ژوند

د ګرمۍ په موسم، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت، کې بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي. د اوبو همدا کمښت ښايي انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي.د بدن د اړتیا وړ اوبو د پوره کولو لپاره باید د روژه ماتي او پېشلمي پر مهال په زیاته اندازه اوبه او اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي. د ځینو…
څېړونکي وايي چې یوازېتوب د ګڼو رواني ناروغیو تر څنک د انسان د وجود دفاعي ځواک او سیستم کمزوری کوي چې د ګڼو ناروغیو باعث ګرځي. تنهايي یا یوازېتوب د وينې سپین کرویات تخریبوي او د ناروغیو پر وړاندې د وجود دفاعي ځواک کمزوری کېږي.دغه څېړنه په امریکا کې شوې چې پکې ۱۴۱ تنو ګډون کړی و. په څېړنه کې…
بښنه غوښتل د رواني حالت په ښه والي، د عزت نفس په لوړوالي او د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.په ټولو فرهنګونو کې بښنه غوښتل ځانګړی ځای او اهمیت لري. ماشومانو ته هم باید تر ټولو د مخه بښنه او د بښنې اهمیت ور زده کړل شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دې کړنې ته زیات…
بې له شکه چې هر انسان غواړي غاښونه يې روغ او جوړ وي؛ نو ځکه هره ورځ د خپلو غاښونو په اړه اندېښمن وي. د ورځې څو ځلې خپل غاښونه برس کوي او مسواک استعمالوي، خو دلته ځینې نورې ساده لارې هم شته چې انسان پرې د خپلو غاښونو ښه ساتنه کولای شي.1- اوبهاوبه د انسان د وجود د سلامتیا…
بادرنګ د هغو سبزیو او مېوو په سر کې راځي چې له تندې سره مبارزه کوي. بادرنګ په خپل ترکیب کې ۹۲ سلنه اوبه لري، نو له همدې امله له رومي، کاهو او هندوانې هم مخکې دی. بادرنګ د کاهو او رومي په پرتله ډېره لږه انرژي توليدوي؛ ځکه خو په ډنګرېدو کې پوره مرسته کوي. د خوړو کارپوهان یې…
تېر وخت هېر کړئ، څه ډول چې تېر شوی هماغسې یې ومنئ، هڅه وکړئ چې یوازې د نن په اړه فکر وکړئ، څه ډول مو چې زړه وي، هسې یې تنظیم کړئ. کوښښ وکړئ ځان په دې برخه کې مسوول وګڼئ، هر سهار چې له خوبه پاڅېږی، یوه نوې ورځ مو پر مخ پرانيستل کېږي. پوهېږی چې نن څومره خوښۍ،…
نن چې په کوم وضعیت کې یاست، دا ټول د هغو کارونو پایله ده چې ترسره کړې مو دي او یا یې له ترسره کولو وروسته پاتې شوي یاست. که په ژوند کې له داسې کوم شي سره مخ شوي یاست چې ترې ناخوښ وی، ګناه مو خپله ده. بیا هم که په ژوند کې له کوم څه ځورېږی، همدا…
څېړونکي وايي، د انسان د بدن ځينې غړي او يا ټول بدن پر ستړيا او ټنبلۍ اخته کېدای شي، خو په ټوله کې دوه شريک لاملونه لري: یا ناروغي او یا هم د سالم غذایي رژیم نه شتون. که پوه شوی چې د ټنبلۍ لامل مو ناروغي نه ده، نو سالم غذایي رژیم کولای شي د دغه څه مخه ونیسي.…

نن زه...

01 غبرګولی 1397
نن زه ټولو هغو کسانو ته چې ورسره مخ کېږم، مسکی کېږم او خوښي ورکوم، هغوی ستایم او له مینې ډکې خبرې ورته کوم.نن د ټولو ورځو په پرتله خوشاله یم او له ژونده خوند اخلم. زه پر دې اند یم چې ان په ډېره سختۍ کې هم د ګیلې لپاره ځای نشته، خو برعکس په ډېره سخته ورځ کې…
ام د ټولو مېوو پاچا بلل کېږي. ام د تودو او استوایي سیمو مېوه ده چې نن سبا ور څخه په ټوله نړۍ کې د یوې ارزښتناکې مېوې په توګه ګټه اخیستل کېږي. ام د بتاکاروټن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري…
د نويو تګلارو د موندلو او پلي کولو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې له ځانه د شلو په شاوخوا کې پوښتنې وکړی. دا پوښتنې ښايي داسې او يا دې ته ورته وي: « کوم کارونه لږ او کوم کارونه باید ډېر تر سره کړم؟ کوم کارونه پیل کړم او د کومو کارونو له کولو ډډه وکړم»؟کېدای شې…