د ګډې پانګې کمپنۍ

17 زمری 1397 لیکنه: ګلاب بهار

ښکاره خبره ده چې سوداګریز فعالیتونه د انسانانو د پیدايښت سره جوخت رامنځته شوي دي. دغه فعالیتونه په لومړیو کې په ډېر ساده او بسیط ډول سرته رسېدل، خو د وخت په تېرېدو او د علم او تخنيک په پرمختګ سره په ټولو سوداګریزو فعالیتونو کې هم زیات تحولات او بدلونونه رامنځته شول.
لکه څرنګه چې په تېره لیکنه کې مو ذکر کړل چې په شخصي کاروبار کې د کاروباریانو لپاره یو لړ ستونزې او مشکلات رامنځته کېدل چې کاروباري نه شوای کولی چې دغو ستونزو ته په یوازې ځان د حل لاره پيدا کړي، نو مجبور شول چې د دغو ستونزو د حل لپاره له ځينو خلکو سره تفاهم وکړي او يو ځای کـاروبـار پيل کړي چې د کاروبار دویم ډول (شراکت) يې رامنځته کړ. د وخت په تېرېدو سره شراکت هم ونه شو کولی چې دغو ستونزو ته په اغېزناکه توګه ځواب ووایي، په ځانګړې توګه د اروپا د صنعتي انقلاب له راتګ وروسته د اوولسمې زېږدیزې پېړۍ په اخرو کې د توکو په تولید او وېش کې زياتوالی راغی، نو د داسې لویو کمپنیو د جوړولو يوه انګېزه رامنځته شوه چې خورا ښه رقابت کوونکي اوسي او د څو کسانو پانګې او سپما شوي عواید راټول کړي، تر څو د فردي ګټو تر څنګ د ټوليزو ګټو د خوندیتوب په موخه د لویو کمپنیو د جوړولو نظام مروج کړای شي. د کاروباریانو دغه هڅې او هاندونه وو چې د ګډې پانګې کمپنۍ یا Joint stock Company یې رامنځته کړې.
د ګډې پانګې کمپنۍ یا Company Joint stock د کاروبار يو داسې ډول دی چې مختلف وګړي د کاروبار د پرمخ بېولو او ګټې ترلاسه کولو لپاره خپلې پانګې د ونډې په شکل سره یو ځای کوي او لاسته راغلې ګټه په خپلو منځونو کې د پانګې د اندازې پر اساس وېشي.
د ګډې پانګې کمپنۍ لپاره بېلابېل تعریفونه شوي چې د ځینو پوهانو تعریفونو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
لارډ لنډلي وايي:«د ګډې پانګې کمپنۍ د وګړو يوه داسې ټولنه ده چې پیسې او پیسو ته ورته توکي د ګډې موخې د لاسته راوړلو لپاره په ګډه پانګه کې لګوي».
جیمز سټیفن: «د ګډې پانګې کمپنۍ د ډېرو وګړو يو ټولنه ده چې د کاروبار يا سوداګرۍ په موخه پیسې يا پیسو ته ورته ارزښتناک توکي سره شريکوي او له کاروبار څخه لاسته راغلې ګټه په خپل منځ کې وېشي».
پر پورته تعریفونوسربېره کولی شو چې د ګډې پانګې کمپنۍ په لاندې ډول هم تعریف کړو:
«د ګډې پانګې کمپنۍ د کـاروبـاریانو هغه ټولګه ده چې دوی ددې لپاره خپل پولي او مالي وسایل په کار اچوي چې د خپلې ونډې په اندازه د کـاروبـار په ګټه او زيان کې ځان شريک کړي، د ګډې پانګې کمپنۍ په نوم يادېږي».
د ګډې پانګې کمپنۍ یا Company Joint stock د دې لپاره ډېرې مهمې دي چې دلته دوه ډوله ونډه اخیستونکي شتون لري: یو هغه څوک چې د کـاروبـار د فعالیتونو لپاره پانګه تهیه کوي (ونډه لرونکي)، خو د کاروبار په فعالیتونو کې ونډه نه اخلي او یوازې د خپلې پانګې او ونډې په اندازه ګټه یا زیان ترلاسه کوي. دویم ډول هغه ونډه اخیستونکي دي چې د کاروبار د حقوقي شخصیت دنده پر غاړه لري (مشر تابه او مدیره هئیت)، چې دغه مدیره هئیت بیا د کمپنۍ او کاروبار د فعالیتونو تنظیم، د کاروبار سره د مخامخ اړیکې او د چارو د پر مخ بېولو استازولي کوي.
د ګډې پانګې کمپنۍ یا Company Joint stock د شخصي کاروبار او یا شراکت په څېر د ونډه اخیستونکو په مړینه، حجاز او لېونتوب نه منحل کېږي، بلکې د کمپنۍ په تولیدي چارو هېڅ اغېزه نه لري؛ ځکه په دغه ډول کاروبار کې د ونډه اخیستونکي د مړینې یا لېونتوب وروسته د ونډه اخیستونکي خپلوان هم کولی شي چې د پېښې د پېښېدو پر مهال په مروجه قېمت د هغه د اسهامو مستحق شي او نه شي کولای یوازې له هغو حقوقو څخه چې هغه ته له پېښې څخه وړاندې ثابت وو، د نویو حقوقو مستحق شي. په دې توګه ویلی شو چې د ګډې پانګې کمپنۍ د یوه هېواد د اقتصادي ودې او تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره تر ټولو غوره وسیله ګڼل کېږي؛ ځکه دلته د تولید یا خدماتو پروسه دوامداره وي، تولیدي اقتصاد باثباته وي او کمپنۍ خپل فعالیتونه د کوچنیو پېښو په پېښېدو سره نه ودروي.
د ګډې پانګې کمپنۍ اهمیت
د ګډې پانګې کمپنۍ په هېواد کې د یوه با ثباته تولیدي او خدماتي سیستم رامنځته کولو سره مرسته کوي. په دې مانا چې هغه وخت چې یو فرد په شخصي کاروبار لاس پوري کړي، شاید کاروباري د زیاتو ستونزو سره مخامخ شي (د پانګې کمښت، د کاروبار انتخاب، ټول زیان یو کس ته او داسې نور) او په یوازې ځان ونه شي کړلی چې دغو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي او شاید چې د ستونزو نا ځوابه پاتې کېدو په صورت کې دغه کاروبار له منځه لاړ شي او د خلکو تقاضاوو ته په سم ډول ځواب ونه ویل شي.
همدارنګه شراکت چې نسبتاً مزایاوې يې شخصي کـاروبـار ته زیاتې دي، خـو بیا هم ځينې ستونزې لري چې د ګډې پانګې کمپنۍ په رامنځته کېدو سره تر یوه حده پورې دغو ستونزو ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.
د ګډې پانګې کمپنۍ له دې امله هم زیات اهمیت پیدا کړی چې پروسه یې متداومه او د یو ونډه اخیستونکي په مړینه یا نشتون کې یې فعالیتونه نه ټکني کېږي او بل دا چې په دغه ډول کـاروبـار کې لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه، پروسه متداومه وي چې په نتیجه کې يې د تولید مقدار اضافه کېږي او د تولید د مقدار د زیاتوالي په صورت کې داخلي تقاضا مشبوع او خارج ته د توکو په انتقالولو لاس پوري کېږي، چې دا بیا خپله د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې لویه ونډه لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.