کـاروبــاري سازمانونه

03 زمری 1397 لیکنه: ګلاب بهار

مخکې له دې چې په کاروباري سازمانونو بحث وکړو، لومړی باید سازمان وپېژنو!
سازمان په خپله د یو شخص يا يوې ډلې اشخاصو د ګډو موخو د تر لاسه کولو لپاره د خپلو وسايلو په کار اچولو څخه عبارت دی چې دغه سازمانونه بیا په عمومي توګه په دوه ډوله دي:
الف: غیر انتفاعي سازمانونه
ب: انتفاعي سازمانونه
الف- غیر انتفاعي سازمانونه
غیر انتفاعي سازمانونه هغو سازمانونو ته ويل کېږي، چې د جوړښت او ساختار موخه يې د ګټو لاسته راوړل نه، بلکې د ټولنې ښه والی او ټولنيزو ستونزو ته د پای ټکی اېښودل وي. د دغو سازمانونو غوره بېلګه سیاسي او مذهبي ډلې، خیریه بنسټونه او نورې ټولنيزې شوراګانې او جوړښتونه دي.
ب- انتفاعي سازمانونه
انتفاعي سازمانونه ټولو هغو سازمانونو ته ويل کېږي چې د جوړښت او ساختار موخه يې د ګټې ترلاسه کول وي او زیاتره یې تمرکز د توکو او خدماتو پر وړاندې کولو باندې وي، تر څو ټولنې ته دغه توکي په سټنډرډ او معیاري بڼه وړاندې کړي.
په انتفاعي سازمانونو کې نه یوازې د بنسټ اېښودونکو ګټې خوندي وي، بلکې د يو هېواد په اقتصادي وده کې هم کوټلي ګامونه اخیستی شي.
انتفاعي سازمانونه په لاندې دریو عمده برخو وېشل شوي:
۱-شخصي کاروبار
۲- شراکت
۳-د ګډې پانګې کمپنۍ

