لامبو او منډه د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي

20 چنګاښ 1397

په امریکا، انګلستان او فرانسه کې یوې نوې سروې موندلې چې لامبو وهل د انسان انرژي څو چنده زیاتوي او ورسره مرسته کوي چې د منډې وهلو سیالۍ وګټي. په دې سروې کې له ۱۵۷۲ هغو کسانو سره خبرې شوې چې هم منډه وهي او هم لامبو وهي. نږدې ۸۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې لامبو وهلو ورسره د منډې سیالۍ په ګټلو کې مرسته کړې ده.
په لسو کې نهو کسانو ویلي چې لامبو د دوی انرژي او سټیمنا لوړه کړې ده.
اتیا سلنه ګډون کوونکو ویلي چې لامبو وهلو ورسره مرسته کړې چې سخته او تېزه منډه ووهي. ۹۸،۵ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی لامبو وهي او منډه هم ورسره وهي، نو ځان ورته قوي او تندرست ښکاري.
دا سروې په یادو دریو هېوادونو، امریکا، انګلستان او فرانسه کې د روان ۲۰۱۷ کال د مارچ له ۱۷ مې تر ۲۷مې ترسره شوې ده. په څېړنه کې ۱۵۷۲ لامبوزنو او منډه وهونکو برخه اخیستې وه. څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې لامبو وهل له منډې وهونکو سره مرسته کوي، څو د منډې سیالۍ له خپلو رقیبانو څخه وګټي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.