د لويو انسانانو د برياليتوب راز په څه کې دی؟

26 چنګاښ 1397 ژباړن: ساحل منګل

تاسو څه فکر کوئ، چې د لويو انسانانو د برياليتوب راز په څه کې دی؟ بريالي خلک په دې پوهېږي، چې د دوی شخصيت، کړه وړه او هڅې د دوی د برياليتوب لامل ګرځي.
بريالي خلک دا ډول فکر کوي: هره چاره چې لازمه وي، ترسره کوم ېې تر څو خپل هدف ته ورسېږم. هغوی پوهېږي يواځې په خپلې هڅې سره کولی شي برياليتوب ته ورسېږي.
په دې مقاله کې هڅه کوو، چې د برياليو اشخاصو ځانګړنو ته اشاره وکړو او په دې پوه شو، چې د لويو انسانانو د برياليتوب راز په څه کې دی.
بريالي خلک همېشه چمتو وي
هغه وخت چې د خپلو هدفونو او ارزښتونو له ليدلوري څخه يوه برنامه په اختيار کې ولري کولای شي د مخ ته راتلونکو فرصتونو څخه زياته ګټه واخلي. بريالی کس د دې کار د تعقيبولو لپاره د خپلو کاري شرايطو په اړه د نويو اطلاعاتو په لټه کې وي او د ښو شرايطو څخه د ګټې اخيستلو لپاره خپلې يادګيرنې ته ادامه ورکوي او هره ورځ په خپلو کارونو کې يو قدم مخ ته ځي.
بريالي خلک رښتينې خبرې کوي
همېشه رښتيني او صادقه اوسئ. بغير له کومې وېرې، خپلې خبرې کوئ. په خپل صادق والي او حقيقت والي سره کولای شئ ځان په عمل کې وښيئ، چې دغه چاره ستاسو په برياليتوب کې مرسته کوي.
بريالي خلک خپلو ارزښتونو ته په احترام قايل وي
خپلې اجرايوي برنامې د خپلو مهمو ارزښتونو په اساس تنظيم کړئ. د بېلګې په ډول، که چېرې ډله ييز کار ته اهميت ورکوی، هڅه کوی خپل کار د نورو په مرسته ترسره کړئ.
بريالي خلک له ستونزو سره مخامخ کېږي
ټول خلک له ستونزو، ننګونو او موانعو سره مخامخ کېږي. هڅه وکړئ چې په خپلو ستونزو باندې د صبر، هڅې او نرمښت له لارې غلبه وکړئ. له هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ، چې د سختو شرايطو په وخت کې هم اميدواره وي. له خپلو وېرو سره مخامخ شئ تر څو وکولای شئ پر هغو بريالي شئ. کله چې مو دغه کار ترسره کړ، ډاډه اوسئ زيات فرصتونه به درته مخامخ شي.
بريالي خلک په ځان پوره ډاډ لري
په ځان باندې باور ولرئ او تل له بل چا څخه د ځان په اړه نظر مه غواړئ. هڅه وکړئ چې خپلې وړتياوې مو لوړې کړئ، تر څو وکولای شئ خپل کارونه د نورو له اړتيا پرته ترسره کړئ. البته په ياد ولرئ، چې د اړتيا په وخت کې له نورو څخه هم مرسته وغواړئ.
بريالي خلک د سټرېس او اضطراب تر اغېزې لاندې نه راځي
په ياد ولرئ، شايد په هر کار کې احتمالاً داسې موارد پيدا شي چې د سټرېس او اضطراب د رامنځته کېدو لامل شي. د سټرېس د مديريت لارې چارې له تاسو سره مرسته کوي، چې نه يوازې بريالي شی بلکې د نورو لپاره ديو مثبت انسان نمونه هم واوسئ.
بريالي خلک په دوامداره توګه خپل وضعيت ته ښه والی ورکوي
د برياليو خلکو يوه ځانګړنه دا ده، چې همېشه د خپلو مهارتونو د لوړوالي په لټه کې وي. کله چې خپلو برياو ته رسېږي، دغه د دوی لپاره په دې نده چې بس ېې کړي، بلکې نور هم مخ ته ځي.
بريالي خلک خپلو اصولو ته ژمن وي
د برياليو خلکو بله ځانګړنه دا ده چې د خپل ژوند مهم لومړيتوبونه ټاکي او له هغې څخه ساتنه کوي. ستاسې په ژوند کې به په پرله پسې ډول خلک، فرصتونه او نوي فکرونه مخ ته راځي، مګر د خپلو ټاکل شويو اصولو په لرلو سره کولای شئ خپل شرايط په خپل کنټرول کې راولئ. د ماتې او برياليتوب تر منځ توپير دا دی، چې د خپلو حدودو څخه خبرتيا ولرئ.
بريالي خلک همېشه ځان ننګوي
د ښه والي احساس به وکړئ هغه وخت، چې د يوې موضوع د بيانولو لپاره يوه نوې لاره او روش پيدا کوی. کوښښ وکړئ مسايلو ته د نورو له ليدلوري څخه وګورئ. کوښښ وکړئ هره ورځ د خپلو ستونزو او پر هغو باندې د برلاسي کېدو نوې ديدګاوې ولټوی.
بريالي خلک پوهېږي چې خپلې ناراحتۍ څنګه کنټرول کړي
دا په ياد ولرئ، چې د سختيو په وخت کې هوسا او راحته و اوسئ. ډېر خلک په لوړه هيله او هدف کار پيل کړي خو د ماتې له وېرې د خپلو هدفونو په مخ ته بيولو باندې قادر نه وي. خپلې وېرې مو وپېژنئ، د هوساينې له سيمې څخه ووځئ او هغه موارد چې تاسو ننګوي ورسره مخامخ شئ.
بريالي خلک لوړ ارزښتونه او معيارونه په نظر کې نيسي
له هر څه د مخه، د لوړو معيارونو او ارزښتونو لرل د برياليتوب لپاره لازم دي. که چېرې د خپل ځان او نورو لپاره لوړ ارزښتونه او معيارونه په نظر کې ونيسئ دغه کار تاسو ته د دې چانس درکوي چې په فردي او ټولنيزو چارو کې بريا ترلاسه کړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.