څنګه مؤدب ماشوم و روزو؟

25 سلواغه 1396 ژباړه: عطا محمد میاخېل

که مو خپلو ماشومانو ته د ادب په ور زده کولو کې بې پروایي کړې وي، نو باید پوه شی چې هېڅوک له بې ادبه ماشوم سره ناسته پاسته نه خوښوي. یو بې ادبه ماشوم په یوه ستر بې ادبه بدلېږي او هغه لویان چې مؤدب نه وي نو د دندې، واده او ملګرو په موندلو کې به له ډېرو زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.
د مؤدبو ماشومانو په روزلو سره نه یوازې هغوی ته خدمت کوی، بلکې ټولنې ته به مو هم لوی خدمت کړی وي.
د ماشومانو په روزلو کې لاندې سپارښتنې په پام کې ولرئ:
۱ – په خپل کور کې د مؤدب اوسېدلو تمرین وکړئ. کله چې ماشوم ستاسو مؤدبانه چلند وویني، نو ستاسو له نصیحتونو څخه لا ډېر څه زده کوي. یو ماشوم هغه څه چې ویني او یا یې هم اوري د بېلګې او الګو په توګه په پام کې نيسي. که چېرې د کورنۍ غړي له یو بل سره مؤدبانه چلند وکړي، نو ماشومان په ډېرې آسانۍ سره ادب زده کوي.
په دې صورت کې د هغوی دې ته پام کېږي چې مؤدب اوسېدل نورو ته یو ډول درنښت ورکول دي، ستاسو دنده دا ده چې ماشومان نورو ته د درنښت کولو په ارزښت پوه کړی.
۲- خپلو ماشومانو ته درنښت ورکړئ. کله چې ماشومان څه درکوي، نو مننه ترې وکړئ او هر کله چې ترې د کوم کار د ترسره کولو هيله لری نو د «مهرباني وکړه» اصطلاح په کارولو سره پرې امر وکړئ.
۳- خپلو ماشومانو ته په ټلیفون کې د خبرو کولو سمه طريقه ور زده کړئ. په دې يې پوه کړئ چې ټلیفوني اړيکې څنګه ځواب کړي او خپلې خبرې څنګه پای ته ورسوي. د دې لپاره چې ماشومان مو په ټليفونونو کې په ښه ډول خبرې وکړي، نو په خپله دا کار وکړئ. ماشومان بايد په دې پوه شي چې کله نور ټلوېزيون ګوري يا ډوډۍ خوري، دوی بايد په ټليفون کې خبرې ونه کړي.
۴- خپل ماشوم ته ور زده کړئ چې له خلکو سره مرسته وکړي. د بېلګې په توګه: نورو ته د دروازې په خلاصولولو کې مرسته، پر ځمکه د لوېدلو څيزونو په را پورته کولو کې مرسته او دغه راز د مننليک ليکل.
که چېرې د کورنۍ غړي د مؤدب اوسېدلو تمرین وکړي، ماشومان به یې هم ادب زده کړي. په یاد مو وي چې ماشومان ډېر څه له هغو کسانو زده کوي چې دوی ته د بېلګې او الګو حيثيت لري.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.