ژوند

ټول بریالي خلک یوه ګډه ځانګړنه لري، هغه دا چې د فکر کولو طرز یې سره یو شان وي. دوی له دې وړاندې، چې په کوم کار لاس پورې کړي، په اړه يې ښه فکر کوي. خبرې کول په نننۍ نړۍ کې د یوه انسان د بریا لومړی راز کېدای شي. هڅه وکړئ، چې د خبرو کولو قدرت ومومئ، دا…
امریکایي څېړونکي وایي، د ورځې شل دقیقې پلی تګ مو د عمر زیاتوالي لامل کيږي. څېړونکو د ۳۳۴ زره کسانو په اړه چې عمرونه یې د ۴۰ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، معلومات راټول کړي دي. قد، وزن او ملاوې یې اندازه کړې دي. څېړونکو د هغوی دندو او کړنو ته په پام سره دغه کسان پر څلورو برخو…
کېدای شي پر ژور خپګان اخته کېدل ګڼ لاملونه ولري، خو اوس روغتیاپالانو موندلې چې په بدن کې د ځينو ويټامینونو کمښت پر ژور خپګان د اخته کېدو سبب کېږي.۱- ويټامین Bد (B) ګروپ ويټامینونه چې له وېرې او ژور خپګان سره مستقیمه اړیکه لري، له ډېرې مودې راهیسې د سټرېس د ويټامینونو په نوم هم یادېږي. هغه څېړنه چې…
په امریکا، انګلستان او فرانسه کې یوې نوې سروې موندلې چې لامبو وهل د انسان انرژي څو چنده زیاتوي او ورسره مرسته کوي چې د منډې وهلو سیالۍ وګټي. په دې سروې کې له ۱۵۷۲ هغو کسانو سره خبرې شوې چې هم منډه وهي او هم لامبو وهي. نږدې ۸۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې لامبو وهلو ورسره د منډې سیالۍ…
د ورځې په اوږدو کې شونې ده موږ ټول سټرېس یا ذهني فشار تجربه کړو. په دغه متن کې د سټرېس پر دریو ساده حل لارو غږېږو:لومړۍ- نفس ایستل: کله چې سټرېس یا ذهني فشار احساسوی، نو هڅه وکړئ چې ژوره ساه وباسئ څو عضلې مو شلې یا سستې شي او سټرېس مو کم شي. دا هغه تګلاره ده چې…
د کدو زړي د وچې مېوې په ډله کې خورا ډېر مينه وال لري. ډېری کسان چې کله د کور لپاره وچه مېوه اخلي، نو د کدو زړي هم پکې شامل وي. پخوا چې کدوان کم کرل کېدل، نو د اوس په پرتله یې زړي هم کم موندل کېدل. اوس چې په نړیواله کچه کرنې پراختیا موندلې، نو د کدو…
ټول نشه يي توکي حرام دي او انسان ته په مستقيم او غير مستقيم ډول زیانونه لري. سګرېټ د کېنسر (سرطان) لامل ګرځي او همدارنګه د سږي سرطان، د حنجرې سرطان، د معدې ناسور، د پښتورګو سرطان، د پانقراس سرطان، د مثانې سرطان، د زړه پړسوب او داسې نورې روغتيايي ستونزې پيدا کوي. په امريکا کې تقريباً ۶۲۰۰۰ کسان د…
کار ته له تلو مخکې له پنځو تر لسو دقیقو پورې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ چې غواړی د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړی. کولی شی قلم او کاغذ له ځان سره ولری او خپل ذهني تصورات پرې ولیکی.۱- کوښښ وکړئ په ټاکلي وخت خواړه وخورئ؛ د کار ډېروالی مو باید د دې لامل نه شي…
څه ته په تمه یاست؟ ایا ټول وخت له ځان سره وایئ چې که حالات داسې نه وای، نو د خپلې خوښې کارونه به مې ښه ترسره کړي وو؟ ایا له یو اړخیز ژونده ستړي شوي یاست او فکر کوی چې څنګه په خپل ژوند کې مثبت بدلون راولی؟ زړه مو غواړي چې بې له ځنډه خپل ژوند بدل کړی،…
د حبوباتو په اړه شوې څېړنه کې ويل شوي چې په نوي نسل کې د حبوباتو خوراک ډېر کم شوی دی.په دې څېړنه کې چې د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې شوې، ثابته شوې هغه خلک چې حبوبات ډېر خوري، هغوی نه یوازې د زړه له ناروغیو خوندي وي، بلکې له نورو روغتیایي اړخونو هم سالم وي. دا څېړنه ښيي،…
د څېړنو له مخې په افغانستان کې د ذهن د وروسته پاتې والي عمده علت د ايوډين کموالی ښودل شوی دی. په بېلابېلو روغتيايي څېړنو کې راغلي چې د افغانستان ډېری ماشومان او ښځې د ايوډين پر کموالي اخته دي. ايوډين د انسان په بدن کې يوه اړینه ماده ده چې د ټايرايډ د غدې په فعاليتونو کې عمده رول…