سګرېټ د ګڼو ناروغیو مور ده

17 چنګاښ 1397

ټول نشه يي توکي حرام دي او انسان ته په مستقيم او غير مستقيم ډول زیانونه لري. سګرېټ د کېنسر (سرطان) لامل ګرځي او همدارنګه د سږي سرطان، د حنجرې سرطان، د معدې ناسور، د پښتورګو سرطان، د پانقراس سرطان، د مثانې سرطان، د زړه پړسوب او داسې نورې روغتيايي ستونزې پيدا کوي. په امريکا کې تقريباً ۶۲۰۰۰ کسان د (برانشیټ) پر ناروغۍ اخته دي چې اصلي لامل یې سګرېټ څکول دي.
هر کال ۵۶۰۰۰۰ کسان د زړه د ناروغيو له کبله مړه کېږي چې په هغو کې ۱۷۰۰۰۰ يې يوازې د سګرېټو په وسيله د زړه ناروغان وي. د سږو د سرطان په وسيله په يو کال کې ۱۳۰۰۰۰ کسان مړه کېږي چې په دوی کې ۱۰۰۰۰۰ کسان د سګرېټ په سبب د سږو پر سرطان اخته او مړه کېږي. د سګرېټ څکول د معدې ناروغي پيدا کوي او په نړۍ کې د اکثرو بې وخته مرګونو اصلي لامل سګرېټ څکول دي. یو پوه وايي، هر سګرېټ څکول د انسان پنځه دقيقې عمر کموي او په وينه کې د کلسټرول زياتېدل او د وينې د فشار زياتوالی له سګرېټه پيدا کېږي. سګرېټ په لسګونو نور روغتيايي زیانونه هم لري. الله تعالی ټول نشه کوونکي شيان حرام کړي او ننني طبي تحقيقات هم د قراني احکامو خبرې تايیدوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.