مسیر ورځپاڼه

مسیر ورځپاڼه

پوتین په یوه رسمي سفر آلمان ته تللی و او هلته یې ددغه هېواد له لومړۍ وزیرې سره کتلي دي. د المان او روسیې ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې روسیې کریمیا له اوکراین بېله کړه. دواړه هېوادونه پخپل منځ کې د مایع ګاز سوداګري هم لري او اوس له روسیې المان ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه پیل شوې ده. ټاکل شوې چې دغه پروژه له اوکراین تېره شي. دواړو لورو ددغه پروژې پر عملي کولو او همدا راز د درېیم هېواد له لوري د احتمالي خنډونو پر جوړولو بحث کړی دی. د کریملین ویاند دیمتري بیا ویلي، چې ښایي امریکا پر المان فشار راوړي چې دغه پروژه ودروي او یا پر هغو شرکتونو بندیزونه وضع کړي، چې په یاده پروژه کې کار کوي، نو له همدې امله پوتین او مېرکل پر دغه موضوع اوږده بحثونه کړي دي. المان ټینګار کړی دی، چې دغه پروژه به بشپړوي او د خپل هېواد اړتیاوې به پوره کوي.

 

ملګري ملتونه وايي وسله وال طالبان دې د مرستندویه ډلو د کارکوونکو ژوند ته خطر نه جوړوي. ملګرو ملتونو د وسله والو طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې ویلي یې وو، له دې وروسته له نړیوال سره صلیب سره خپل امنیتي تړون لغوه کوي. د ملګرو ملتونو سازمان وايي افغانستان لا هم د هغو درېیو هېوادونو په قطار کې دی، چې د مرستندویه ډلو لپاره خطرناک دی. دغه سازمان وايي همدا روان کال تر دې دمه په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو ۲۳ غړي وژل شوي ۳۷ کسه ټپیان دي او ۷۳ داسې پېښې شوې چې دغه کارکوونکي پکې تښتول شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د رسونې برخې پر وسله والو طالبانو غږ کړی، چې مرستندویې ډلې او بنسټونه خپلو چارو ته پرېږدي، څو دوی وکړی شي د افغانستان په سختو او جګړه ځپلو شرایطو کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

 

د سعودي عربستان په جدې ښار کې ددغه سازمان له مرکزي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني وروستۍ جګړې د افغان شخړې خراب امنيتي حالت په ډاګه کړ. سرچينې زياته کړې چې ددغې جګړې له امله د جنګ دواړو خواوو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د اسلامي هېوادونو د سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف بن احمد العثيمين د افغان جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده. هغه پر وسله والو طالبانو او د افغانستان پر حکومت غږ کړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پيل کړي. ډاکتر عثيمين دغه راز وايي چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري او پر سياسي جوړ جاړي يې ټينګار کړى دى. نوموړي د افغان شخړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې د اوربند کولو ترڅنګ د سولې د خبرو لپاره رغنده اقدامات وکړي.

 

تر اوولسه کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره حرکتونه ډېر شوي دي. واشنګټن پوسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، سره له دې چې د تېرو اوولسو کلونو په پرتله په افغانستان کې جګړې سختې شوې دي، خو تر څنګ یې د سولې لپاره ولسي او ټولنیز حرکتونه ډېر شوي دي. نشریه د هلمندي ځوانانو د سولې کاروان ته په اشارې وايي، چې نه یوازې دوی د سولې لپاره هڅې پيل کړې دي، بلکې د سیمې هېوادونو، افغان حکومت او نړیوالو ادارو هم د افغان سولې په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي. نشریه لیکي افغانان نور له اوږدو او خونړیو جګړو ستړي شوي دي او ددې لپاره هڅه کوي چې سوله راشي. سرچینه کاږي په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ملکیانو لپاره خورا خونړۍ وه او دا ددې لامل شوه، چې ولس په سوله پسې ووځي او د جګړو په کابو کولو کې خپل رول ادا کړي. دغه نشریه د افغانستان د ستونزې د حل لار جګړه نه بلکې د سولې مذاکرات بولي او په وینا یې افغانان هم ددې غوښتونکي دي چې دلته روانې ناخوالې د سولې او خبرو پر مټ حل شي.

