په بدن کې د ایوډین کموالی، روغتیا ګواښي

12 چنګاښ 1397

د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ذهن د وروسته پاتې والي عمده علت د ايوډين کموالی ښودل شوی دی. په بېلابېلو روغتيايي څېړنو کې راغلي چې د افغانستان ډېری ماشومان او ښځې د ايوډين پر کموالي اخته دي. ايوډين د انسان په بدن کې يوه اړینه ماده ده چې د ټايرايډ د غدې په فعاليتونو کې عمده رول لري. دغه غده د تايروکسين په نوم يو هورمون تولیدوي چې ايوډين يې اساسي جز دی. که چېرې ايوډين کم شي، دغه غده بيا په سمه توګه کار نه شي کولی، غټېږي او د جاغور په نوم ناروغي منځته راوړي.
ډاکتران وايي، که د انسان په بدن کې ايوډين کم وي نو بدن په سمه توګه کار نه شي کولی. ماشوم سمه وده نه کوي، په تېره بیا دماغي وده يې ډېره کمزورې کېږي. په څېړنو کې دا هم جوته شوې چې که يوه مور د ايوډين پر کموالي اخته وي نو ماشومان يې هم پرې اخته کېدای شي. هغه ماشوم چې د مور په نس کې د ايوډين پر کموالي اخته وي تر ټولو ډېر له خطر سره مخ کېږي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په افغانستان کې شل سلنه مېرمنې او هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي، شل سلنه د ايوډين پر کموالي اخته دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.