواړي چې اقتصاد د ودې په حالت کې وساتي؛ کاروباري دوران يې د هغو هېوادونو په پرتله چې ناسم مالي او پولي سیاستونه تعقیبوي او په لازم وخت کې د ناسمو اقتصادي سیاستونو څخه استفاده کوي، ډېر په لوړه سطحه کې قرار لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.