د ژوند شل حقیقتونه، چې ډېرو ته یې منل سخت دي

27 چنګاښ 1397 ياران.کام

لاندې د ژوند هغه شل ترخه حقیقتونه بیان شوي چې هر انسان یې باید یو ځل ولولي:
۱- مرګ حتمي راځي، خو نه پوهېږو چې کله
تاسې ماتې نه خوړونکي نه یی. هر انسان ماتې خوري. لومړی مو له ذهن څخه دا فکر لرې کړئ او بیا مو ژوند په یوه ماناییز چوکاټ کې برابر کړی.
۲- له هغوی سره چې مینه لری هم مري، خو پوهېږی نه چې کله
په لومړي سر کې ښايي دغه حقیقت خپه کوونکی وي، خو بیا دا اجازه هم درکوي چې په خپل ژوند کې باید له تېرو تېروتنو څخه عبرت واخلی او له باشخصیته او هغو کسانو سره چې ارزښت درته لري، له مانا ډکې اړیکې ولری. که غواړئ یو څوک خوشاله کړی، له یو دوست یا خپلوان سره مرسته وکړی، نو ښه دا ده چې په دې کار کې بېړه وکړی او ځنډ په کې ونه کړی. څوک خبر چې ژوند به د چا سره په کوم پړاو کې ملګرتیا پرېږدي، نو له شته فرصت ګټه واخله.
۳- شتمني مو پر ښه او خوشاله کس نه شي بدلولی
که تر دې بریده هم نېکمرغه و اوسی چې کولای شی خپل مادي خوبونه په حقیقت بدل کړی، خو شتمني یوازې هغه څه پراخوي چې له مخه موجود وي او نه شي کولای چې تاسې له ذهني اړخه شتمن کړي.
۴- له روحي عقدې سره د خوشالۍ موندل هغه څه دي چې له لاسته راوړنو مو منع کوي
ستاسو په ژوند کې خوشالي تل موجوده ده. اړینه دا ده چې څنګه باید ځان ورته نږدې کړی او د دې اجازه ورکړی چې څنګه ستاسې په څېره کې راښکاره شي. نړۍ هغسې ځان راښيي چې موږ یې په اړه فکر کوو. نو راځئ چې ښه او هیله بښونکی فکر وکړو.
۵- د پیسو ورکړه د وخت له ورکړې سره مساوي نه ده
په خپل ځان او خپلو افکارو کې د بدلون راوستلو لپاره ځان ته وخت ورکول او له نورو خلکو سره د خوښۍ د شېبو تېرول، هغه څه دي چې یاد یې د تل لپاره پاتې کېږي، خو د پیسو ورکړه دا کار نه شي کولی.
۶- نه شی کولی چې هرڅوک خوشاله کړی او که هڅه یې وکړئ، خپل ځان به ورک کړی
دا ومنئ چې نه شی کولی هر څوک خوشاله وساتی. د نورو خوشالولو ته د پای ټکی کېږدئ او خپلو ارزښتونو، قوانینو او خپلواکۍ ته درناوی وکړئ. که په سالمو اصولو ژوند وکړی، تر ډېره به درڅخه هغوی چې باید خوشاله یې وساتې، خوشاله وي.
۷- نه شی کولی چې یو بشپړ انسان واوسی او ځان په هغو غیر واقعي معیارونو برابر کړی چې ممکن نه دي
ډېری هغه کسان چې خپل ځان پوره ګڼي له داسې داخلي نا زړه سواندو نیوکو سره مخ دي چې ان له خپل ځان نه هم کرکه لري او تل له خپل وجود سره په جنګ دي. دوی له همدغه حالت څخه سر ټکوي. په همدې اساس، هڅه وکړئ چې له دې منفي عادت سره مبارزه وکړی، خپله پوهه مو زیاته کړئ او په خپلو غیر واقعي معیارونو برلاسي شی.
۸- له احساساتو څخه مو افکار ډېر مهم نه دي او احساسات مو پېژندنې ته اړتیا لري
په هوښیارۍ سره د ستونزو په اړه فکر کول دومره ګټور کار نه دی لکه څومره چې د هغو احساساتو کابو کول چې د یوه کار په لومړي سر کې ستونزې رامنځته کوي.
۹- له خبرو څخه مو د عمل غږ خورا اوچت دی؛ هڅه وکړئ چې ځان ژمن څرګند کړئ
د خپل ژوند مسوول واوسه او هغه کار ترسره کړه چې مثبت اند او مینه زیاتوي.
