که له یو اړخیز ژونده ستړي یاست نو...

13 چنګاښ 1397

څه ته په تمه یاست؟ ایا ټول وخت له ځان سره وایئ چې که حالات داسې نه وای، نو د خپلې خوښې کارونه به مې ښه ترسره کړي وو؟ ایا له یو اړخیز ژونده ستړي شوي یاست او فکر کوی چې څنګه په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولی؟ زړه مو غواړي چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړی، خو نه پوهېږی چې څه وکړی؟ همدې (څه وکړی؟) درته ژوند سخت کړی دی.
پر دې باید پوه شئ چې هېڅ شی هم په خپله بدلون نه کوي، څو چې خپله ونه غواړی. حالات، د ځان او نورو ملامتول نه شي کولی چې ستاسو په ژوند کې بدلون راولي. که په زړه کې د ډېرو شیانو د درلودو غوښتونکي یاست، خو د لاسته راوړلو لپاره یې د زړه له تله هڅه او هاند نه کوی، هېڅکله هم خپلو ټاکلو موخو ته نه شی رسېدای. تاسو باید خپلو هیلو ته وزرونه ورکړی او تل داسې فکر وکړی چې هر څه ممکن او کېدونکي دي. کله مو چې پر خپل ځان باور پیدا کړ او دا مو احساس کړه چې هر څه ممکن دي، خپله به د یوه نوي کار او کړنې په لټه کې شی. که فکر کوی چې په یوه مالداره کورنۍ او یا یوه بډای هېواد کې نړۍ ته راغلي وای، نو اوس به مو ښه ژوند درلود؛ دا کار مو غلط دی. راځئ دا هر څه له ذهنه وباسئ، خپل ژوند ته په خپله تغییر ورکړئ. فکر مو بدل کړئ چې نړۍ درته بدله شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.