نوښت څه دی او څنګه کېږي؟

09 زمری 1397 یاران ټکی کام لیکنه: اغاملوک سهار

نوښت نه یوازې د کار او ژوند ښایست دی، بلکې د بریاليتوب او چټک پرمختګ تر ټولو لوی عامل دی. همداراز د بریالیتوب یوازېنۍ لار هم نوښت دی.
نوښت یوه شعوري هڅه ده، نوښت نوې تقاضاوې رامنځته کوي او په ښه ډول یې ځواب وایي. هرڅوک نوښتګر کېدای شي، ځکه دا د فرد په هڅو، هوډ، او پلان پورې اړه لري.
د نړۍ ستر بدلونونه د نوښت نتیجه ده. که نوښت نه وای هېڅ وخت به ټکنالوجي، انساني تمدن او اسانتیاوې دومره زیاتې نه وې.
نړۍ ورځ تر بلې پر مخ روانه ده. د پرون مفکورې، د کار کولو لارې چارې او الات د نن لپاره ځواب ویونکي نه دي. که کومه اداره، شرکت او ټولنه د تېرې ورځې په فکر، تولید، رسم او کړنلاره باندې متکي وي، نه یوازې چې بې عیبه به نه وي، بلکې د پرمختګ مخه به یې په لوی لاس ډب کړي.
که تاسو پنځه ورځې له بزنسمینو سره کینی، نو شپږمه ورځ به تاسو د بزنس په اړه فکر کوی او ورو ورو به بزنسمين شی. که پنځه ورځې له نوښتګرو سره کینی نو شپږمه ورځ به تاسو د نوښت په اړه فکر کوی او ورو ورو به نوښتګر شی. که پنځه ورځې له سیاسيونو سره کینی، شپږمه ورځ به تاسو په سیاست کې لګیا یاست. نو د ناستې پاستې خلک او محیطې شرایط مهم دي. که تاسو غواړی د ژر پرمختګ لپاره لومړی ګام واخلی، نو ملګري مو فېلټر کړئ. هغه کسان له ځان څخه لرې کړئ چې په تاسو او نوښت مو باور نه لري.
نوښتګرو ته ستونزې او ننګونې فرصتونه دي؛ ځکه دوی د حل، فرصت او بزنس له عینکو ورته ګوري چې اغېزمنه حللاره ورته ومومي.
په افغانستان کې ۹۷ سلنه خلک لوړې زده کړې ددې لپاره کوي چې یو کارکوونکی شي، ۳ سلنه خلک یې بیا د کار افرینۍ لپاره کوي. اوس په افغانستان کې ۶ میلیونه خلک بې کاره دي. درې میلیونه په نشه يي توکو اخته دي. اوسمهال دولت ټولټال ۷ لکه کسانو ته دندې پیداکړې، نو هېڅکله هم دولت شپږ میلیونو خلکو ته دندې نه شي پیداکولی. خو نوښت دا کار کولای شي، ځکه نوښت د کارافرینۍ سرچینه ده.
سامسونک یو کس پیل کړ، خو نن یې تر ۴۲۰۰۰۰ نه زياتو کسانو ته دندې رامنځته کړې دي. سټیو جابز او دوو ملګرو یې په ۴۰ ډالره په ګېراج کې د اپل بنسټ کېښود، خو اوس یې شاوخوا څلور سوه زره کسانو ته دندې پیداکړې، د زرګونو اختراعاتو له ډلې يې ۳۶۰ اختراعات یوازې د سټیو جابز په نوم ثبت دي. هغه کمپنۍ چې له ګېراج نه پیل شوه، اوس ایفون او لسګونه نور داسې محصولات بازار ته وړاندې کوي چې درلودل یې د سلګونو میلیونو خلکو لوی ارمان دی.
همداسې مایکروسافټ، اېل جي…. دا باور غلط دی چې د ټکنالوجۍ په پرمختګ سره انسانان بې کاره کېږي. د موټرو په رامنځته کېدو خلکو دا باور درلود چې په زرګونو خلک به بې کاره شي، خو کله چې موټر بازار ته راغلل نو په لسګونو زره خلک د موټرو په چلولو بوخت شول او ددې شمېرې تر نیمایي زیات په ورکشاپونو کې د موټرو په ترمیم بوخت شول.