۱۰- لاسته راوړنې او بریاوې مو په تابوت کې هېڅ ځای نه نیسي
کله چې د دغه حقیقت وخت را ورسېږي، نو د خپلو لاسته راوړنو او بریاوو په اړه به هېڅ فکر هم ونکړی؛ یوازې د هغو دوستانه اړیکو په اړه به فکر کوی چې تاسو له خلکو سره جوړې کړې وې. هڅه وکړئ چې په دې اړه مناسب او کوټلي ګامونه اوچت کړئ.
۱۱- پرته له دوامدارې هڅې او تمرین څخه مو وړتیا هېڅ مانا نه لري
د نړۍ په کچه ډېری با استعداده کسان هېڅکله هم له دوامدارې هڅې او تمرین څخه لاس په سر کېږي نه.
۱۲- همدا اوس هغه یوازېنی وخت دی چې ډېر اهمیت لري، هڅه وکړئ چې د تېر او راتلونکي وخت په پلانونو یې خراب نه کړی
نه شی کولی چې تېر وخت مو کنټرول کړی او دا هم نه شی کولی چې د راتلونکې په اړه وړاندوېینه وکړی، خو که چېرې د تېر او راتلونکي وخت په اړه فکر وکړی، نو یوازې د اوسني وخت کنټرول به له لاسه ورکړی.
۱۳- هېڅوک د دې پروا نه لري چې ژوند مو څومره سخت دی، یوازې تاسې د خپل د ژوند د کیسې لیکوال یی
له خلکو څخه دا تمه مه کوئ چې ګوندې خواخوږي دې درسره وښيي او د ژوند هغه کیسه مو دې وپنځوي.
۱۴- خبرې مو له افکارو څخه مهمې دي، نو هڅه وکړئ چې خلکو ته الهام بښونکي تمام شی
که چېرې په خبرو کې دا قوت پروت وي چې خلک ذلیل کړي، ویې دردوي او ویې شرموي، نو دا قوت هم پکې پروت دی چې کولی شي خلک ازاد کړي او الهام بښونکې ورته تمامې شي. نو په همدې دلیل، هڅه وکړئ چې په هوښیارۍ سره خبرې وکړئ.
۱۵- په خپل ځان پانګونه د غرور نښه نه، بلکې تر ټولو هغه ارزښتمن کار دی چې ترسره کولی یې شی
د دې لپاره چې ترڅنګ ناست او یا هم ولاړ کس مو له اوښکې بهوونکي ګاز څخه وژغوری، نو لومړی باید د اوښکې بهوونکي ګاز ضد ماسک پر خپل مخ وتړی بیا له نورو سره مرسته کولی شی.
۱۶- اړینه نه ده چې څه پېښیږي، خو اړینه دا ده چې تاسو د پېښو په مقابل کې څنګه غبرګون ښیی
خپل ځان داسې وروزئ چې د هرې پېښې پر وړاندې داسې ځواب ووایی (غبرګون وښیی) چې ښه پایله ولري.
۱۷- که غواړئ چې په ژوند کې له تل پاتې خوشالۍ برخمن شی، نو اړیکې مو پراخې کړئ
ستا د عاید او دندې په پرتله، ستا ښې اړیکې ستا په روغتیا او خوښۍ ښه اغېزه لري. په همدې اساس، خپل ځان ډاډمن کړئ چې ایا د ملګرتیا اړیکو ته مو ښه توجه کوی او که نه؟
۱۸- خوشالي لنډمهالې ده او ډېره ژر تېريږي
له اور سره لوبو کولو ته د پای ټکی کېږدئ او هڅه وکړئ چې د افکارو او احساساتو ډلګۍ جوړې کړی. د لنډ مهالې خوشالۍ لپاره خپلې اوږدمهالې موخې له لاسه مه ورکوئ.
۱۹- پرته له عمل څخه مو هیلې هېڅ مانا نه لري، نو وخت یې دی چې باید د خپلو هیلو لاسته راوړلو ته لاس په کار شی
که غواړی چې نړۍ بدله کړئ نو له کور څخه د باندې لاړشی او لاس په کار شی.
۲۰- وخت مو تر ټولو با ارزښته شتمني ده، نو ځکه خو باید مصرفولو ته یې لومړيتوب ورکړئ
تاسې د دې قدرت او مسوولیت لری چې څنګه د خپل وخت تېرولو پرېکړه وکړی، نو هیله ده چې په اړه یې سمه پرېکړه وکړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.