ژوند

په ماشومانو کې د روغتیا تر ټولو ښه نښه د هغوی نورمال وزن دی؛ چاغښت په ماشومانو کې له درې کلنۍ وروسته شروع کېږي چې ورسره د میندو او پلرونو اندېښنه هم له همدغه ځایه پیلېږي.په ماشومانو کې د چاغښت د مخنیوي لپاره باید د هغوی په غذایي رژیم کې بدلون راوستل شي. په غذایي رژیم کې بدلون په دې…
د ډنمارک د ماسټریخت پوهنتون څېړونکو د زړه او د زړه د شریانونو په اړه څېړنې کړې او ثابته کړې يې ده چې د چارمغز او ممپلیو خوړل د انسان د عمر په اوږدوالي کې مرسته کوي او په زاړه عمر کې د روغتیا ضمانت کوي.څېړونکو ډاکترانو ویلي چې چارمغز او ممپلي دواړه د انسان پر روغتیا یو ډول ښه…
نورو ته درناوی یوه جالبه او حیرانوونکې پدیده ده چې اکتسابي خاصیت لري او د ژوند په اوږدو کې یې زده کړه اړینه ده. د درناوي یو اصل دا دی چې که یو څوک غواړي چې درناوی ورته وشي، نو لومړی باید په خپله نورو ته احترام وکړي. د درناوي زده کول یو مهم او اړین ټکی دی چې مور…
شیدې چې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او نورو معدني موادو سرچینه بلل کېږي، د بدن په وده کې خورا مهمه ونډه لري. که غواړی ماشومان مو پر وخت ښه وده وکړي، نو په غذایي رژیم کې یې شیدو ته ارو مرو ځای ورکړئ. که مو ماشومان د ښوونځي زده کوونکي وي، په سهارنۍ کې یې باید شیدې شاملې وي؛ ځکه…
هر څوک چې په طبیعت کې ګرځي، په یو ډول نه یو ډول له خپل خدای پاک سره راز او نیاز کوي. له خدایه د مرستې غوښتنه کوي او ترې غواړي چې: خدایه پاکه! ته سمه لاره را وښیې او د تکامل په خوا مې بوځې، اندېښنې او روحي زخمونه مې ټکور کړې، غم او اندېښنې مې لرې کړې، په…
که غواړی چې خپلو موخو او هیلو ته ورسېږی، نو هیلو ته مو وزرونه ورکړی. ستاسو دنده دا ده چې د هغه څه په اړه فکر وکړی چې غواړی ورته ورسېږی، نو هېڅکله مه وایئ چې څه ډول به ورته ورسېږم. ډېری وخت مو هیلو ته له داسې لارو رسېږی چې ان په اړه به مو یې فکر هم نه…
هغه ماشومان چې په منظم ډول سهارنۍ خوري، تر نورو نوښتګر وي. څېړنو ښودلې که ماشومان په منظم ډول سهارنۍ وخوري، په لوی عمر کې له ګڼو ناروغیو لکه شکرې، چاغوالي او نورو څخه ژغورل کېږي.روغتیا پالان میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې باید پر دې ځان ډاډه کړي چې د ماشومانو په سهارنۍ کې یې ارو مرو پروټین…
ځمکني توت چې څومره ښایسته دي، په هماغه اندازه یې روغتیایي ګټې هم ډېرې دي. دغه مېوه د یو شمېر ویټامینونو په لرلو سربېره د انټي اکسایډنټس له غوره سرچینو څخه ګڼل کېږي. ځمکني توت لاندې ګټې لري:۱- د بدن دفاعي سیستم غښتلی کويڅېړنو ښودلې چې ځمکني توت د ویټامین سي (Vitamin C) چې بدن یې د جوړولو وړتیا نه…
که غواړئ چې یو ښه ویناوال شی، نو تمرين درسره په دې برخه کې ډېره مرسته کولی شي. د هېندارې، ملګرو او یا هم د خپلې کورنۍ د غړو په منځ کې ودرېږئ او خبرې ورته وکړئ. هڅه وکړئ له موضوع سره ځان ښه بلد کړئ او په دې هم ځان پوه کړئ چې چېرته باید مکث وکړی او یا…
که مو له خپلو اولادونو سره مینه ونه کړه، پوه شئ چې د هغوی لپاره مو هېڅ هم نه دي کړي. دا هم باید ومنئ، څومره چې له هغوی سره مینه کوی، هومره مینه ترې وینی او دا مینه به همداسې دوام کوي. نو له خپلو اولادونو سره مو مینه وکړئ تر څو مینه ترې ووینئ. ماشوم ته چې څوک…
منظم او سالم غذایي رژیم له اضافي چاغوالي مخنیوی کوي. پر دې سربېره ويټامینونه او معدني مواد پوست ښکلی کوي، نوکونه کلکوي، غاښونه او ورۍ روغې ساتي او د وېښتانو ځلا او ښکلا ډېروي.د (A) وېټامین:د اې ويټامین دنده د پوست ساتنه ده. دغه ويټامین د سلولونو د ژوندي کېدو لامل کېږي او پوست ځوان ساتي. کولی شی دغه ويټامین…