حبوبات روغتیا ته څه ګټه لري؟

13 چنګاښ 1397

د حبوباتو په اړه شوې څېړنه کې ويل شوي چې په نوي نسل کې د حبوباتو خوراک ډېر کم شوی دی.
په دې څېړنه کې چې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې شوې، ثابته شوې هغه خلک چې حبوبات ډېر خوري، هغوی نه یوازې د زړه له ناروغیو خوندي وي، بلکې له نورو روغتیایي اړخونو هم سالم وي.
دا څېړنه ښيي، هغه خلک چې حبوبات، ډېر خوري د زړه له ناروغیو به په امان وي.
د دې څېړنې پر بنسټ هغه خلک چې ډېر حبوبات استعمالوي، په هغوی کې سربېره پر دې چې د زړه د ناروغۍ خطر کم وي، د سرطان د ناروغۍ احتمال هم پکې لږ وي.
څېړونکو په دې څېړنه کې له ۱۹۸۰ نه تر ۲۰۱۰ کلونو پورې د ۷۴۰۰۰ نارینه او ۴۴۰۰۰ ښځو ژوند او د هغوی د خوړو استعمال مطالعه کړی دی.
د دې مطالعې او څېړنې په پایله کې په ډاګه شوې، هغه خلک چې په زیاته اندازه حبوبات کاروي، په هغوی کې سربېره پر دې چې د زړه د ناروغۍ خطر کمېږي، د سرطان مخه هم نیسي.
د دې څېړنې پر بنسټ هغه کسان چې ډېر حبوبات خوري، له ناروغیو خوندي وي. پر همدې اساس د دغو کسانو ژوند نسبت نورو ته اوږد وي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.