د نړۍ تر ټولو «ډېر یوازې» انسان

31 چنګاښ 1397 بي بي سي پښتو

په یوه نادره ویډیو کې د داسې ځنګلي قبیلې غړی ښودل شوی چې د نړۍ تر ټولو ډېر یوازې کس بلل کېږي.
دا ۵۰ کلن سړی له هغه راهیسې په امازون کې یوازې اوسېږي چې د برازیل په ځنګلونو کې یې نږدې ۲۲ کاله وړاندې د قبیلې وروستي غړي ووژل شول.
دغه بوږنوونکې ویډیو له لرې اخیستل شوې او د برازیل حکومت د ځايي خلکو د خوندیتوب ادارې یا فونایي خپره کړې چې پکې یو هډور سړی په تبر ونه پرې کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې دا سړی خپله هم له پرمختللي انسان سره اړیکه جوړول نه غواړي او که څوک یې سیمې ته ورځي، په غشو یې ولي.
فونایي له ۱۹۹۶ کال راهیسې په شمال لویدیځ ایالت رونډونیا کې دا سړی څاري، چې وښيي هغه لا هم ژوندی دی او په دې سره د هغه د ناستې ولاړې د ځای د انحصارولو امر نوی کړي.
دا سیمه چې څلور زره هکتاره ده، خصوصي کروندو او وهل شوي ځنګل را چاپېره کړې، خو دغه څه دې سیمې ته د یو چا د ننوتلو او د هغه د ګواښلو مخه نیسي.
د برازیل د اساسي قانون له مخې ځنګلي یا قبایلي خلک د ځمکې د مالکیت حق لري.
د نړیوال پایښت په نوم د قبایلي یا ځنګلي خلکو د حقونو وکالت کوونکې خصوصي ادارې د څېړنې او وکالت برخې مشره فونا واټسن وايي: «دوی باید وښيي چې دا سړی ژوندی دی».
هغې بي بي سي ته وویل، چې د دې ویډیو د خپرولو لپاره سیاسي انګېزه هم وه.
هغې زیاته کړه: «د کروندګرۍ صنعت ولسي جرګه اداره کوي، فونایي بودجه له لاسه ور کړې. په هېواد کې د ځنګلي خلکو د حقونو خلاف لوی برید روان دی».
د دغه کس د سیمې شاوخوا ځواکمن کروندګر دي چې پر سیمه یې ولکه ټينګول غواړي.
په تېر کې هم دغو کروندګرو ویلي وو چې په دې سیمه کې کوم قبایلي یا ځنګلي کس نشته.
فونايي اداره هم له دا ډول خلکو سره د اړیکې نیولو هڅه نه کوي؛ ځکه له پرمختللي انسان د جراثیم ور تللو دفاعي قوت نه لري او ډېر اسانه د زوکام په څېر له عادي ناروغیو ښکار کېږي او مړ کېږي؛ ځکه د نوموړي په هکله ډېر لږ پوهېږو. همدا وجه ده چې د مختلفو څېړنیزو رپوټونو، خبري لیکنو او ان د یو کتاب موضوع ده.
د مونټ ریل په نوم امریکایي خبریال یې په اړه د (د قبیلې وروستی) په نوم کتاب هم لیکلی چې دغه کتاب د یوازې سړي د ژغورلو حماسي هڅه ده.
دا سړی د بې اړیکې په نوم ډلبندي شوی، په دې مانا چې څومره معلومه ده، له خپلې قبیلې بهر څوک ور سره غږېدلي نه دي.
باور دا دی چې کله پر ۱۹۹۵ کال کې کروندګرو په یوه شپږ کسیزه ډله برید وکړ، دی پکې ژوندی پاتې شوی دی.
د هغه په قبیله نوم نه و اېښودل شوی او دا هم معلومه نه ده چې پر کومه ژبه یې خبرې کولې.
له کلونو راهیسې یې د برازیل رسنۍ د سمڅې هندی بولي؛ ځکه هغه په ژورو سمڅو کې اوسېږي.
دغه ځنګلي انسان په ۲۰۰۵ کال کې جونګړه جوړوله، خو وروسته یې بېرته پرېښوده. تراوسه یې یوازې یو بلوري انځور شته چې هغه هم داسې فېلم جوړوونکي اخیستی و، چې فونایي په څارونکي سفر لېږلی و او دا انځور هم په ۱۹۹۸ کال کې د ګورمبیرا په نوم د برزایل ډاکومېنټري کې ډېر لږ ښودل شوی و.
فعالان وايي خوښ او حیران په دې دي چې پوهېږي دا سړی روغه سټه لري. دوی وايي:
«هغه ډېر ښه دی، ښکار کوي، د جوارو او نورو بوټو ځینې کروندې ساتي».
دا اداره د خپلې پالیسۍ له مخې له ګوښه شوو ډلو سره د تماس مخه نیسي او وايي، دغه سړي ډاګیزه کړې چې له چا سره تماس نه غواړي.
د فاینا واټسن په نوم یوه سیلانۍ چې سیمې ته تللې او د دې سړي د ناستې ولاړې ځایونه یې لیدلي وايي:
«هغه د یوازېتوب داسې سختې تجربې اغېزمن کړی چې نړۍ ته د ډېر خطرناک ځای په سترګه ګوري».
که څه هم دا ویډیو ممکن بې ګټې شی وبلل شي، خو مېرمن واټسن وايي، د هغه د خوندیتوب لپاره مهمه ده.
د دې سړي د قبیلې ډېر شمېر خلک هغه وخت ختم شول چې پر ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰یمو کلونو کې د دوی په سیمه کې د سوداګریزو موخو لپاره سړک تېرېده.
دا ډول بې قانونه ځنګل وهونکي او کروندګر هم ځايي ځنګلي خلک وژني چې په چارو کې یې مداخله ونه کړي.
د نړیوال خوندیتوب اداره چې په ۱۹۶۹ کال کې د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې، وايي د برازیل امازون ځنګلونه د نړۍ له بل هر ځای د ډېرو بې تماسه قبیلو کور دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.