په روژه کې د خرما ګټې

22 غبرګولی 1397

په روژه کې له خرما ډېره ګټه اخيستنه د دې مېوې ارزښت را په ګوته کوي. دغه مېوه د وجود په ځواکمنتیا او د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې اغېزناکه تمامېږي. خرما د شکرې ناروغۍ په کنټرول کې ډېره مرسته کوي. په روژه کې د خرما خوړل د دې لامل کېږي چې کاربوهایدرېت په بدن کې په اسانۍ ازاد شي او د ورځني فعالیت لپاره انرژي رامنځته کړي. په همدي موخه د روژې په مبارکه میاشت کې باید د ژر جذب په موخه له ساده قندونو ګټه واخیستل شي؛ ځکه چې د روژې په میاشت کې شکره په خپله لږه کچه کې وي او دغه څه روژه ماتي ته په نږدې وخت کې د سردردۍ لامل هم کېږي او کولی شو د خرما په خوړو سره دغه ستونزه حل کړو. د خوراکي توکو څېړونکي لارښوونه کوي چې روژه ماتی په خرما، ګرمو اوبو، کم رنګه چای او یا هم په شیدو وکړئ؛ ځکه چې د دغو موادو په خوړولو سره قندي موادو ته د بدن اړتیا په چټکۍ سره له منځه ځي او بدن د نورو خوراکي توکو د خوړلو لپاره لا ښه چمتو کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.