ژوند

په ارواپوهنه کې قانون دی چې وایي: «په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړئ چې غواړی یې، تصویر د ډېر وخت لپاره درسره په ذهن کې وساتئ او بیا بیا یې سترګو ته ودروئ، په پای کې به هغه څه ترلاسه کړی چې غواړی يې». که د دندې بدلول درته نا ممکن وي او له خپلې دندې…
څېړنو ثابته کړې چې د رومي بانجانو دانې کولی شي د یوه طبیعي درمل په توګه د اسپرینو په څېر ګټورې تمامې شي. څېړونکو د رومي بانجانو په دانو کې داسې مواد کشف کړي چې د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، په بدن کې د وینې له جریان سره مرسته کوي او د اسپرینو په څېر کار ورکوي.همدا اوس…
په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وایي، د زړه ناروغۍ د ښځو د مړینې اصلي لامل دی. دغه مرکز وایي، په هرو څلورو مړې کېدونکو ښځو کې د يوې د مړينې لامل د زړه ناروغي وي. دغه محاسبه د نارینه و لپاره هم صدق کوي او د نارینه و په مړینه کې هم د زړه ناروغي له…
ځینې ساده لارې چارې او سپارښتنې شته چې کولای شي په سړو کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخنۍ پر مهال پټ وساتئ.د بدن ځینې برخې…
که مو خپلو ماشومانو ته د ادب په ور زده کولو کې بې پروایي کړې وي، نو باید پوه شی چې هېڅوک له بې ادبه ماشوم سره ناسته پاسته نه خوښوي. یو بې ادبه ماشوم په یوه ستر بې ادبه بدلېږي او هغه لویان چې مؤدب نه وي نو د دندې، واده او ملګرو په موندلو کې به له ډېرو…
ډېر واړه کارونه شته چې په ترسره کولو سره یې ستاسو په ژوند کې بدلون راځي او خوښۍ در په برخه کوي. شتمني خوښي نه شي درکولی، بلکې یوازې تاسو خپله کولی شی چې ځان خوشاله کړی.د زړه کړکۍ مو د ښېګڼو پر مخ پرانيزئ.د «مننه» کلمه ډېره کاروئ.د «ښه» او «بلې» پر ځای د «په سترګو» له جملې څخه…
ډاکټران وایي، خواړه بايد تر خوړلو مخکې د اړتیا په اندازه ګرم شي. څومره چې د تودوخې له اړخه خواړه معتدل وي، هغومره پر معدې فشار کمېږي او د درد مخنیوی کېږي.په هر څه کې تعادل مراعاتول د انسانانو په ګټه دي، ان که د خوړو په یخوالي یا تودوالي کې هم وي. متخصصین وایي، د ډېرو یخو خوړو خوړل…
له ګلونو او شنو بوټو په ډګ چاپېریال کې قدم ووهه.د ډار پر وړاندې قوي او پیاوړی و اوسه.په یوه نه یوه پلمه دې کورنۍ خوشاله کړه.زړه دې له نفرت څخه پاک کړه.نننۍ ورځ له خاطرو څخه په یوه ډګه ورځ بدله کړه.زغم ولره، خیر دی که هر څومره سخت هم وي.پر شاوخوا را ټول خلک دې وخندوه.هره دعا چې…
د چا چې د يوې مفکورې تر عملي کولو وړاندې په سر کې بله مفکوره پيدا کېږي موخې ته نه رسېږي. پرېکړه تر ټولو سخت کار دی، هغه که بيا برخلیک ټاکوونکې پرېکړه وي نو کول يې لا سختېږي. ویلیام جېمز وایي: «کله ناکله مجبور يو چې پرېکړه وکړو، خو نه شو کولی؛ ځکه وېرېږو چې غلطي ونه کړو». د…
د برېټانیا په لېسټر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي، چې د کب پروټین د زړه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي. څېړنو په کبانو کې موجود پروټین د زړه او وینې د رګونو په درملنه او دغه راز د مغزي سکتې، د زړه حملې او د زړه د ضعف په مخنیوي کې اغېزناک بللي دي. د کبانو پروټین چې پېټید هم…
ځیګر د حیاتي غړو له ډلې شمېرل کېږي چې ګڼې دندې ترسره کوي. د بېلګې په توګه: وینه تصفیه کوي، وينې ته له جذب شویو موادو څخه مضر توکي بېلوي او د ځیګر اړوند هورمونونه تولیدوي. که ځیګر زیانمن شي نو خپله دنده سمه پر مخ نه شي بېولی او له همدې کبله انسانان له ګڼو ناروغيو سره مخ کېږي.غیر…