لومړی- شخصي کاروبار
شخصي کاروبار له کلونو راهيسې زموږ په ټولنه کې مروج او یو ډول دودیز کاروبار دی. په دغه کاروبار کې ټول فعالیتونه او عملیات په یوه شخص پورې تړلي وي.
شخص په یوازې توګه خپل کاروبار چلوي، کاروباري پلان جوړوي او په خپله هغه ته عملي بڼه ورکوي.
په شخصي کاروبار کې متشبث په خپله د خپل کاروبار لپاره ځای ټاکي او خپله پانګه کاروي، خو د پانګې د اړتیا په وخت کې بیا د ځينو سرچینو څخه هم استفاده کوي. مثلاً د کورنۍ غړو، دوستانو او ملګرو څخه. د خپل کاروبار د پرمخ بېولو لپاره له دوی پور اخلي او خپل کاروباري فعالیتونه پرې چلوي.
د شخصي کاروبار لپاره يو غوره او کامل تعريف چې د ټامس جې اېډمز له خوا وړاندې شوی، په لاندې ډول دی:
«شخصي کاروبار د کاروبار يو داسې ډول دی چې د هغه ملکیت او پر مخ وړل د يوه شخص په ولکه کې وي او د کاروبار د ګټې او زيان او د کاروبار د بريالیتوب او ناکامۍ مسوول وي. د هېوادونو په داخل کې دا ډول کاروبار ډېر ترسره کېږي».
د شخصي کاروبار اهمیت
د شخصي کاروبار منځته راتلل کېدای شي د بېلابېلو دلیلونو پر اساس ترسره شي چې ګټې يې ټولنې او متشبثینو دواړو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه رسېږي.
ځکه فردي فعالیتونه دي چې د يوه هېواد د اقتصادي ودې سبب ګرځي، خو باید وویل شي چې دا ډول او دې ته ورته نور ټول فعالیتونه چې تر سره کېږي، یوازینۍ موخه يې ګټه ترلاسه کول وي تر څو ګټه يې اعظمي او د فعالیتونو کچه يې پراخه شي؛ ځکه ګټه ده چې انسان کار کولو ته هڅوي او د ګټې څخه بغیر کاروبار پایښت هم نه شي کولای.
په اروپایي هېوادونو کې په عمومي توګه وګړي په لومړي قدم کې په یوازې )انفرادي) توګه تجارت پیلوي، وروسته د خپلې معاملې پر اساس د محاسب او بانک د مشورې له مخې د یوه شرکت په جوړولو پیل کوي او هڅه کوي چې په دې لاره کې د خپلې کورنۍ غړي یا دوستان له ځان سره شریک کړي او په دې توګه پر شرکت باندې خپل حاکمیت خوندي کړي چې معاملات يې په باوري فضا کې ترسره شي او بالاخره یو انفرادي کاروبار په یوه لوی کاروبار بدلوي.
د شخصي کاروبار ځانګړتیاوې
۱- د شخصي کاروبارساختار او جوړښت ډېر ساده وي او هر څوک يې چې هر وخت وغواړي، جوړولای يې شي. کومې قانوني پروسې ته اړتیا نه لري، بدون له اجازې هم کولای شو چې دغه ډول کاروبار پیل کړو. سربېره پر دې دا ډول کاروبار راجسټر ته هم اړتیا نه لري.
۲- په دغه ډول کاروبار کې د کاروبار ټولې چارې د متشبث له خوا ترسره کېږي او متشبث تل دا هڅه کوي تر څو ګټه يې اعظمي واوسي، نو په دې توګه خپل کاروبار په ښه توګه مدیریت کوي او له سرچینو څخه ښه استفاده صورت نيسي.
۳- په دغه ډول کاروبار کې د کاروبار د تنظیم او د فعالیتونو د ترسره کولو مسوولیت ټول د کاروبار له څښتن سره وي، پلان او پاليسي په خپله جوړوي او په خپله یې عملي کوي.
په دغه ډول کاروبار کې لکه مخکې مو چې يادونه وکړه، یوازې د کاروبار څښتن د کاروبار مسوول وي او په کاروبار کې د ګټې او زیان وېش ته اړتیا نه لیدل کېږي.
۴- په شخصي کاروبار کې د کاروبار د پرمخ بېولو لپاره پانګه د کاروبار د مسوول له خوا په خپله برابرېږي، خو په ځينو وختونو کې له خپلو ملګرو، کورنۍ، دوستانو او حتی له بانکونو څخه هم پورونه اخیستلی شي.
۵- په شخصي کاوربار کې د متشبث مسوولیت نامحدود وي. د زیان او خطر په صورت کې شاید د کاروبار د مسوول ټوله شتمني له منځه لاړه شي.
۶- شخصي کاروبار په ټولیز ډول کوچنی وي، مګر کله کله په لويه پیمانه هم پیلېږي چې ډېر بريالی وي، لکه څرنګه مو یې چې په اړه مخکې یادونه وکړه. د دغه ډول کاروبار ښه والی په دې کې دی چې په هر ځای کې شتون لري او په هر ځای کې مصرفوونکو ته توکي رسوي.
دویم- شراکت
شراکت چې د شخصي کاروبارونو د ځينو ستونزو او مشکلاتو په اساس رامنځته کېږي، د کاروبار یوه ډېره لرغونې او قدیمي بڼه ده چې په دغه ډول کاروبار کې د پانګې اندازه ډېره وي او د شریکانو تر منځ د کاروبار اجزاوې په خپل منځ کې تقسیم شوې وي.
په شراکت کې دوه يا له دوو څخه ډېر وګړي د يو تړون په اساس راغونډيږي، قانوني کاروبار پیلوي او د تړون په اساس خپلې دندې او حقوق خوندي کوي چې لاندې يې په تعریف کې ښه روښانه کولی شو:
(شراکت د هغه کاروبار څخه عبارت دى چې د دوو يا له دوو څخه د زياتو کسانو له لوري پرمخ بېول کېږي او د ځينو ځانګړو شرايطو په وضعه کولو سره رامنځته شوی وي چې موخه يې د ګټې تر لاسه کول وي).
د شراکت د تعريف په هکله مختلفو اقتصاد پوهانو هم خپل نظريات وړاندې کړي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
پروفیسور کېنټ شراکت داسې تعریفوي: «د يوه تړون پر اساس يو څو وګړي په خپلو کې سره پانګه، کار او وړتیا شريکوي تر څو له لاس لاندې کاروبار څخه ګټه تر لاسه کړي».
پروفيسر اس.اى. ټامس وايي چې شراکت هغه همکاري ده چې دوه يا د دوو څخه زيات کسان په خپل منځ کې په شريکه د ګټې د ترلاسه کولو لپاره يو د بل سره فعالیتونه ترسره کوي.
نو د شراکت د پورته تعريفونو څخه داسې مفهوم اخيستل کېږي چې يو کس نه شي کولى په يوازې ځان د يو کاروبار په ترسره کولو سره خپل د ضرورت وړ ټول شيان پوره کړي، نو ددې لپاره د شراکت څخه استفاده کوي؛ ځکه يو کامياب کاروبار کولای شي چې وده وکړي په داسې حال کې چې لږه سرمايه نه شي کولای يو غوره کاروبار تر سره کړي، نو د نورې سرمایې د ترلاسه کولو لپاره نوي اشخاص د ځان سره په کاروبار کې شريکوي او په دې ډول د نورو اشخاصو سرمايه جذبوي او په شريکه کاروبار تر سره کوي. يعنې د شراکت شکل اختياروي. څرنګه چې دا د کاروبار يوه اسانه طریقه ده او ګټور هم تمامېدای شي، نو پر همدې وجه دوه يا د دوو څخه زيات کسان چې عمر يې ١٨ کاله وي، کولى شي چې خپلې سرمايې شريکې او کاروبار تر سره کړي. دغه ډول کاروبار ډېر ګټور دى، ځکه چې په دغه کاروبار کې د مختلفو ذهنيتونو اشخاص شامل وي، د مختلفو ذهنيتونو څخه استفاده کوي او همدارنګه کاروبار مکمل تر کنټرول لاندې ساتي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.