کالم

ښايي تاسو به هم دا عات لری چې د موبايل بېټرۍ مو د شپې چارج کړی او د ورځې ترې ګټه واخلی. خو ایا، کله مو فکر کړی چې دا کار مو د ټليفون پر بېټرۍ کوم ناوړه اغېز لري او که نه؟ که نه! نو دا ليکنه تر پايه ولولئ.له هغې ورځې چې ځيرک موبايلونه بازار ته راغلي او…
چین غواړي په سیمه کې د زېربنایي جوړښتونو د شبکو د رامنځته کولو له لارې (د چټکو رېل لارو له جوړولو را نیولې په پوهنتونونو کې د بهرنیو محصلینو تر زده کړو او اوسېدو پورې) د یو کمربند، یوې لارې پروژې په اډانه کې خپله ازاده سوداګري، سلطه او اغېز خپور کړي. لا هم چینایي رسنۍ په پراخه کچه دا…
ګوګل، فېسبوک او اپل هغه نړیوالې نوموتې کمپنۍ دي چې په نړۍ کې ډېر متخصص کسان هیله لري ورسره کار وکړي او د خپلې کاري تجربې په څنډه کې یې دا ویاړ لیکلی وي. د یادو کمپنیو اعتبار، ارزښت او شهرت دی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هر کال میلیونونه کسان ورته خپلې سي وي ګانې وراستوي او…
د نړۍ تر ټولو مشهور پوهنتون هاروارډ د راتلونکي تحصيلي کال لپاره سکالرشیپونه اعلان کړي دي. هاروارډ په متحدو ایالتونو کې دویم او په نړۍ کې درېیم معتبر پوهنتون دی. دغه پوهنتون هر کال د کورنيو او بهرنیو محصلینو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا په کچو د زده کړو وړيا سکالرشیپونه اعلانوي. په هاروارډ پوهنتون کې په شخصي لګښت زده…
مجازي نړۍ کټ مټ د حقيقي هغې په څېر له غلو او لوټمارانو ډکه ده. هکران يا انټرنېټي غله د خلکو پاسورډونه غلا کوي او له دې لارې د هغوی شخصي معلوماتو ان د هغوی بانکي حسابونو ته لاسرسی مومي.پاسورډونه په مجازي نړۍ کې زموږ کورونو ته د ننوتلو کلي ده، که پاسورډونه کمزوري وي نو هکران به زموږ کورونو…
پنځم- د بنګله دېش- چین- هند- میانمار دهلېزدا اقتصادي دهلېز به چین له جنوبي اسیا سره ونښلوي. د یو کمربند، یوې لارې پروژې او دغه راز د اوسنیو سیاسي بدلونونو له رامنځته کېدو مخکې، دغه راز د ځمکې او سرحدي ستونزو له په پام کې نیولو پرته، چین په دې اند دی چې هندوستان له لویدیځې اسیا او له هغه…
د «The International Leader of Tomorrow» تر نامه لاندې د کاناډا سکالرشیپونه هم په نړۍ کې د اعتبار او امتیاز له اړخه ډېر مشهور دي. د دغه سکالرشیپونو کوربه پوهنتون په کاناډ کې د برېټېش کولمبیا پوهنتون دی چې په نړۍ کې ۴۰ ځای لري. د کاناډا حکومت د «سبا ورځې نړیوال رهبر پروګرام کې» هر کال بهرنیانو ته په…
په WordPress، Blogger او Drupal کې د یوې وېبپاڼې جوړول اسان او ساده کار دی. په دې ډله کې بيا د WordPress ځانګړنې تر ټولو عالي دي. خو مهمه خبره د يوې وېبپاڼې مشهورول او هغې ته د پراختيا ورکول دي. له هغې راهيسې چې انټرنېټ اختراع شوی خلکو پکې د يو ميليارد په شاوخوا کې وېبپاڼې جوړې کړې دي.…
اوبه د الله جل جلاله له نعمتونو څخه یو ستر نعمت دی چې په پرېمانه توګه يې د انسانانو، نباتاتو او حیواناتو د ژوند د بقا لپاره پيدا کړې دي؛ خو موږ باید د دغه ستر نعمت قدر وپېژنو او ویې کړو.د انسانانو په ژوندانه کې د اوبو ستر اهمیت ته په کتلو سره، د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ…
دويم- د چین-منګولیا-روسیې اقتصادي دهلېزپه دې مسیر کې د چټک سرعت اورګاډي پټلۍ او د سړکونو شبکې شاملې دي چې په دوو استقامتونو کې به وغځول شي: • بیجېنګ- تیانجین- هېبې تر روسیې پورې (د هوهات له لارې، د منګولیا په داخل کې)• له دالیان څخه د روسیې تر چیتا پورې (د شینیانګ، چانګچون، هربین او د منګولیا په داخل…
ترکیه هم په اسیا کې د تحصیلي سکالرشیپونو د ورکړې پراخ پروګرامونه لري. ترکیه د لېسانس او ماسټرۍ په برخو کې هر کال زرګونه محصلین جذبوي. ترکیه یوازې د لېسانس زده کړو لپاره د سکالرشیپ شپږ پروګرامونه لري چې په دې ډول دي: 1- د ترکي ژبو هېوادونو د سکالرشیپ پروګرام:په دغه پروګرام کې قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان، ترکمنستان او د…