وېروونکي فلمونه او پر روغتیا یې منفي اغېزې

14 غبرګولی 1397

په هالنډ کې په یوه تازه څېړنه کې په ډاګه شوې چې د وېروونکو یا Horror فلمونو لیدل د انسان پر روغتیا په مستقیمه توګه اغېز کوي.
د هالنډ څېړونکو ویلي چې د دغه ډول فلمونو لیدل د انسان د بدن وینه پړنوي او د منجمد کېدو حالت ته يې بیايي.
د هالنډ د لادین پوهنتون څېړونکو ویلی چې د انسان د وینې له پړنېدو سره په بدن کې د وینې جریان د بندېدو خطر ۲۰ سلنه زیاتېږي او د زړه د درېدو لامل کېږي.
که څه هم هالنډي څېړونکي د وېروونکو فلمونو لیدل د زړه د درېدو خطر بولي، خو افغان کتونکي په هېواد کې یو شمېر تصویري خبرونه او یو شمېر بوږنوونکې ویډیوګانې د انسان صحت ته ستر ګواښ بولي. دغه څه بیا د ماشومانو لپاره بېخي خطرناک دي. د فلمونو تر څنګ څېړنو ثابته کړې چې کمپیوټري او یا هم په ځیرکو موبایلونو کې یو شمېر لوبې د ماشومانو پر رواني حالت منفي اغېز کوي. د ارواپوهنې متخصصين وایي، هغه ماشومان چې د کمپیوټر او یا هم ځیرک موبایل په وسیله جنګي لوبې کوي، له رواني پلوه يې راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کېدای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.