ژوند

امریکایي څېړونکي وایي، د ورځې شل دقیقې پلی تګ مو د عمر زیاتوالي لامل کيږي. څېړونکو د ۳۳۴ زره کسانو په اړه چې عمرونه یې د ۴۰ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، معلومات راټول کړي دي. قد، وزن او ملاوې یې اندازه کړې دي. څېړونکو د هغوی دندو او کړنو ته په پام سره دغه کسان پر څلورو برخو…
د بریالیو خلکو یوه تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې ځانونه ښه پېژني. ډېری کسان ډېرې ګډې وډې او پاشلې هیلې لري چې له بده مرغه ډېر کله يې ترلاسه کولی هم نه شي. هغوی چې خپلو هیلو ته رسيږي، د ژوندانه لپاره منظم پلانونه لري، موخې ته د رسېدو لپاره یې مهالوېش جوړ کړی وي او بریا ته…
ډاکټران وایي، د معدې د سرطان اصلي لامل په دغه حیاتي غړي کې د هیلکو باکټرپیلوري پیدا کېدل دي. د دغه مېکروب نښې نښاني په ډېرو کسانو کې نه لیدل کيږي، خو په ځینو کې بیا د معدې د زخم لامل کيږي. د روغتیا د برخې متخصصین وایي، ډېری هغه غذاګانې چې په سر پټو قطیو کې راځي او د…
ايا پوهېږی چې باورونه مو پر ژوند مستقيم اغېز لري؟ که پر يو څه د زړه له تله باور ولری، نو لرې نه ده چې له همغه څه سره به مخ شی. فرض کړئ، که یو څوک درته ووايي، چې وزن مو بېخي ډېر شوی دی. تاسو به تر هغو د دې خبرې تر اغېز لاندې را نه شی چې…
څېړنو ثابته کړې، هغه کسان چې تور چای څښي د هغو په پرتله چې هېڅ چای نه څښي، پياوړي هډوکي لري او د هډوکو د وروستوالي پر ناروغۍ نه اخته کيږي. چینایي څېړونکو تر ۱۵ کلنو څېړنو او پلټنو وروسته ثابته کړې چې په ورځ کې د درې یا څلور ګيلاسه چای څښل، ۳۷ سلنه د هغو عواملو مخنیوی کوي،…
چغندر، چې د افغانستان په عمده کرنیزو محصولاتو کې راځي، له ښه خوند او رنګ سره سره د روغتیا لپاره هم ګڼې ګټې لري. چغندر د ويټامین A، B1، ‌B2، ‌B3 پر درلودلو سربېره معدني مواد لکه کلسيم او اوسپنه هم لري. څېړنو ثابته کړې چې د چغندرو خوړل د زړه د ناروغيو مخه نیسي چې نن سبا په نړۍ…
ډېری کسان په دې تمه شپې او ورځې سبا کوي چې څه وخت به یې خوشالي کورته کډه وروړي، له ځان سره وایي، که شتمن وای نو خوشاله ژوند به يې درلود یا دا چې که وزن يې لږ وای، ډېر به خوښ وو،... او همدې ته ورته نور ارمانونه. تر اوسه مو داسې يو څه په ذهن کې در…
بریا، یعنې موخو ته رسېدل. ټول بریالي کسان په اصل کې د موخو درلودونکي دي. هغوی پوهيږي چې څه غواړي، د څه په لټه کې دي او هره ورځ د خپلو موخو په اړه فکر او تمرکز کوي.موخې ته د رسېدو اصلي لامل په اصل کې د موخې ټاکل دي. د موخو ټاکل مو په ذهن کې مثبته انرژي خپروي…

څنګه نوښت وکړو؟

04 مرغومی 1396
نوښت په دې مانا دی چې يو کار له پخوانیو لارښوونو پرته په نوې بڼه ترسره شي. ښه والی پکې راوستل شي، نوي مسايل پکې را وټوکول شي او عمل په بېخي بېله بڼه وشي. نوښت د معاصرې نړۍ داسې اړتیا ده چې ورځ تر بلې یې ضرورت زیاتیږي او هڅه کیږي څو په دندو کې نوښتګر فکر لرونکي وګړي…
فېسبوک غواړي یوټیوب ته ورته خدمات چې د ویډیو او غږونو مجموعه يې بولي پيل کړي. فېسبوک وایي تر دې وروسته به يې کاروونکي په اسانۍ سره د خپلې خوښې غږونه او وېډوګانې ولټولی شي او ګټه به ترې واخلي. تېره اونۍ دې شبکې زرګونه غږونه او ویډیوګانې پر فېسبوک او انسټاګرام خپاره کړل چې په وړيا ‌ډول د اورېدو…
نن سبا ډېری خلک د وزن له زیاتوالي سره مخ دي او له مختلفو لارو هڅه کوي چې وزن کم او يا کنټرول کړي. د وزن زیاتوالی د وخت په تېرېدو سره انسان له ګڼو ناروغیو سره مخ کولی شي. کېدای شي د وزن د کمولو لپاره ډېرې لارې چارې شتون ولري او خلکو ترې ګټه هم اخیستې وي؛ خو…