د هندواڼې له دې ګټو خبر شئ

10 چنګاښ 1397

د هندواڼې اصلي سرچینه هندوستان دی او له هغه ځایه د نړۍ نورو سیمو ته لېږدول شوې ده. هندواڼه یو کلن نبات دی چې پلنې پاڼې، څښېدونکی بوټی او ژېړ ګلان لري. که اوبه یې پر مخ او یا ځان وموښل شي، نو د مخ د پوستکي ښایست زیاتوي او انسان له جلدي ناروغیو ژغوري، مثانه قوي کوي او کاڼی یې له منځه وړي. که له خرما سره وخوړل شي، ګټه یې ډېره زیاتېږي.
هندواڼه د سیترولین په نوم امیني تېزاب، د کاروتن او لیکوپن په نومونو ځینې نور مواد او د مانیتول په نوم یو ډول خواږه لري. دغه راز د A.B.C ویټامینونو لرونکې هم ده.
د ډاکټرانو له لیدلوري، هندواڼه ډېرې روغتیایي ګټې لري چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
هندواڼه د وینې فشار را کموي.
هندواڼه د مثانې پړسوب له منځه وړي.
بدن تازه او ښکلی ساتي
معدې او بډوډو ته ګټه رسوي
په هضم او د وینې په جوړښت کې مرسته کوي
د وچکۍ (محرقې) لپاره هندواڼه له درملو څخه کمه نه ده
هندواڼه د زړه ناروغۍ په درملنه کې مهم رول لوبوي
تنده له منځه وړي
د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهني وړتیا پیاوړې کوي
ټوخی له منځه وړي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.