هر کار په خپل وخت تر سره کړئ

17 چنګاښ 1397

کار ته له تلو مخکې له پنځو تر لسو دقیقو پورې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ چې غواړی د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړی. کولی شی قلم او کاغذ له ځان سره ولری او خپل ذهني تصورات پرې ولیکی.
۱- کوښښ وکړئ په ټاکلي وخت خواړه وخورئ؛ د کار ډېروالی مو باید د دې لامل نه شي چې د ډوډۍ خوړلو وخت مو بدلون وکړي.
۲- د ټلوېزیون ډېر کتل او بې ضرورته په کمپیوټر باندې وخت تېرول کم کړئ. که کله هم ټلوېزیون ګوری، کوښښ وکړئ د خبرونو لور ته مه ځی؛ ځکه د نړۍ ۹۹ سلنه خبرونه منفي دي او منفي خبرونه ستاسو پر روحیاتو منفي اغېز کوي او دغه کار د دې لامل کېږي چې تاسو خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راشی.
۳- د یوې اونۍ لپاره نیم ساعت پلي وګرځئ، دا مه پلمه کوی چې وخت نه لری؛ که یوه اونۍ کوښښ وکړی او له ځان سره هوډ وکړی چې دغه کار کوم، وروسته له یوې اونۍ به مو عادت وګرځي، دغه کار کولی شي چې د لویو ګامونو لپاره مقدمه شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.