په نړۍ کې ډېری لوی لوی نوښتونه هغو کسانو کړي چې یا یې پوهنتون نه و لوستی یا ترې شړل شوي وو. لکه سټیو جابز چې اپل کمپنۍ یې رامنځته کړه، بېل ګېټس چې مايکروسافټ يې رامنځته کړ، مارک زوکربرګ چې فېسبوک يې رامنځته کړ، ریچرډ براسون، انیشټاین، جک ما، اډیسون او داسې نورو. دوی غوښتل چې نوښت وکړي او انسانانو ته خدمت وکړي، دوی په سیمه ییزو مسایلو لکه قوم، سمت، ژبه، مذهب او نژاد کې وخت ضایع نه کړ او نړۍ ته یې بل رنګ ورکړ، ځکه دوی عملګرا وو، په خبرو یې ژوند نه تېراوه. په دغو کسانو کې ډېری یې د خپلو نوښتونو او هڅو په وسیله ډېر بډایه هم شول، ځکه دا یې حق هم و لکه بېل ګېټس چې نږدې د دوو لسیزو لپاره د نړۍ بډایه کس پاتې شو. نن د نړۍ ۹۰ سلنه کمپیوټرونو کې د مایکروسافټ وېڼدوز دی چې د بېل ګېټس په هڅو جوړ شو؛ کنه تر دې مخکې کمپیوټر زده کول او ورنه ګټه اخیستل دومره اسانه هم نه وو.
نوې مفکورو له کومه کړو؟
په بډايه کارافرینانو باندې د شوې څېړنې لنډیز:
۷۱ سلنه خلکو ته په یوه ځای کې له کار کولو او لیدلو وروسته په الهام نوې مفکورې ذهن ته راغلې، ۲۰ سلنو یې په تصادفي ډول مفکورې پیدا کړې، ۳ سلنه خلکو له سیستماتیکو څېړنو وروسته نوې مفکورې رامنځته کړې، ۴ سلنه خلکو د نورو په کار او نوښتونو له بحث وروسته نوې مفکورې رامنځته کړې، ۲ سلنه خلکو بیا په سفر او له نورو سره د عاشقۍ په وخت کې نوې مفکورې رامنځته کړې.
یوه وړه کتابچه له ځان سره ولرئ. هر چېرته چې مو نوي څه ولیدل، له ځان سره یې نوټ کړئ. د شپې تر ویده کېدو مخکې لس دقیقې د نوې مفکورې، نوښت او ژوند ښه کېدو په اړه فکر وکړی او وروسته ویده شئ. په خوب کې ستاسو د مغز لاشعور ورباندې کار کوي، سهار یا که د شپې له خوبه پورته شوی، هرڅه چې مو په ذهن کې وو په هغه وړه کتابچه کې یې نوټ کړی او وروسته ورباندې فکر وکړئ.
ستونزې مو فرض کړئ. مثلاً که نوی کور یا موټر، یا نوی کار پیلوم‎، نو امکانات او حل به څنګه ورته پیداکوم؟ په حل ارزي کنه؟ که نه شي حل نو څه به وشي او په حل کېدو یې زه څومره وده کوم؟
د خپل کار، ستونزو او پرمختګ په اړه فکړ وکړی، ویې لیکی، رسم یې کړی، شفاهي یې وڅېړی، مشوره واخلی، پرېزېنټېشن، رنګول او انمېشن یې جوړ کړئ. یعنې خپل ځان له مختلفو اړخو وښیی، ځکه انسان مختلف استعدادونه لري.
هغه کسان چې قوي تخیل لري، قوی نوښتګر دي. زما په نظر تخیل او نوښت لکه شخصیت او لیکوالي ورو ورو وده کوي نو ښه ده چې خپل تخیل او نوښت ته د ودې لارې چارې ولټوو.
ډېر کتابونه ولولئ، د میلیونرانو، میلیاردرانو او مخترعینو ژوند لیکونه او نوې څېړنې ولولئ.
که بیا هم تاسو نوې مفکورې نشی پیداکولی نو منفي فکر وکړئ چې څنګه یو څه تخریب کړی، څنګه د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړئ، وروسته مو خپل تخریبي او منفي فکر او حل سرچپه کړی نو په یوه حل به بدل شي، خو د یو څه باید یادونه وکړم چې بې له خطر او رېسک څخه د بریالیتوب غوښتل داسې دي لکه په خوب کې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.