د کدو زړي بډوډو او مثانې ته ګټور دي

19 چنګاښ 1397

د کدو زړي د وچې مېوې په ډله کې خورا ډېر مينه وال لري. ډېری کسان چې کله د کور لپاره وچه مېوه اخلي، نو د کدو زړي هم پکې شامل وي. پخوا چې کدوان کم کرل کېدل، نو د اوس په پرتله یې زړي هم کم موندل کېدل. اوس چې په نړیواله کچه کرنې پراختیا موندلې، نو د کدو زړي هم په زیاته پیمانه پیدا کېږي. له بده مرغه ډېری نارینه خپلو خوړو ته زیاته پاملرنه نه کوي؛ ځینې بیا غوړ او زیات خواړه د ځان لپاره په ګټه بولي، خو اصلي خبره دا ده چې د نارینه و بدن یو شمېر ځانګړو خوړو ته اړتیا لري چې باید پاملرنه ورته وشي.
که غواړی روغ پروستات ولری، د کدو زړي وخورئ. د روغتیا نړیوال سازمان د کدو زړي د پروستات، مثانې او ادرار لپاره ګټور بولي او نارینه و ته یې د خوراک سپارښتنه کوي. د کدو زړي ادرار زیاتوي، نو له همدې کبله د بډوډو او مثانې له پاکوالي سره مرسته کوي. د کدو په زړو کې شته (فیتواسترول) د مثانې د روغتیا لامل کېږي. هغه کسان چې د بډوډو یا مثانې مېکروب لري، کولی شي د کدو له زړو څخه ګټه واخلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.