د یو کمربند، یوې لارې پروژه کې شامل هېوادونه

17 زمری 1396 جاوید کوټوال

په جغرافیایي لحاظ، هغه سيمې چې د یو کمربند، یوې لارې پروژې تر پوښښ لاندې راوستل کېږي، ډېرې پراخې دي. دا پروژه به په اوسنيو شرايطو کې ۶۵ هېوادونه سره ونښلوي، چې د نړۍ د نفوس له نیمایي زیات (۴.۴ میلیارده) انسانان او د نړیوال اقتصاد شاوخوا ۳۰ سلنه برخه به تر پوښښ لاندې راولي او په ټولیز ډول به پکې په زېربنايي پروژو شاوخوا ۵ ټرېليونه ډالره ولګول شي.
ځینې شنونکي د يو کمربند، يوې لارې پروژه (چينايي مارشال پلان) بولي او له امريکايي (مارشال پلان) سره يې پرتله کوي، چې په چوکاټ کې يې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لويديځې اروپا هېوادونو د بيارغونې لپاره ميليونونو ډالر ولګول شول.
دغه پرتلنه دقیقه نه ده، ځکه چین په دغه پروژه کې د ټولو ملتونو او هېوادونو پر ګډون ټينګار کوي او د یو کمر بند، یوې لارې د پروژې لپاره یې د win-win ځانګړتيا ټاکلې ده؛ په داسې حال کې، چې په غربي مارشال پلان کې په قصدي ډول د ځینو هېوادونو غړيتوب سلب شو او په يو شمېر نورو درانه شرطونه کېښودل شول. چین په ښکاره ویلي، چې له هر ډول اضافي شرایطو پرته د يو کمربند، يوې لارې پروژې په امتداد پرتو ټولو هېوادونو ته ښه راغلاست وایي.
د چینایي چارواکو په وینا، د یو کمربند، یوې لارې پروژه د یو نوي اتحاد د رامنځته کولو په معنا نه ده او ټینګار کوي چې کوم سیاسي هدف هم نه لري؛ خو دا خبره یقیني ده، کومې مرستې او پیسې چې د چین له خوا لګول کېږي، له شرطونو خالي نه دي. په دې شرطونو کې لوړې ګټې، د چینایي کارکوونکو، شیانو او تکنالوژۍ د استعمال اړتیا او د اوږد مهال لپاره طبیعي منابعو ته لاسرسی، شامل دی.
یو عام ابهام چې موجود دی دا دی، چې چینایي چارواکو لا تر اوسه هم د هغو هېوادونو نوملړ په رسمي ډول نه دی خپور کړی، کوم چې د یو کمربند، یوې لارې پروژې په امتداد پراته دي. لاندېنی نوملړ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د چین د نړيوالې سوداګرۍ د انستیتوت له خوا خپور شو:
سیمه هېوادونه
ختیځه اسیا چین، منګولیا
سویل ختیځه اسیا برونیل، کمبودیا، اندونېزیا، لاووس، ماليزیا، میانمار، فیلپین، سنګاپور، تایلنډ، ویتنام
منځنۍ اسیا قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان
منځنی ختیځ او شمالي افریقا بحرین، مصر، ایران، عراق، اسرائیل، اردن، کوېټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، فلسطین، سوریه، د عربو متحده امارات، یمن
جنوبي اسیا افغانستان، بنګلدېش، بوتان، هندوستان، مالدیف، نیپال، پاکستان، سریلانکا
اروپا او لویدیځه اسیا البانیا، ارمينیا، اذربایجان، بلاروس، بوسنیا او هرزګونیا، بلغاریا، کروشیا، د چک جمهوریت، استونیا، جورجیا، هنګري، لېتویا، لېتوانیا، مقدونیه، ملدوا، مونتینېګرو، پولنډ، رومانیا، روسیه، سربیا، سلواکیا، سلوانیا، ترکیه، اوکراین

د یو کمربند، یوې لارې د پروژې په امتداد پراته هېوادونه به په ګډه "د همکاریو اقتصادي سیمه" رامنځته کړي، چې له لویدیځ ارام سمندر به پيل کيږي او تر بالتيک سمندرګي پورې به غځيږي.
د نورو هېوادونو لپاره هم دروازې خلاصې پرېښودل شوې، چې کولای شي په دغه نړیوال اتصال ورګډ شي او له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د هغو هېوادونو نوملړ چې په یو کمربند، یوې لارې پروژه کې یې برخه اخيستې او يا يې برخې اخيستو ته لېوالتيا ښوودلې ده:
سیمې هېوادونه د همکارۍ / مشارکت بڼه
ختیځه اسیا جنوبي کوریا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک

 

منځنی ختیځ او شمالي افریقا الجریا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول / په ترانسپورټي زېربناوو کې همکاري.
جیبوتي چین له یو کمربند، یوې لارې پروژې سره د اتصال لپاره ورته ښه راغلاست ووایه.
مالتا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
ماراکو د یو کمربند، یوې لارې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
تانیزیا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.

 اروپا اتریش د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک

بلجیم د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
قبرس د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
ډنمارک د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
فنلنډ د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
فرانسه د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
جرمني د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک

 اروپا یونان د اسیا د زېربنا پانګونې بانک لپاره لاسلیک

ایسلنډ د اسیا د زېربنا پانګونې بانک لپاره لاسلیک
ایټالیا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
لوګزامبورګ د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
هالنډ د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
ناروې د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
پرتګال د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
هسپانیه د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
سویډن د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
سویس د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
بریتانیا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک

 افریقا برنادي د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري

کوموروس د یو کمربند، يوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
اېتوپیا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
ګیني د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
کینیا د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
مدګاسکار د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
موریتانیا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
موریتوس د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
موزمبېق د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
رونډا د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
سیشل د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
سومالیا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
جنوبي افریقا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
جنوبي سوډان د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
سوډان د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
تانزانیا د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري
یوګاندا د ترانسپورتي زېربناوو په جوړولو کې همکاري

افریقا زامبیا د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخول.
زېمبابوې د زېربناوو په جوړولو کې همکاري

اوقیانوسیه اسټرالیا د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
نوی زیلاند د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک

جنوبي امریکا ارجنټاین د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.
برازیل د اسیا د زېربنايي پانګونې بانک لپاره لاسلیک
پیرو د یو کمربند، یوې لارې پروژې په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودل.

 

 

 

 


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.