دغه واړه کارونه مو هم ژوند ښایسته کولی شي

هېڅ وخت بل چاته سترګې مه پټوئ. د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لرې او یا ورته کافي پانګه نه لرې، د بل قرض او پور ته غاړه مه ږده. د ژوند له کوچنیو خوښیو لکه، پلي تګ، له دوستانو سره ناستې ولاړې او په طبعیت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخله.
سمه خبره ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو ددې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو په کار واچوی او پانګونه پرې وکړی، ځمکه واخلی او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.
د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ واوسی؛ هڅه وکړئ د خپلې خوښې لکه: کمپیوټر، خطاطۍ او د ژبې زده کړې (هغه که هره ژبه وي) کورسونو کې نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې ورشی.
هڅه وکړئ چې د ناستې ولاړې لپاره داسې ملګري وټاکئ چې د ژوند تر پایه د یوه ملګري او راز ساتونکي کس په توګه در سره پاتې شي. فکر وکړئ په ژوند کې هر څه ته رسېدلي یی، ایا بې له ملګرو او خواخوږو مو ژوند پوره دی او بې له داسې چا ژوند کولای شی؟

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.