د ژاولو له دې ګټو ځان خبر کړئ!

ژوالې ژوول چې ځينې خلک يې په افغاني ټولنه کې د ښځو عادت بولي او که نارینه یې ژویي، په ښه سترګه نه ورته کتل کېږي، زیاتې ګټې لري. دلته يې یوازې د څو مهمو ګټو یادونه کوو:
۱- حافظه قوي کوي
ژاولې ژوول حافظه قوي کوي او تمرکز زیاتوي. څېړنې ښيي چې ژاولې ژوول مغزي حجرو ته له ۲۵ تر ۴۰ سلنه پورې د وینې او اکسېجن جریان زیاتوي چې په پایله کې حافظه قوي کېږي او انسان تېز ذهنه کېږي.
۲- سټرېس او پرېشاني ختموي
ژاولې ژوول د روحي فشار او خپګان مخنیوی کوي.
۳- د معدې د سوځېدو مخنیوی کوي
ژاولې ژوول د معدې د سوځېدو مخه نیسي.
۴ - د خولې بد بویي له منځه وړي
ژاولې ژوول د خولې له بد بوی سره مبارزه کوي.
۵ - وزن کنټرولوي
ژاولې ژوول د وزن په کنټرول کې هم مرسته کوي. هغه خلک چې ژاولې ژويي، معمولاً کم خوراک کوي. هغه ژاولې چې په خپل ترکیب کې بوره ونه لري، که وژوول شي د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.
ژاولې ژوول یو فزیکي فعالیت هم ګڼلی شو چې په یوه ساعت کې د انسان ۱۱ کالوري انرژي په مصرف رسوي.
۶- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي
ژاولې ژول د هاضمې سیستم پیاوړی کوي. هغوی چې ژاولې ژويي، د معدې تېزابیت یې هم کمېږي او د خوړو په هضم کې هم مرسته کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.