په دې ساده لارو مو ذهني فشار له منځه یوسئ

19 چنګاښ 1397

د ورځې په اوږدو کې شونې ده موږ ټول سټرېس یا ذهني فشار تجربه کړو. په دغه متن کې د سټرېس پر دریو ساده حل لارو غږېږو:
لومړۍ- نفس ایستل: کله چې سټرېس یا ذهني فشار احساسوی، نو هڅه وکړئ چې ژوره ساه وباسئ څو عضلې مو شلې یا سستې شي او سټرېس مو کم شي. دا هغه تګلاره ده چې په رښتینې توګه کولای شي د انسان د سټرېس یا ذهني فشار کچه ټيټه کړي. دا تګلاره په نړۍ کې د ډېرو وګړو په واسطه تجربه شوې او کارول کېږي.
دویمه- خندل: کله چې سټرېس یا ذهني فشار احساسوی، نو هڅه وکړئ موسکا یا خندا وکړی. خندل یا موسکي کېدل مو د سټرېس کچه ټیټوي، د خوښۍ او ان د روغتیا تضمین مو کوي. دا تګلاره هم په اړونده برخه کې د نړۍ ډېرو وګړو تجربه کړې او کاروي یې؛ ځکه په بشپړه توګه کولای شي په اړونده برخه کې ګټورې پایلې ولري.
درېیمه- ټولنیز کېدل: هڅه وکړئ تل له خپلو ملګرو سره و اوسی، له نوو کسانو سره ځان مخامخ کړئ او ورسره بلدتیا پیدا کړئ. په غونډو کې ګډون وکړئ، له مختلفو خلکو سره خبرې وکړئ، په هره غونډه کې خپل اړین نظر وړاندې کړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.