 

د هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وایي د لوی اختر په مناسبت د اوربند د اعلان په اړه مشورتي ناستې دوام لري هغه زیاته کړې، چې ولسمشر غني به د اوربند د اعلان په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه د مشورتي ناستو په اخېر کې اعلان کړي. په ورته وخت کې ځینو سرچینو ویلي، چې طالبان هم د لوی اختر په مناسبت پر څلور ورځني اوربند غور کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او د علماو شورا غړو له ولسمشر غني او د طالبانو له مشرتابه نه وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت دې اوربند اعلان کړي.

 

ولسمشر غني وایي، سوله د تړلو دروازو او له سیاسي اجماع پرته نه شي راتللی. د ارګ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په هېواد کې د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه نن له غرمې مخکې د هېواد د چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسوولینو سره په ارګ کې مشورتي ناسته کړې ده. ولسمشر یادو مسوولینو ته په خبرو کې ویلي، چې حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع تر لاسه کړې ده او همدا علت دی، چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده. د سرچینې په وینا، ولسمشر له مسوولینو وغوښتل چې د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د ملي اجماع په رامنځته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

 

د کوفي عنان بنسټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي نن سهار د سویس په پلازمېنه برن ښار کې مړی شوی دی. کوفي عنان د لسو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه پاتې شوی دی او په ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې ده. د کوفي عنان بنسټ له لورې په خپاره شوي بیان کې د هغه د مړیني د علت په اړه ویل شوي، چې عنان د ور پیښې ناروغی له امله مړ شوی دی.

 

د هېواد د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي او د علماو شورا غړو له ولسمشر غني او د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې، چې د لوی اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي. خلیلي نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د سولې او د علماو شورا هیله لري، چې دواړه غاړې د اوږدې مودې لپاره اوربند اعلان کړي. د وسله والو طالبانو یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو تر دې مخکې ویلي و، چې د طالبانو مشرتابه د لوی اختر په مناسبت د احتمالي اوربند پر اعلان غور کوي. د طالبانو یوه چارواکی ویلي، چې ځینې ملګرو یې د اوو ورځو لپاره د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د راجستر شویو سیاسي ګوندونو له استازو سره د کتنې پر مهال او د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې ویلي و، چې د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند مشورې روانې دي. د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري هم تر دې مخکې ویلي و، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.

 

طالبانو بیا هم د بهرنیانو تر وتلو پورې پر جګړه ټینګار کړی دی. د وسله والو طالبانو له لوري د اختر په مناسبت په یوه خپره شوې اوږده اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې به د بهرنیانو تر حضور پورې جګړه کوي. دوی همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د خپلې خوښې نظام جوړوي او په وینا یې اوسنی نظام فاسد دی، چې افغانان ترې ستړي شوي دي. وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو په اړه ویلي، چې تل یې له امریکا سره پر مخامخ مذاکراتو ټینګار کړی دی او دغه لړۍ ته به ادامه ورکوي. طالبانو ویلي، چې دا لړۍ به ادامه ولري او د امریکايي حضور د ختمولو لپاره به د ولس غوښتنو ته پام کوي. دوی ټینګار کړی، چې له امریکا سره به هيڅ وخت هغه هوکړې ته و نه رسېږي چې ددوی د ارمانونو خلاف وي. وسله والو طالبانو په خپله اعلامیه کې د اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي چې امریکا ددیني علماوو، ټولنیزو رسنیو او نورو اړوندو وسیلو له لارې پر طالبانو د فشار هڅه کوي. دوی همدا راز د متحده عربي اماراتو او قطر هغه پلان غندلی چې له مخې به یې ددوی ځواکونه د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته راځي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، له افغان حکومت سره پر خپلې کړې ژمنې ولاړ دی. د پاکستان د پوځ له خوا نن په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال قمر جاوید باجوه دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې افغان ولسمشر غني پرون په غزني کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په خطاب کې وویل، چې باید له خپلې خاورې د ترورستانو د اوښتو د مخنیوي په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي. افغان چارواکو ویلي، چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو په وروستیو پراخو بریدونو کې د هغوی په لیکو کې د بهرنیانو په ډله کې ګڼ شمېر پاکستانیو وسله والو هم برخه اخیستې وه. د پاکستاني پوځي مشر په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی، چې د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، تر هغو په افغانستان کې سوله نه شي راتلی څو چې په دې هېواد کې بهرني اشغالګر موجود وي.